لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني جنرالانو د امریکا د زیاتېدونکو نیوکو وروسته غونډه کړې


د امریکې د کانگرس تالار
د امریکې د کانگرس تالار

تیره ورځ (د فېبروري شپږمه) د امریکا کانگرس د ترهگرو په لست کې د پاکستان د ورگډولو د وړاندیز نه ورسته پاکستاني جنرالانو نن غونډه کړې.

د پاکستان د پوځ لخوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د کلونو راهیسې د پاکستان لاسته راوړنې باید په پام کې ونیول شي تر څو په دغه هېواد او ټوله سیمه کې سوله او ثبات راشي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سې شنبې د ورځې په غونډه کې برخوالو په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ، په خپل هېواد کې دننه د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو په ضد د اقداماتو، د محکمو د حکم پرته د وژنو او د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د پاکستان له تاوتریخوالي په ډګو تګلارو سختې نیوکې وکړې.

د پوځ په اعلامیه کې دا هم ویل شویدي چې د هندوستان لوری اوربند ته ژمن نه دی نو د هند هر ډول ګام ته باید پر وخت او اغیزناکه توګه ځواب ورکړل شي.

په غونډه کې په دې خبرې ټینګار وشو چې د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې ترڅنګ باید پاکستان خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا کانګرس او حکومت څه غواړي؟

د امریکا ولسي جرګه د سې شنبې په ورځ د سنا له هغې غوښتنې سره یوځای شوه چې وايي په پاکستان باندې دې د امریکا اقتصادي مرستې بندې کړای شي.

د امریکا ولسي جرګې ته په دې اړه وړاندې شوې قانوني مسوده (بېل) کې غوښتل شویدي چې له پاکستان سره غیر پوځي مرستې هم باید پای ومومي او دغه پیسې باید خپله په امریکا کې په بنسټیزو پروژو باندې ولګول شي.

ددغې قانوني مسودې ( بېل) چمتو کونکي وايي، دوي په پاکستان باندې ځکه د امریکا د مرستو بندول غواړي چې پاکستان ترهګرو ډلو سره پوځي او استخباراتي مرستې کوي هغه ادعا چې اسلام اباد یې نه مني.

د پاکستان د کانګرس یو غړی مارک سنفورډ تېره ورځ کانګرس ته د خپلې وینا پر وخت وویل، کله چې امریکا د نورو هېوادونو سره مرسته کوي نو زمونږ له سخاوت څخه او زمونږ د ولس د ټکس له پیسو څخه باید د ترهګرو د ملاتړ په برخه کې کار وا نه خیستل شي.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي، جان سولیوان د سنا د بهرنیو چارو کمېټې ته د وینا پرمهال وویل، امریکا به پاکستان د ترهګرو د پټنځایونو د ردولو له امله مسول وګڼي.

جان سولیوان زیاته کړه، امریکا د هغه سیاست مخالفه ده چې له ترهګرو ډلو څخه څوک د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي.

پاکستان ملي ګټې څه ته وايي؟

پاکستان تل خپلې ملي ګټې له هند سره په سیالي برابرولو او ددې کار لپاره په افغانستان کې د یو لاسپوسي حکومت په راوستلو کې ویني.

څېړونکي د پاکستان دغې تګلارې ته د پاکستان د "سټراتیژیکې ژورتیا یا سټراټیجیک ډیپت" نوم ورکړی.

د کارپوهانو په اند، پاکستان د همدې سیاست له مخې لومړی د مجاهدینو ملاتړ وکړ او اوس امریکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې ملاتړ کوي.

په امریکايي رسنیو کې دا خبرې څو وارې راغلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا په شتون باندې اندېښنه لري ځکه دوی ویریږي چې امریکا ښايي دغې سیمې ته ددې لپاره تللي وي چې یو ورځ د پاکستان اتومي وسلو ته ځان ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي و چې په افغانستان کې به امریکايي سرتیري دیره وي ځکه په ګاونډ کې چې اشاره یې نیغ په نېغه پاکستان ته وه اټومي وسلې دي.

د ډیوې څېرنکار پیر زبیر شاه وايي، پاکستان په دې هم خفه کیږي کله چې امریکا په خپلو بریدونو کې د ترهګرو مشران په نښه کوي.

وروستی مثال یې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ډرون په بریدونو کې د حقاني ډلې د قومندانانو وژل کېدل دي چې پاکستان دغه بریدونه غندلي وو.

له دې نه وړاندې په بلوچستان کې د طالبانو د مشر د وژلو پر سر د پاکستان اندېښنه او تر هغې وړاندې په ۲۰۱۱ کې د پاکستان پوځي چوڼۍ ته نږدې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنه یې نور مثالونه دي چې پاکستان پرې تر ننه پورې ناراضه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG