لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: د امریکايي مشرانو په بیانونو راته سخته مایوسي شوي ده


صدر ټرمپ وویل په تیرو ١٥ ؤ کلونو کې د ٣٣ ارپ ډالرو نه زیاتو پېسو اخیستلو په بدل کې ورسره پاکستان د دروغو او د درغلۍ نه کار اخیستی دی او په خپله خاوره یې هغه وسله والو ته پناه ورکړې ده چې امریکايي ځواکونه ورسره په افغانستان کې په جنگ کې ښکیل دي
صدر ټرمپ وویل په تیرو ١٥ ؤ کلونو کې د ٣٣ ارپ ډالرو نه زیاتو پېسو اخیستلو په بدل کې ورسره پاکستان د دروغو او د درغلۍ نه کار اخیستی دی او په خپله خاوره یې هغه وسله والو ته پناه ورکړې ده چې امریکايي ځواکونه ورسره په افغانستان کې په جنگ کې ښکیل دي

د پاکستان د قامي سلامتیه کمیټۍ ویلي د هیواد په اړه د امریکايي چارواکو ورستي بیانونه د مایوسۍ سبب دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد ته سخت نقصان رسوي.

د نیشنل سکیورټي کمیټۍ غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې په داسې وخت وشوه چې یوه ورځ وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نوي کال په وړمبۍ ورځ په ټوېټر خپل وړمبي پیغام کې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان په کردار سخت تنقید وکړو.

صدر ټرمپ وویل په تیرو ١٥ ؤ کلونو کې د ٣٣ ارپ ډالرو نه زیاتو پېسو اخیستلو په بدل کې ورسره پاکستان د دروغو او د درغلۍ نه کار اخیستی دی او په خپله خاوره یې هغه وسله والو ته پناه ورکړې ده چې امریکايي ځواکونه ورسره په افغانستان کې په جنگ کې ښکیل دي.

د پاکستاني کمیټۍ د غونډې ورسته مطبوعاتو ته جاري شوی بیان وايي کمیټۍ د پاکستان په اړه د امریکايي رهبرانو په بیانونو د "ژورې مایوسۍ" څرگندونه وکړه.

بیان وايي د اگست په میاشت کې د افغانستان او د جنوبي ایشیا لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې د اعلانیدو ورسته دواړه هیوادونه په افغانستان کې د امن په لړ کې د یو بل په دریځ ښه پوه شوي وو خو د امریکايي مشرانو ورستۍ څرگندونې د پام څخه بهر دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد ته سخته ضربه رسوي.

بیان وویل پاکستان په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ کې د نړي والو کوښښو ملاتړ کوي.

بیان وویل په افغانستان کې د موجوده مشکلاتو بنیادي په جنگ ځپلې هیواد کې د کوردننه سیاسي جگړې، په لویه پیمانه اداري فساد، د نشۍ موادو پیداوار او په هیواد کې د حکومت د واک اختیار څخه بهر پرتې سیمې دي.

"په افغانستان کې د اجتماعي ناکامۍ ذمه واري په پاکستان نشي اچول کیدی او په ملگرو الزام لگول په افغانستان او په سيمه کې د دوام داره امن هدف ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي،" بیان زیاتوي.

د الزاماتو باوجود پاکستان به د بیړې نه کار نه اخلي او په افغانستان کې د امن لپاره به خپل "مثبت" کردارا ادا کوي، بیان زیاته کړه.

د کمیټۍ بیان وايي د ترهگرۍ پرضد د پاکستان د کوښښونو په نتیجه کې په افغانستان کې موجود وسله والې ډلې خپل فعالیتونه نشي زیاتولی. بیان وايي امریکايي مامورینو هم په افغانستان کې د گڼ شمیر وسله والو ډلو د موجودگۍ خبره تسلیم کړې ده.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او په خصوصي توگه حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هلته څخه په افغانستان کې ناامني راپاروي. پاکستان دا خبره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG