لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په منځني ختیځ کې د امریکې پوځي اډې او په سیمه کې د ایران په اړه د واشنګټن ممکنه اقدامات


د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، امریکا د تېرو څو لسیزو راهسې په منځني ختیځ کې پوځي اډې لري. په کال ۲۰۰۷ کې امریکې په عراق کې ۱۶۰۰۰۰ او په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې یې ۱۰۰۰۰۰ عسکر لرل. په ۲۰۲۱ کې امریکې د افغانستان کې خپل ځواکونه ستانه کړل
د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، امریکا د تېرو څو لسیزو راهسې په منځني ختیځ کې پوځي اډې لري. په کال ۲۰۰۷ کې امریکې په عراق کې ۱۶۰۰۰۰ او په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې یې ۱۰۰۰۰۰ عسکر لرل. په ۲۰۲۱ کې امریکې د افغانستان کې خپل ځواکونه ستانه کړل

په اردن کې د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله والو په ډرون حمله کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکا د "ګڼ شمېر" ګامونو تیاری کوي او په عراق کې د ټولو نه لوی ایران پلوه ډلې کتایب حزب الله اعلان کړی چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په ضد ټول فعالیتونه ځنډوي.

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په امریکايي ځواکونو د حملې په جواب کې يې د پوځي لار اختیارولو فېصله کړې ده.

بایډن او نه هم نورو امريکايي چارواکو په دې اړه څه تفصیلات وړاندې کړي دي. خو د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي وویل د مجوزه پوځي اقداماتو هدف دا یقيني کول دي چې په امریکايي ځواکونو د حمله کوونکو ډلو صلاحیتونه ختم کړی شي او د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ته سخت پېغام ورکړی شي، چې په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په امریکايي ځواکونو د ډرون حمله د اردن د عراق او د شام سرحدونو سره نږدې سیمه کې وشوه. په حمله کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او تر ۴۰ پورې نور زخمیان شوي دي.

امریکايي ځواکونه د منځني ختیځ په کومو سیمو کې ګمارل شوي دي؟

د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، امریکا د تېرو څو لسیزو راهسې په منځني ختیځ کې پوځي اډې لري. په کال ۲۰۰۷ کې امریکې په عراق کې ۱۶۰۰۰۰ او په ۲۰۱۱ کې یې افغانستان کې ۱۰۰۰۰۰ عسکر لرل. په ۲۰۲۱ کې امریکې د افغانستان څخه خپل ځواکونه ستانه کړل.

د منځني ختیځ په مختلفو برخو کې، د روېټرز د رپورټ ترمخه، ۳۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه پراته دي. د دې نه علاوه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو نه پس امریکې د سمندري جنګي بېړیو په شمول په عارضي ډول په زرګونو عسکر سیمې ته لېږلي دي.

په منځني ختیځ کې د امريکې د ټولو نه لویه پوځي اډه په قطر کې ده چې العدېد نومېږي چې په ۱۹۹۶ کې جوړه شوې ده.

د قطر ترڅنګ امریکا په بحرین، کویت، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې هم عسکر لري.

امریکا په شام کې قریباً ۹۰۰ عسکر لري چې د الشدادي پوځي اډې په شمول زیاتره د شام په شمال مشرقي سیمه کې او د اردن او عراق سره نږدې د شام په سرحدي علاق کې په التنف نومې چاوڼۍ کې مېشته دي.

د عراق په مختلفو عراقو کې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه ګمارل شوي دی خو په هېواد کې د امریکايي عسکرو د مستقل دپاره خبرې دوام لري.

امریکې ولې په منځني ختیځ کې ځواکونه ګمارلي دي؟

امریکې د مختلفو مقصدونو دپاره په سیمه کې عسکر ځای په ځاي کړي او د شام نه علاوه هر ملک په خپله خاوره امریکايي ځواکونو ته د پاتې کېدو اجازت ورکړی دی.

په شام او عراق کې امریکايي ځواکونه د داعش وسله والې ډلې خلاف جنګېدو او د مقامي ځواکونو مشاورت دپاره ګمارل شوي وو. په تېرو څو کلونو کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو وسله والو ډلو په شام او عراق کې مېشته په امریکايي ځواکونو حملې کړې دي.

اردن په سیمه کې د امریکې اهم اتحادي ملک دی او په ملک کې په سلګونو امریکایان د اردن ځواکونو د تربیت دپاره ګمارل شوي دي چې ټول کال په پراخه کچه مشقونه کوي.

د قطر او یو ای ايي په شان ملکونو کې امریکايي ځواکونه د اتحادیانو د ډاډ، تربيت او که ضرورت وي نو په سیمه کې د عملیاتو دپاره ګمارل شوي دي.

ایا په امریکا کې هم غېر ملکي پوځي اډې شته؟

په امریکا کې غېر ملکي پوځي اډې نه شته خو د واشنګټن اتحادي ملکونه وخت په وخت خپل عسکر امریکې ته د تربیت دپاره او د امريکايي ځواکونو سره په شریکه کار دپاره رالېږي.

په اردن کې ټاور ۲۲

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ډرون حمله کې په هدف شوي امریکايي ځواکونه په اردن کې په ټاور ټونټي ټو نومې مرکز کې مېشته وو چې شام او عراق د سرحدونو سره نږدې د اردن انتهايي شمال مشرقي علاقه ده.
ټاور ټونټي ټو د سرحد پورې غاړه په شام کې د التنف چاوډنې سېلمه موقیعت لري او په لږه شمېره کې په کې امریکايي ځواکونه مېشت دي. التنف د داعش خلاف جنګ او په شام کې د ایران د پوځي په مخنیوي کې اهم کردار ادا کړی دی.

آیا په منځني ختیځ کې په امریکايی پوځي اډو ډېرې حملې کېږي؟

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځي مرکزونو دپاره د امنیت سخت ګامونه اخیستل شوي وي چې په کې د ډورن او د مزایلو په ضد د فضايي دفاعي نظام هم شامل وي. په قطر، بحرېن، سعودي عرب او کوېت کې په امريکايي

اډو په عمومي توګه حملې نه کېږي.

خو په عراق او شام کې په تېرو څو کلونو کې په امریکايي ځواکونو حملې کېږي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته د ایران په ملاتړ جنګېدونکو وسله والو ډلو په امریکايي ځواکونو د ۱۶۰ نه زیاتې حملې کړي دي چې په کې قریباً ۸۰ عسکر زخمیان شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG