لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوسف: امريکا سره به د پخوا په شان لوی غونډې، غټ عکسونه او سرټکي نه وي


د امريکا د امنيتي شورا مشر جېک سلېون سره د ليدو وروسته، د هغه پاکستاني سيال معيد يوسف واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي امريکا سره به غرضي خبرې کوي خو زياته يې کړه چې د پخوا په شان لوی غونډې، غټ عکسونه او غټ سرټکي به نه وي.

نوموړي دا ونه ويل چې ولې به د پخوا په شان لوی غونډې نه وي او نه يې دا سپينه کړه چې د دې علت خو به دا نه وي چې ګني د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافي ټکي ډېر شوي دي او يا يې په اړيکو کې کوم پرمختګ نه کېږي.

واشنګټن کې د پاکستان په سفارت خانه کې خبري کانفرس ته معيد يوسف وویل دا سمه ده چې افغانستان تر ټولو مهمه او سملاسي کشاله ده خو د امریکايي چارواکو سره دهغه خبرې په دې اړخ څرخیدې چې څنګه باید په يوشمير مسلو مخکې تګ وکړل شي او اصل کې امريکايي چارواکو سره دشوؤ خبرو مقصد هم ددغه عمل جاج اخستل وؤ.

څېړونکي وايي داسې ښکاري چې پاکستان د امریکا او چین ترمنځ معاملاتو کې اړخ بدلوي.

معيد يوسف دخبري کانفرنس په مهال وویل پاکستان دا خبره باوري کوي چې د افغانستان تاو تريخوالی د نورې وينې توئیدنې سوب ونه ګرځي.

د معيد يوسف په خبره د واکمن تحریک انصاف ګوند دحکومت امریکایي تګلاره په حقیقت پسندۍ ولاړه ده او ټينګار یې وکړو چي چې دتېر وخت پرشان لويو تصويرونو او سرخيانو ته بايد پاملرنه ونه شي.

د پاکستان د قامي سلامتيا مشاور وویل چې د افغانستان په اړه د پاکستان او امريکا اندېښنې يو شان دي او دواړه نه غواړي چې هلته تندروه ترهګرۍ ډلې بيا ښې کلکې کړي.

هغه وايي، د پخوا په پرتله پاکستان او امريکا ته د يوبل سره په ګډه د لا نور زیات کار کولو ضرورت دی او هغه ځکه که په افغانستان کې د امن تشه راځي او مونږ یې وينو چې دا راروانه ده نو په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته د چا سره چې د شريکو ګواښونو پرضد کار کېدی شي.

هغه زیاته کړه دافغانستان بې ثباتي شريک ګواښ دی. هلته بیا داسې ډلې سر راپورته کولی شي چې وروسته د نړۍ او پاکستان لپاره مسلې پېدا کولی شي.

د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف او د هېواد د خفيه ادارې ایي اېس ايي مشر جنرال فیض حميد د تېرې جولایي دمياشتې په 27مه نېټه د افغانستان او امریکا پاکستان په اړيکو د خبرو لپاره د واشنګټن په سفر تللې وو.

دنړیوالو چارو څېړنکار ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي د معيد يوسف خبرو د ځنې خلکو هغه اندېښنې رښتيا کړې چې وايي ګواکې پاکستان د چين او امريکا سره په خپلو اړیکو کې اړخ بدلوي. او دچين پرځائ امریکا سره بېرته تعلقات خوږوي.

دی وایي د چين د مخې نيولو لپاره امریکا د کواډ په نوم يو پروګرام معرفي کړی چې په کې به اسټرالیا اؤ هند وي نو کېدی شي چې د پاکستان هغې طرف ته زیاته مخه وي.

د ډاکټر سرفراز په وینا "سي پېک به ولاړ وي او کېدی شي چې پاکستان د هغې مرستيال وي.دا قسمه خبرو ته اشارې دي"

هغه وايي پاکستان کې مېډيا او ځنې چارواکي داسې اميدونه لري چې ګنې نن دی که سبا افغانستان کې به د طالبانو حکومت وي او دغه شان غرب کې هم ځينې خلک او امريکا يان هم داسې اشارې ورکوي .

هغه وایي ددې اشارو نه ځنې خلک دا نتیجه راوباسي چې ګني غربي نړۍ او پاکستان طالب سره کېدی شي په ګډه د چين د مخنیوي عمل کې ګوتې وهل شورو کړي ولې چې د چين په سنکیانګ کې د ویغور داسلامي تحریک معامله ده.

د قامي سلامتيا مشير د پاکستان په طالبانو د اثر خبره هم رد کړې ده او وئ ویل چې پاکستان طالبان هغه څه کولو ته نه شي اړباسلی کوم چې هغوئ کول نه غواړي. او دا چې پاکستان اوس په طالبانو هم اثر نه لري.

معيد يوسف خبري کانفرنس کې دا منلې چې د پاکستان او امريکا په تعلقاتو کې لاندی باندی راځي خو وايي دواړو ته دمخکې تګ ضرورت دی او پاکستان ته د امریکا لخوا د مخکې تګ په اړه مثبت ځواب ترلاسه شوی.

دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ پوړی افسر اؤ څېړونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي زما په اند امریکا هم غواړي چې د پاکستان سره اړيکې ښې کړي. او واشنګټن به دا هم غواړي چې پاکستان چين ته دومره نزدې نه شي چې په ټولو تګ لارو کې د چین اثر ښکاري.

دې وايي د معيد يوسف د خبرو مطلب دا دی چې اوس به د پخوا په پرتله د ترهګرۍ او افغانستان په کشاله د خبرو پرځائ د امریکا سره په مخصوصو چارو لکه اقتصاد خبرې وکړل شي چې په دې اړه امریکا د پاکستان څه مرسته کولی شي او دواړه هیوادونه څنګه د يو بل سره همکاري وکړي.

"يعنې پاکستان وايي د پخوا په نسبت پاکستان کوم لويې سکيم نه لري لکه څنګه چې د شوروي روس پرضد وؤ او پاکستان هغه جګړه کې د ګټې پځائ د تاوان سره مخ شوی ؤ"

دهغه په وینا دې کې شک نشته چې امريکا د چين خلاف محاذ پرانستی دی او پاکستان هم غواړي چې د امريکا سره یې تعلقات ښه وي خو ورسره د چين سره هم خپلې سټراټيجکي او ژورې اړيکې پځائ ساتل غواړي. او دواړو ترمنځ اړيکو کې توله ساتل د پاکستان لپاره لویې چېلنج دی.

ښاغلی طلعت مسعود زیاتوي" زما په اند دا وخت امریکا پاليسي دا ده چې د پاکستان سره ښې اړیکې ولري او هغه دا نه غواړي چې پاکستان بېخي د چين غېږې ته لاړ شي او پاکستان په خپله هم غواړي د داوړو ترمنځ خپلو کې تګ لاره ازاده وساتي. پاکستان هم غواړي چې بېخي د چين غېږې ته ورنه شي چې دا به پاکستان د نقصان سره مخ کړي"

د پاکستان د قامي سلامتيا مشير دا تور هم تکرار کړی چې ګنې د افغانستان زمکه د پاکستان پرضد کارول کېږي او وايي ددې مخه به نيول وي.

خو افغان چارواکي بیا دپاکستان دا تورونه بې اساسه بلي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکړې ده اؤ‌ افغانستان ته یې بریدونو دپاره لیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG