لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د نړي والو ځواکونو مشر د شمالي وزیرستان سفر کړی دی


Lieutenant General John "Mick" Nicholson
Lieutenant General John "Mick" Nicholson

په افغانستان کې میشته د نړي والو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د پاکستان قیایلي سیمې شمالي وزیرستان دوره وکړه او د پاکستان فوج ویلي جنرل نکلسن په شمالي وزیرستان کې د پرمختیه د روانو هلو ځلو معاینه وکړه.

د پاکستان فوج د یو بیان ترمخه، جنرل نکلسن او نور دوره کونکې مامورین د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه بازار ته بوتللی شو او هلته يي د روان ترقیاتي کار کتنه وکړه. بیان وايي امریکايي جنرل وسله والو خلاف د پاکستان فوج د عملیاتو ستاینه وکړه.

بیان وايي د پاکستان د فوج مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم د جنرل نکلسن سره د شمالي وزیرستان په دوره کې ملگری و.

شمالي وزیرستان په یو وخت کې د گڼ شمیر وسله والو مرکز گڼلی کیدو چې پکې القاعده، طالبان او حقاني ډله مشهور تنظیمونه وو.

خو د کال ٢٠١۴ د جون راهسې د وسله والو خلاف عملیات پیل کولو ورسته پاکستان وايي سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوي ده. د پاکستان امنیتي مامورین وايي په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د بمونو جوړولو او موصلاتو نظام تباه کړی شوی دی او په کاروايانو کې يي د ٣٠٠٠ نه زیات تندلارې وژلې دي.

خو افغان مامورین اوس هم وايي وسله وال او په خصوصي توگه د حقاني ډله د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې حملې کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د پاکستان فوجي بیان وايي د شمالي وزیرستان د دورې نه وړاندې جنرل نکلسن او جنرل باجوه د افغانستان او پاکستان په پوله د امنیت په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د پاکستان بیان کې ویل شوي جنرل باجوه په دې خبره زور واچولو چې په سرحد د امنیت دپاره دې دوه اړخیزه نظام پرځای کړی شي او د نیټو مامورینو نه ووغوښتل چې دا خبره یقیني کړي.

بیان وايي جنرل نکلسن په پوله د امنیت په دوه اړخیزه نظام کې د مربوطوالي ضرورت ومنلو.

افغانستان او پاکستان شا او خوا ٢٦٠٠ کلومیټره اوږد شریک سرحد لري. پاکستان وايي د پولې په خپل اړخ يي امنیتي اقدامات کلک کړې دي خو کابل پاکستان سره پوله په رسمي ډول نه پیژني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG