لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ترهگرو د مخنیوي په لړ کې د پاکستان سره همکارۍ مثبت پرمختگ کړی


صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان
صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان

د هندوستان په سفر د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د ترهگر تنظیمونو او وسله والو ډلو د چقولو په لړ کې د پاکستان سره په مثبت انداز کې پرمختگ شوی دی.

صدر ټرمپ وویل امریکا او هندوستان متحد دي چې خپل ولس د "بنیاد پرسته اسلامي ترهگرۍ" د خطر نه محفوظ وساتي.

صدر ټرمپ وویل حکومت یې په دې خاطر د پاکستان سره په "مثبت انداز" کې کار کوي چې هغه ترهگر تنظیمونه او وسله وال وچقول شي چې د پاکستان په خاوره موجود دي.

په پاکستان کې د ترهگر تنظیمونو او وسله والو ډلو د ذکر ترڅنگ، امریکايي صدر وویل د امریکې او پاکستان تعلقات د تېرو وختونو په مقابل کې دا وخت ښه دي. "مونږ د پاکستان سره د لوې پرمختگ نخښې وینوو او مونږ امید کوو چې تاوتریخوالی به کم شي، زیات ثبات به پرځای شي او د جنوبي ایشیا د ټولو قومونو ترمنځ به هم آهنگي راشي."

صدر ټرمپ وویل د جنوبي ایشیا به غوره اینده کې هندوستان د "مشرۍ اهم" کردار لري او په سیمه کې د مسلو په هواري او د امن پرځای کولو په لړ کې هندوستان زیاتې زمه وارۍ په غاړه کړي دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ صدر ټرمپ د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي په کورنۍ ریاست حېدراباد په مرکزي ښار احمداباد کې د هغه هرکلي دپاره جوړې دستورې ته وینا وکړه. په غونډه کې تر ١٠٠٠٠٠ پورې کسان موجود وو

صدر ټرمپ وویل امریکا به هندوستان ته د درې ارب ډالرو مالیت هېلې کاپټرې او نور پوځي سامان ورکولو دپاره لوظنامه لاس لیک کوي.

صدر ټرمپ د هندوستان سفر په داسې حال کې کوي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د تېر کال د اگست په میاشت کې د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو. پاکستان د هندوستان د گام مخالفت کوي.

صدر ټرمپ ویلي هغه تیار دی چې د کشمیر په سر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د زیات شوي تاوتریخوالي کمولو دپاره د منځگړي کردار ادا کړي. خو هندوستان د صدر ټرمپ دغه وړاندېز رد کړی دی.

پاکستان په خپله خاوره د ترهگرو د موجودگۍ خبره ردوي او اسلام اباد په سمدستي ډول په هندوستان کې د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ په خبرو څه نه دي ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG