لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې "بېټل ګراونډ" ریاستونه


په صدارتي انتخاب کې امریکايي مطبوعات بېټل ګروانډ هغو ریاستونو ته وايي چې په دواړو کې د هر امیدوار د کامیابۍ پکې یو شان امکانات وي. دغه ډول ریاستونو ته سونګ سټېس ریاستونه هم وېل کېږی یعنې داسې ریاستونه چې هر ګوند پکې اکثریت ترلاسه کولی شي
په صدارتي انتخاب کې امریکايي مطبوعات بېټل ګروانډ هغو ریاستونو ته وايي چې په دواړو کې د هر امیدوار د کامیابۍ پکې یو شان امکانات وي. دغه ډول ریاستونو ته سونګ سټېس ریاستونه هم وېل کېږی یعنې داسې ریاستونه چې هر ګوند پکې اکثریت ترلاسه کولی شي

په داسې حال کې چې د امریکې د صدر د انتخاب دپاره شویو ووټونو ابتدايي غېر حتمي نتېخې مخې ته راتلل شوي دې او د یو شمېر ریاستونو صورتحال تر ډیر حده واضحه شوی دی خو د ځينې ریاستونو نتېجې لا مخې ته دي راغلي او د امیدوارانو د حتمي ګټې دپاره اهم ریاستونه ګڼل کېږي.

د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاباتو کې صدر ډانلډ ټرمپ په پېنسلوېنیا، اوهایو، مېشېګن او وېسکانسن ریاستونو کې د بریا وروسته وایټ هاوس ته رسېدلی و او د ۲۰۲۰ په انتخاباتو کې هم دغه ریاستونه اهم ګڼل کیږي او په امریکايي مطبوعاتو کې "بېټل ګراونډ " یا د جنګ مېدان ریاستونه بلل کېږي.

د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی.

د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن د هغه مخالف او د وایټ هاوس امیدوار دی.

په صدارتي انتخاب کې امریکايي مطبوعات بېټل ګروانډ هغو ریاستونو ته وايي چې په دواړو کې د هر امیدوار د کامیابۍ پکې یو شان امکانات وي. دغه ډول ریاستونو ته سونګ سټېس ریاستونه هم وېل کېږی یعنې داسې ریاستونه چې هر ګوند پکې اکثریت ترلاسه کولی شي.

صدارتي امیدوار ۲۷۰ الېکټرل ووټونه ته د حتمي کامیابۍ دپاره اړتیا لري.

د انتخاباتو په اړه د وي او ای د نقشې ترمخه تر اوسه پورې په ابتدايي غېر حتمي نتېجو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارت امیداوار جو بایډن ۲۰۵ استازي ترلاسه کړي دي او د هغه مخالف د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ ۱۰۰ استازي ګتلي دي.

د وي او ای د نقشې ترمخه قریباً د نیمايي امریکايي ریاستونو څخه ابتدايي غېر رسمي نتېجې مخې ته راغلي دي چې پکې د ددواړو امیدوارانو ترمنځ مقابله نژدې ښکاري.

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې ووټران امیدوارانو ته نېغ په نېغه ووټونه یا رای نه ورکوي. هر ریاست د استازو یا ډېلیګېټس یو مخصوص تعداد لري. په کوم ریاست کې چې یو ګوند په د ووټرانو اکثریت ترلاسه کړي د هغه ریاست استازي یا ډېليګېس ترلاسه کړي او دغه استازي یا ډېليګټس بیا د صدر انتخاب کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG