لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پامپېیو: امریکا او پاکستان دې خپلې مشترکه ژمنې په عملي کولو کار پېل کړي


امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې
امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي وخت راغلی دی چې امریکا او پاکستان په خپلو مشترکه ژمنو عملي کولو کار پېل کړي.

د پاکستان د لنډ سفر ورسته مایک پامپېیو په هوايي اډه خبریالانو ته وویل امریکا او پاکستان د یو بل سره لوظونه وکړي "خو مونږ یې په عملي کولو نه یو توانیدلي."

مایک پامپېیو وویل د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره خبرو کې په دې خبره اتفاق موجود و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد سازۍ دپاره دې ژمنې عملي کړی شي.

د افغانستان په موضوع، مایک پامپېیو وویل د افغانستان د مسلې پرامنه حل دپاره پکار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پراخه کچه د اقتصاد او تجارت په مدونو کې همکاري زیاته کړی شي.

د مایک پامپېیو سره د پاکستان په سفر د امریکې د پوځ مشر جنرل جوزف ډنفرډ هم و. د ښاغلي پامپېیو ترڅنگ جنرل ډنفرډ هم د خبریالانو سره خبرې وکړې. هغه وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره یې د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې په اړه یې خبرې وکړي.

د مایک پامپېیو او د جنرل ډنفرډ ترڅنگ د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې نوی ټاکل شوی استازی افغان نژاد زلمي خلیل زاد هم و.

امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې.

هندوستان ته په لاره، امریکايي مامورینو د پاکستان سفر په داسې وخت وکړو چې د دواړو هېوادونو تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ دي او څو ورځې وړاندې د امریکې د پاکستان د ٣٠٠ مېلین ډالرو امداد کړی دی.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت غوښتنه کوي چې پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو خلاف نور اقدامات وکړي، د ترهگرۍ په اړه خپله تگلاره کې مثبت بدولون وکړي او افغان طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې دې مرسته وکړي.

طالبانو سره د خبرو په اړه شاه محمود قریشي وویل داسې ښکاري چې امریکايي حکومت وس گڼي چې د افغانستان مسله د جنگ پرځای د مذاکراتو د لارې حل کیدلی شي نو ځکه مذاکراتو ته "ترجیح" ورکول غواړي او طالبانو سره د امرېکې د نیغه په نیغه خبرو "گنجایش" پېدا شوی دی.

هغه وویل دا تاثر سم نه دی چې وسله وال د پاکستان په خاوره پناه ځایونه لري.

د افغانستان سره د تعلقاتو په موضوع، شاه محمود قریشي وویل دواړه هېوادونه د مذهب او د ثقافت د لارې تړل شوې دي او د پاکستان "مستقبل" یا اینده د افغانستان سره تړلی دی.

شاه محمود قریشي وویل د پاکستان د نوي حکومت دا هدف دی چې په سیمه دې امن او ثبات راشي او په سیمه ایزه کچه رابطې او اقتصادي پرمختگ وشي.

هغه وویل د پاکستان د خارجه وزیر په توگه خپل وړمبی سفر به زر افغانستان ته کوي.

د امریکې سره د تعلقاتو په اړه شاه محمود قریشي ددې تاثر ردولو کوښښ وکړو چې د مایک پامپېیو د سفر په مهال د دواړه هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د تاو تریخوالي او یا د فشار په ماحول کې وشوې. هغه وویل په یو شمیر ټکو دواړه هېوادونه په یوه "پاڼه" دي، یعنې هم غږې دي خو شاه محمود قریشي وویل چې د واشنگټن او د اسلام اباد ترمنځ د اختلاف موضوعات هم شته.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل "مونږ د هغوی په خواهشاتو ځان پوه کړو او خپل توقعات او تشویش مو هم په ښه انداز کې پیښ کړو."

شاه محمود قریشي وویل "د نن په نشست کې یو هم منفي پهلو (اړخ) نه و"، دواړه هېوادونه په وړاندې تگ او په دې متفق وو چې تعلقات د بیا سره پېل کړي.

شاه محمود قریشي وویل د امرېکې خارجه وزیر سره به نورې خبرې دا میاشت د واشنگټن د سفر په مهال کوي چې مایک پامپېیو یې ورته بلنه ورکړه.

د شاه محمود قریشي نه د امریکې د تړل شویو ٣٠٠ مېلین ډالرو امداد په اړه پوښتنه وشوه چې ایا دغه موضوع هم د مایک پامېپیو سره په خبرو کې راپورته شوه، نو وې ویل په دې لړ کې خبرې وه نشوې. هغه زیاته کړه چې خبره د پېسو نه بلکې د اصولو ده.

اسلام اباد ته د مایک پامپېیو د سفر په اړه څېړونکي امتیاز گل وي او ای ډیوه ته وویل چې د امریکايي وزیر د دورې مقصد د پاکستان نوي حکومت سره ځان معارفي کول وو.

خو په کابل کې میشته افغان څېړونکي مشتاق رحیم وي او ای ډیوه ته وویل د مایک پامپېیو د سفر مقصد دا معلومولو وو چې ایا پاکستان په سیمه کې د امن په اړه د امریکې د توقعاتو سره په خپل روش کې بدلون کړی دی او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG