پیښور کې د امریکې د کونسلخانې د عامو تعلقاتو څانگې مشر ریمنډ سټیونز ویلي خیبر پښتونخوا کې د سکولو بیا ودانول يي لویه منصوبه ده.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې ریمنډ سټیونز وویل د کال ٢٠٠٩ نه تر دا وخت پورې امریکې پاکستان ته د ترقیاتي کارونو په مد کې څلور ارب ډالرې امداد ورکړی دی او د مالي امداد ٢٥ فیصد برخه په خیبرپښتونخوا او قبائیلي سېمو کې په ترقیاتي کارونو مصرف شوي دي.
ریمنډ سټیونز سره مرکه د ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه کړې ده، تاسو يي دلته اوریدی شۍ: