لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د پوځ مشر د امریکې دوره


پاکستاني چارواکې وايي د ضرب عضب په مهال د ٣٥٠٠٠ نه زیات خارجي او مقامي وسله وال او د وسله والو سره په نښتو کې په سلگونو عسکر وژل شوي دي او د اپریشن په نتیجه کې په هیواد کې د ترهگرۍ حملې هم کمې شوي دي
پاکستاني چارواکې وايي د ضرب عضب په مهال د ٣٥٠٠٠ نه زیات خارجي او مقامي وسله وال او د وسله والو سره په نښتو کې په سلگونو عسکر وژل شوي دي او د اپریشن په نتیجه کې په هیواد کې د ترهگرۍ حملې هم کمې شوي دي

د نورو موضوعاتو تر څنگ په افغانستان او په سیمه کې د امن په اړه امریکائي مامورینو سره خبرو اترو دپاره د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د گل یا یکشنبې د ورځنې نه د امریکې پنځه ورځنۍ دوره پیل کوي.

ټاکل شوي ده چې جنرل راحیل شریف به د امریکائي پوځ لوړ رتبه چارواکو او د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر سره خبرو اترو کې ترهگرۍ جنگ کې د همکارۍ د زیاتولو په لارو چارو غور کوي.

جنرل راحیل شریف به په واشنگټن کې نائب صدر جو بائډن، خارجه وزیر جان کیري او ددفاع وزیر ایش کارټر سره هم لیده کاته کوي، یو اعلا پاکستاني چارواکې ویلي.

دغه چارواکی وايي جنرل راحیل شریف به شمالي وزیرستان کې طالبانو خلاف د ضرب عضب په نوم روان اپریشن د کامیابۍ په هکله امریکائي مشرانو سره معلومات شریکوي.

پاکستاني چارواکې وايي د ضرب عضب په مهال د ٣٥٠٠٠ نه زیات خارجي او مقامي وسله وال او د وسله والو سره په نښتو کې په سلگونو عسکر وژل شوي دي او د اپریشن په نتیجه کې په هیواد کې د ترهگرۍ حملې هم کمې شوي دي.

جنرل راحیل شریف په داسې وخت د واشنگټن دوره کوي چې افغانستان کې امن دپاره د امریکې او د نړي والې ټولنې کوښښونه گړندې شوي دي.

په رسمي توگه د جنرل راحیل شریف د دورې شورو کیدو وړاندې د پوځ ترجمان میجر جنرل عاصم سلیم باجوه واشنگټن کې خبریالانو ته وویل افغانستان ته پکار ده چې پاکستان سره په خپله پوله د څارنې نظام کلک کړي چې دا رنگ په پاک افغان سرحد وسله والو د تگ راتگ مخه ونیولی شي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، جنرل باجوه د ضرب عضب په مهال افغانستان ته وسله والو د تښتیدو مخه نیولو دپاره پاکستان لخوا اقدامات پرځائې کړی شوي دي. هغه وویل پاکستان همیشه د افغانستان سره مرسته کړې ده او په ائنده کې به هم زړه د اخلاص نه دغه کومک جاري ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG