لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان د افغانستان او تجارت په موضوع خبرې وکړې


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم د سوېټزرلېنډ په ډېووس ښار کې په افغانستان، تجارت، کشمیر او د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو خبرې وکړې.

صدر ټرمپ او عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ په ډیووس کې د "ورلډ اکنامک فورم" نومې غونډې په څنډه ملاقات وکړو.

د صدر ټرمپ او پاکستاني وزیراعظم د ملاقات په اړه وایټ هاوس په ټوېټر د ٣٨ سېکنډو یو وډیو خپور کړو. په دغه وډیو کې صدر ټرمپ وویل د پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره به په اقتصاد، کشمیر او د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو خبرې کوي.

امریکايي صدر وویل واشنگټن د پاکستان او هندوستان ترمنځ په ورستي تاوتریخوالی د نژدې نه نظر ساتي او د دواړو گاونډي هېوادونو تعلقات په ښه کولو کې به "یقیناً" مرسته کوي.

په دې موقع عمران خان وویل د صدر ټرمپ سره به په افغانستان او د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو خبرې کوي. "مونږ دواړه په امن او په افغانستان کې د طالبانو او د حکومت ترمنځ د خبرو دلارې تبدیلۍ کې دلچسپي لروو."

عمران خان وویل د افغانستان په موضوع امریکا او پاکستان دواړه په یوه پاڼه دي.

خو په تېرو وختونو کې صدر ټرمپ د افغانستان په لړ کې د پاکستان په کردار ټکونه کړي دي.

د کال ٢٠١٨ په لومړي ټویټ کې صدر ټرمپ وویل د ترهگرۍ په ضد هلو ځلو کې پاکستان د امریکې نه اربونو ډالرې اخیستي خو په بدل کې ورسره پاکستان د درغونو نه کار اخیستی. د صد‏ر ټرمپ حکومت د پاکستان پوځي امداد هم بند کړی دی.

د صدر ټرمپ د خبرو په ځواب کې پاکستان ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

په ډیووس کې د عمران خان سره د ملاقات په موقع د صدر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا د هندوستان د سفر په موقع به هغه پاکستان ته هم ځي؟ نو امریکايي صدر څه کره ځواب ونوېلو خو زیاته یې کړه چې د تېرو وختو په مقابل کې دا وخت دواړه هېوادونه ډیر نژدې دي.

نړیوال مشران د هر کال په شروع کې په ډیووس راغونډېږي او د اقتصاد ترڅنگ په یو شمیر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG