لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: پاکستان او هند دې دوه اړخیزه تاوتریخوالی کم کړي


عمران خان تېره میاشت په واشنگټن کې د صدر ټرمپ سره لیدلي وو
عمران خان تېره میاشت په واشنگټن کې د صدر ټرمپ سره لیدلي وو

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په ټېلې فون د صدر ټرمپ سره د کشمېر په اړه خبرې وکړې او وایټ هاوس وویل صدر ټرمپ په پاکستان او هندوستان غږ وکړو چې د کشمیر په مسله دې خپل ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

د صدر ټرمپ او د عمران خان د خبرو په اړه وایټ هاوس وویل امریکايي صدر د دې خبرې په اهمیت زور واچوولو چې پاکستان او هندوستان دې د دوه اړخیزه مذاکراتو دلارې تاوتریخوالی کم کړي.

د کشمیر په موضوع عمران خان د ډانلډ ټرمپ سره په داسې حال کې خبرې وکړې چې هم د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل د کشمیر په اړه خصوصي غونډه کې د کشمیر د خصوصي حېثیت ختموولو د هندوستان په فېصله غور وکړو. د اگست په پنځمه نیټه د هندوستان حکومت په یو شمیر مدونو کې د کشمیر ازاد اختیارات ختم کړل.

د هندوستان د فېصلې وروسته نوي دلې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې امنیت سخت اقدامات پرځای کړي دي او د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. پاکستان د هند فیصلې مخالفت کوي.

د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا د مستقل غړو غونډه چین د پاکستان په خواست راغوښته. پاکستان امنیتي شورا ته د هندوستان د اقدام په اړه درې خطونه لیکلي وو. د کال ١٩٧١ راهسې دا لومړی ځل دی چې امنیتي شورا د کشمیر په موضوع غونډه وکړه.

د روېټرز خبري ادارې د خبر تر مخه په ملګرو ملتونو کې د چین استازي وویل چې د امنیتي شورا غړو هیوادونو په هندوستان او پاکستان غږ وکړو چې د جمو او کشمیر په لانجمنه سیمه کې دې د یو اړخیزه ګامونو نه ډډه وکړي.

د کشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته تیره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې شخړه دغور په موخه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غونډې رابللو دپاره یو لیک استولی و.

د امنیتي شورا غړو د یو شریک بیان جاري کوولو نه ډډه کړې خو په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ځانګ ژون د غونډې جزیات شریک کړي او د کشمیر په حالاتو يې اندېښنې څرګند کړي

ښاغلي ژون خبریالانو ته وویل د کشمیر په اړه د هندوستان ائیني ترمیم په سیمه کې د وړاندې نه موجود حالات بدل کړي او په ترڅ کې یې تاوتریخوالی رامنځته شوی.

کشمیر که یو خوا د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشل شوی نو چین هم د کشمیر په یوه برخه انتظام لري. د چین د انتظام دلاندې د کشمیر سیمه د عکسايي چاینا په نوم یادیږي.

په ملگرو ملتونو کې د چین استازي وویل هندوستان د چین د خپلواکه مفاداتو ته مشکل راولاړ کړی او په دغه سرحدي سیمه کې یې د امن دوه اړخیزې معاهدې خلاف ورزي کړې ده.

په اېټمي وسله سنبال گاونډي هیوادونو پاکستان او هندوستان په سره جنگونه کړې دي خو دواړه په کشمیر د ملکیت دعوې کوي.

هندوستان وايي کشمیر د هندوستان او پاکستان په منځ کې مسله ده او پکار ده چې د دوه اړخیزه دلارې حل کړی شي.

خو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي وویل په کشمیر د امنیتي شورا غونډه کېدل دا حقیقت څرگندوي چې کشمیر په نړیواله کچه منل شوي مسله ده. "نن ټوله نړۍ مقبوضه ریاست او هتله په صورتحال خبرې کوي."

د کشمیر د خصوصي حېثیت ختموولو وروسته، په سیمه کې مواصلاتي نظام تړل شوی دی، انټرنېټ او د ټېلې فون کرښې بندې شوې دي او د خلکو په تگ راتگ بندیزونه پرځای کړی شوې دي.

په ملگرو ملتونو د هندوستان استازي سید اکبرالدین خبریالانو ته وویل په کشمیر کې لگوول شوي بندیزونو کې به نرمي کولی شي. هغه وویل په کشمیر کې د بندیزونو مقصد د "ترهگرو" مخه نیول وو.

د پاکستان سره د هندوستان د خبرو په امکان سید اکبرالدین وویل د خبرو پېل کولو دپاره به پاکستان ته پکار وي چې ترهگري وردوي.

د ملگرو ملتونو مشر اېنتونیو گوټېرس په هندوستان او پاکستان غږ وکړو چې د زغم نه دې کار واخلي او خپلې مسلې دې په پرامنه ډول حل کړی. هغه دا هم وویل یو فریق هم باید داسې گام وانخلي چې د جمو او کشمیر حېثیت پرې بدل شي.

د کال ١٩۴٨ او د ١٩٧١ ترمنځ د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل د کشمیر په موضوع ١٨ قراردادونه منظور کړې دي او په سیمه کې د مبصرینو یوه ډله یې هم پرځای کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG