لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صدر ټرمپ د نوي کال لومړی ټویټ: پاکستان دهوکه (ټگي) کړې


په ټوېټر د صدر ټرمپ پیغام

د کال ٢٠١٨ په وړمبي ټویټ کې د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان سخت ټکونه وکړل او وې ویل د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ د نوي کال په سحر په ټوېټر خپل اولني پېغام کې صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقید وکړو او وې ویل په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي.

صدر ټرمپ وویل د امریکايي امداد په بدل کې پاکستان "مونږ ته د دروغو او درغلۍ نه علاوه هیڅ نه دي راکړي، زمونږ مشران یې بې وقوفان گڼل."

امریکايي صدر زیاته کړه پاکستانیانو "هغه ترهگرو ته پناه ورکړې ده چې مونږ یې په افغانستان تعقیبو، خو څه مرسته یې نه ده کړي. اوس به نور داسې نوي."

د صدر ټرمپ د ټویټ په ځواب کې د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف هم په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې پاکستان به زر د امریکايي صدر وینا ته ځواب اووايي "دنیا به د حقیقت نه خبر کړي، د حقایقو او د داستان فرق به ووښایو."

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ د پیغام هرکلی وکړو او وې ویل دا دې خبرې تاید دی "چې د ترهگرۍ خلاف جنگ د افغانانو په کلو او کورونه په بمبارۍ کې نه دی بلکې د افغانستان نه بهر په پناه ځایونو کې دی.

"زه د صدر ټرمپ د نن د خبرو هرکلی کوم او دا وړاندیز کوم کې د امریکې سره د سیمه ایز اېتلاف دلارې په افغانستان او په سیمه کې د امن دپاره د پاکستان په پوځي ادارې فشار واچول شي،" ښاغلي کرزي په ټوېټر پیغام کې وویل.

د امریکې پخواني سفیر افغان نژاد زلمی خلیل زاد هم په ټوېټر د صدر ټرمپ د پېغام تاید وکړو. "په افغانستان کې او د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د کامیابۍ دپاره د پاکستان په تگلاره کې بدولون پکار دی چې ځان ملگری ښايی خو رویه یې د دښمن ده."

زلمي خلیل زاد زیاته کړه "د پاکستان د دوه مخۍ لوبه پکار ده چې ودریږي. وخت راغلی چې د روز تگلاره اختیار کړی شي."

د زلمي خلیل زاد ټویټ
د زلمي خلیل زاد ټویټ

صدر ټرمپ په وار وار په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او د مذاکراتو میز ته د افغان طالبانو راکښ کولو کې دې خپل کردار ادا کړي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگلاره اعلانولو په وخت او تیره میاشت د هیواد د قامي سلامتیه دپاره د تگلارې اعلانولو په وخت صدر ټرمپ پاکستان ته په ښکاره ټکو کې وویل چې وسله وال دې د خپلې خاورې نه لرې کړي.

پاکستان د صدر ټرمپ د وینا مخالفت کړی دی او پاکستاني مامورین وايي د هیواد په خاوره وسله وال نشته.

کتل به دا وي ټې پاکستان د صدر ټرمپ د نوي کال د وړمبي ټویټ په اړه څه وايي؟

پاکستانۍ سیاسې فعالې ماروي سرمد د صدر ټرمپ د ټویټ په ځواب کې ویلي ایا د پاکستان په خاوره پناه اخیستونکي دا هغه "ترهگر" دي چې تاسو ورسره مذاکرات کول او د افغانستان په حکومت کې شاملول غواړئ؟

په ټوېټر یوې هندوستانۍ فعالې برخه دت د صدر ټرمپ په پیغام خپله تبصره کې وویل د هندوستان دپاره د امریکايي صدر خبره لکه د موسیقۍ په رنگ خوږه ده خو تپوس دا دی چې ایا پاکستان سره د امریکې امداد به ختم هم شي او که نا؟ او ایا دا نغمه به بدله شي؟

XS
SM
MD
LG