لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن به په اوکراین او نورو نړیوالو مسلو د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته وېنا کوي


د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون وویل صدر بایډن به په نړۍ غږ کوي چې په اوکراین د روس د جارحیت په ضد دې خپل دریځ ته دوام ورکړي
د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون وویل صدر بایډن به په نړۍ غږ کوي چې په اوکراین د روس د جارحیت په ضد دې خپل دریځ ته دوام ورکړي

د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا غونډې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپله وېنا کې به د امریکې صدر جوبایډن په نړیواله کچه د خوراک د تحفظ، د اېډز او د نورو وباګانو د مخنیوي په شمول په اوکراین د روس په یرغل هم خبرې کوي.

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون وویل صدر بایډن به په نړۍ غږ کوي چې په اوکراین د روس د جارحیت په ضد دې خپل دریځ ته دوام ورکړي.

سولېون وویل صدر بایډن به د دې خبرې په ضرورت هم زور ورکوي چې د متحده قومونو اداره دې نوره هم مضبوطه کړی شي چې د ادارې یو مستقل غړي د ادارې د بنیادي منشور خلاف ورزي کړې او د سیمه اييزې یوالي او د خپلواکۍ د اصولو خلاف ورزي يې کړې ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې هر کال جوړيږي په اوکرين د روس يرغل د بحث مرکزي نقطه ده او مشرانو د نهه/سې شنبې په ورځ په دې زور راوړلو چې په نړيواله کچه دې زميدارو ته په وخت سره/خاوره په مناسب بيو ورورسول شي او د ونو بوټو کرلو موسم دې په پام کې ونيول شي چې د نړۍ په څه برخو کې شروع شوی دی.

د متحده قومونو سيکرټري جنرل انټونيو ګوټېرېس غونډې ته په خپله وينا کې وويل “که اوس مو ګامونه پورته نه کړل د سرې/خاورې نيشتوالی به په راروان کال کې په نړيواله کچه د خوراک کمی پيدا کړي”

هغه وويل داسې رپورټونه دي چې په غربي افريقه او نورو سيمو کې زميدار ډېر لږ فصلونه کري ځکه چې يو خوا د سرې بيې ډېرې لوړې دي او بل دا چې په ګرانه موندل کيږي.

د غونډې په موقع د وزيرانو د کچې په ځانګړې ناسته کې د سينيګال صدر ميکي سال څوک چې د افريقايي اتحاد مشر هم دی د خوراک د کمي په اړه وويل “سره د کال 2021 نه راپه دې خوا درې چنده ګرانه شوې ده”.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې هر کال جوړيږي په اوکرين د روس يرغل د بحث مرکزي نقطه ده
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې هر کال جوړيږي په اوکرين د روس يرغل د بحث مرکزي نقطه ده

په اوکرين د 24 فرورۍ د روسي يرغل وروستو روس نورو هېوادونو ته اوس سره په مخصوص کوټه ورکوي او دليل دا وايي چې خپلو زميدارو ته يې ضرورت دی.

روس د سرې د کاروبار غټ باپاري دی او د سرې په بهر کې په خرڅ سختۍ جوړولو د دې په بيو غټې اغېزې کړي چې يو خوا يې کمی پيدا شوی او بل خوا يې نرخ ډېر په بره تلی چې واړه زميدار يې د اخستلو وس نه لري او له کبله يې په فصلونو کرلو کې کمی راغلی.

دا حالت نړيوالې خوراکي ذخيرې په خطر کې اچوي چې د وړاندې نه په بد حال کې دي او د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په نړۍ کې د 800 ميلين نه زيات خلک د لوږې سره مخ دي.

د سپين وزير اعظم پېډرو سانچېز غونډې ته په خپله وينا کې وويل “روس له په اوکرين کې خپل ناجايزه جنګ ختمول پکار دي ځکه چې دې جنګ د نړۍ د خوراک غوندې بنيادي ضرورت ته خطره جوړه کړې ده. ريښتيا خو دا دي چې د روس صدر پوټين کوښښ کوي چې نړيواله ټولنه په دې عمل بليک ميل کړي ځکه چې خوراک ته حاجت لري”.

د سفارتي هلو ځلو په ځای روس اشارې ورکړي چې په لوهانسک او ډونېټسک کې د ريفرېنډم کولو پلان لري چې دا سيمې د روس اتحاد سره ځان يو ځای کړي چې په نتيجه کې به جګړه نوره هم تېزه شي.

د غربي نړۍ لخوا د روس نه په سره اخستلو بندېزونه نشته خو ولې روس وايي بندېزونه شته. په جولاي کې په استنبول کې يوه لوظنامه شوې چې په ترڅ کې يې د اوکرين څلور ميلين ميټرک ټن غله نړيوال مارکيټ ته لېږل کيږي او د روس د غلې د خرڅ په اړه هم د اعتماد جوړولو هڅې روانې دي چې غله وړونکي، ضمانت ورکونکي او اخستونکي د جنګ نه د وړاندې حالت بيا لاړ شي.

ګوټېرېس په روسي سره او نورو توکو د بندېزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه چې پکې ايمونيا هم شامل ده.
هغه وويل “دا توکي بايد د بندېزونو نه لرې پاتې شي او مونږ د دې د اغېزو د ختمولو په لور ګامونه اخلو”.

د ترکي صدر رېسپ طيب اردوان د چا هېواد چې ملګرو ملتونو سره سره د بليک سي غلې لوظنامې کوربتوب کړی په غونډه کې د جنګ د ختمولو او د شخړې حل په سفارتي لاره د لټولو اپيل وکړو.

هغه غونډې ته وويل “مونږ به غواړو چې ټولو نړيوالو تنظيمونو او هېوادونو ته اپيل وکړو چې د ترکي د امن راوستلو هڅې دې بدرګه کړي چې دا شخړه د تل د پاره هواره کړو. مونږ له يو باعزته لار لټول پکار دي او دا يواځې په سفارتي کوښښونو ممکن ده کومه چې د فهم لار ده، پاکه لار ده او عملي کېدونکې ده”.

د روس او اوکرين مشران په روانه غونډه کې ګډون نه لري او نه د روان حالت د بدلېدو څه نخښې نيښانې ليدل کيږي.
د فرانس صدر ايمانويل ميکرون هم غونډې ته وويل د روس او اوکرين په مسله يې اصولي دريځ په ډاګه دی او د امن پلوي دی.

ميکرون وويل “د روس سره مو سفارتي اړيکې د دې غرض د پاره ساتلي چې د روس سره د خبرو اترو د لارې د دې مسلې حل ولټوو”. فرانس د روس سره سفارتي اړيکې نه دي ماتې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG