لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سفیر: امریکا دې پاکستان ته د کابل، نوي دلي یا د بېجنگ په سترگه نه گوري


په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانه

په واشنگټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان ویلي پاکستان د امریکې سره خپلو تعلقاتو ته اهمیت ورکوي او دا چې واشنگټن دې پاکستان ته د سیمې د نورو هیوادونو په سترگه نه گوري.

پاکستاني سفیر په واشنگټن کې یوې غونډې ته وویل پاکستان د امریکې سره خپلو تعلقاتو ته اهمیت ورکوي او غواړی چې د دواړو ملکونو تعلقات د امنیت ترڅنگ د تعلیم، تجارت او د اقتصاد برخو ته هم وغځول شي.

اسد مجید خان تېره هفته د واشنگټن په سسټېنډ ډایلاگ انسټېټیوټ نومې ادارې غونډې ته وویل امریکا باید پاکستان ته د خپل اهمیت په مناسبت درجه ورکړي او د کابل، نوي دلي او یا د بېجنگ د سترگو نه دې ورته نه گوري.

خو په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي ترڅو پاکستان د نورو ملکونو په امداد خپله اړتیا ختمه نکړي دغه خوب به یې نېمگړي چې نور هېوادونه دې ورته د خپل حېثیت په سر اهمیت ورکړي.

حسین حقاني
حسین حقاني

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل رپورټ کې وايی په کال ١٩۴٧ کې د برطانيي نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته راهسې پاکستان د خپل تاریخ په زیاته برخه کې په نړیوالو چارو کې د امریکې "فرنټ لاین" د لومړي صف اتحادي پاتې شوی دی.

حسین حقاني د وي او ای انگریزۍ څانگې ته په لیکل شوي مرکه کې وویل "په تاریخي توگه د پاکستان اشرافو د نړیوالو طاقتونو په رقابت کې خپل هېواد د لومړي صف ریاست په توگه وړاندې کړی دی."

حسین حقاني وویل که چېرې پاکستان د دې تاریخ نه ځان په وړاندې بوځي او د یو طاقت په مقابل کې بل طاقت سره د مرستې نه لاس واخلي نو دا به مثبت پرمختگ وي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه ترڅو پاکستان د نورو ملکونو په "سخاوت" خپله اړتیا ختمه نکړه، لکه اسانې قرضې او د پوځي ساز او سامان خرڅون، د پاکستان دا تصور به پوره نشي چې امریکا دې ورته د خپل حېثیت سره سم اهمیت ورکړي.

حسین حقاني د کال ٢٠٠٨ نه تر د ٢٠١١ پورې په واشنگټن کې د پاکستان سفیر و. هغه دا وخت په واشنگټن کې د هډسن انسټېټیوټ نومې څېړنې ادارې د جنوبي او مرکزي ایشیا د چارو مسؤل دی.

د واشنگټن غونډې ته خپلو خبرو کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وویل د پاکستان مثبت اړخونه بیان کړل چې د هغه په وینا د هېواد سټرېټیجک موقیت، زراعت او د هېواد ١٢٠ مېلینه ابادي ده. هغه ومنله چې بې امنۍ د پاکستان د پرمختگ لاره نیولې ده او پاکستان غواړي چې د هېواد دننه او په گاونډ کې امن پرځای شي.

د پاکستان سفیر چې په کومه غونډه کې خبرې کولې پکې یو فلم هم وښودل شو چې پکې د هېواد لوړ غرونه، زرغون مېدانونه او شنه پټې لیدل کېدل. د فلم مقصد دا تاثر وړاندې کول و چې د تشدد او د جنگ د خبرونو ته پرته هم پاکستان ډیر په زړه پورې خصوصیات لري.

حسین حقاني وویل جگړې، سیاسي لانجي او په اقتصادي کچه پرمختگ نه کول د تگلارو نتیجه وي چې د یو ملک د قدرتي ښکلا او د دغه ملک د خلکو د ښه والي سره هیڅ تعلق نلري.

حسین حقانی په دې خبره زور واچولو چې پاکستان باید د کور دننه څخه د ځان په جوړولو توجه وکړی. هغه وویل پکار ده چې پاکستان جمهوري ادارې مظبوطې کړي د مذهب او د اېټمي وسلو سربیره هر چا ته د قومي یوالي احساس ورکړي. هغه وویل پاکستان هم د دغو گامونو دلارې امن او سوکالي ترلاسه کولی شي.

حسین حقاني وویل که چېرې امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه ویستل نو د امریکې او پاکستان د پوځي او سټرېټیجک تعلقاتو اډانه به کمزوري شي. هغه په داسې حال کې چې پاکستان د چین سره نژدې تعلقات لري او واشنگټن د نوي دلي سره همکاري زیاته کړې ده، په راتلونکي وخت کې د واشنگټن او د اسلام اباد په تعلقاتو کې نور مشکلات هم راودریدلی شي.

XS
SM
MD
LG