لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د ترهگرو د مالي سرچینو پرضد پاکستاني گامونه "نیمگړتیا" او نړۍ تشويش لري


لیسا کرټس په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره ویني
لیسا کرټس په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره ویني

د قامي سلامیته دپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ مرستیالې لیسا کرټس ویلي د ترهگرو مالي سرچینې د ختمولو دپاره د پاکستان گامونه "نېمگړتیا" لري چې نړي واله ټولنه پرې تشویش لري.

د وسلوالو ډلو د مالي سرچېنو په اړه دغه تشویش مېرمن کرټس پاکستاني چارواکو ته د اسلام آباد د خپل سفر په مهال وړاندې کړو. د هغې دوه ورځنی سفر د نهې، سه شنبې، په ورځ سرته ورسولو.

په اسلام آباد کې د امریکايي سفارتخانې د بیان ترمخه، مېرمن کرټس یو وارې بیا د امریکې دا غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني ډلې او د نورو وسلوالو خلاف اقدامات وکړي.

لیسا کرټس د نړي والې ټولنې دا تشویش هم په ډاگه کړو چې غېرقانوني پېسې د سپینولو او د ترهگرو د مالي سرچینو د ختمولو په لړ کې د پاکستان کوښښونه "نیمگړتیا" لري.

د وسله والو د مالي وسلیو په اړه مېرمن کرټس دغه څرگندونې په داسې حال کړې دي چې په نړي واله کچه د پېسو په غیرقاني توگه د انتقالیدو خلاف تنظیم فاینینشل ایکشن ټاسک فورس دا میاشت په فرانس کې خپله غونډه کې پاکستان ته د جون د میاشت پورې وخت ورکړو چې دا خبره یقیني کړي چې وسله والې یې په خاوره مالي وسایل پیدا نه کړی شي.

پاکستان وايي د هېواد د بینکونو او په مالي نظام کې یې په دې خاطر یو شمیر اصلاحات کړې دي، گڼ شمیر تندروه ډلې یې غېرقانوني گرځولي چې چندې او عطيي به نه ټولوي. خو څېړونکي وايي ددې باوجود هم وسله والې ډلې په څرگنده چندې اخلي او خپل تشهیر کوي.

مېرمن لیسا کرټس د پاکستان سفر د امریکې او د پاکستان په تعلقاتو کې د تاوتریخوالی په وخت کړی دی.

امریکې د پاکستان پوځي امداد ځنډولی دی او صدر ټرمپ ویلي پاکستان امریکې سره د دروغو او د درغلۍ نه کار اخیستی دی.

پاکستان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

خو لیسا کرټس وویل امریکا پاکستان سره "نوی تعلق" جوړول غواړي چې بنیاد یې په دې شریک هدف وي چې هغه ټولو ترهگرو ته به ماتی ورکوي چې د سيمې ثبات ته خطر راولاړوي. هغې زیاته کړه چې دواړه هېوادونه باید په افغانستان کې د امن دپاره هم په یوځای کوښښونه وکړی.

د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې په اړه مېرمن لیسا کرټس وویل دغه تگلاره د امریکې او پاکستان دپاره د همکارۍ موقع برابروي چې په افغانستان کې د امن او ثبات دپاره، د افغان کډوالو په "وقار" خپل وطن ته د ستنیدو او په جنوبی ایشیا کې داعش او نورو هغه ډلو ته ماتی ورکولو دپاره په شریکه کار وکړي چې پاکستان او امریکې ته خطرات ولاړوي.

پاکستان د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ټرمپ د تگلارې مخالفت کوي، وايي ددې په نتیجه کې به په افغانستان کې جنگ دوام ومومي.

د امریکې سره د پاکستان په تعلقاتو کې د کړکیچ په تناظر کې ځینې څېړونکي وايي پاکستان د واشنگټن د حلقې نه بهر وځي او چین سره نور هم ور نژدې کیږي.

د ایسوسي ایټډ پریس خبرې اداره د نهې، سه شنبې، په ورځ رپورټ کوي چې د چین د خارجه دفتر ترجمانی لو کانگ ویلي د ترهگرو د مالي وسایلو خلاف د پاکستان اقدامات د ستاینې وړ دي او دا چې چین به پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف همکارۍ ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG