لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي امیداوارانو اخېرۍ مباحثه نن ده


ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی او جو بایډن وړاندې نایب صدر و. د دواړو امیدوارانو ترمنځ لومړۍ مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه د دواړو پکې په یو سخت ټکونه کړي وو
ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی او جو بایډن وړاندې نایب صدر و. د دواړو امیدوارانو ترمنځ لومړۍ مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه د دواړو پکې په یو سخت ټکونه کړي وو

د نومبر په دریمه نېټه کېدونکو صداراتي انتخاباتو کې د واک من ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ او د ډیموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف جویایډن ترمنځ اخیرۍ مباحثه د زیارت، پنجشنبې، په ماښام کېدونکي ده.

مباحثه به د ټېنسي ریاست د اېشوېل ښار يه یوه یونېورسټۍ، پوهنتون، کې کېږي او کوربنه به یې د امریکې د اېن بي سي ټېلې وژن خبریالا کرسټن وېلکر وي.

ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی او جو بایډن وړاندې نایب صدر و. د دواړو امیدوارانو ترمنځ لومړۍ مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه د دواړو پکې په یو سخت ټکونه کړي وو.

د صدارتي انتخاباتو یو اهم روایت د امیدارانو ترمنځ مباحثه وي چې په مطبوعاتو په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او امیدواران پکې په بېلا بېلو موضوعاتو خپل خیالات او خپلې تګلارې څرګندوي او په ځینو موقعو خو پکې یو بل سره مخامخ ولاړ د صدارت خواهشمند نیغ په نیغه په يو بل ټکونه او تنقیدونه هم کوي.

د صدر ټرمپ او جوبایډن، چې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی و، ترمنځ دویمه او اخېرۍ مباحثه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ڼېنسي ریاست په اېشوېل ښار کې کېدونکي ده.

د دواړو حریفانو ترمنځ لومړۍ مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي ده چې پکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل حکومت یې د ملک اقتصاد بهتر کړی او د کرونا وایرس په اړه یې د خپلې تګلارې دفاع وکړه. جوبایډن د صدر ټرمپ مخالفت وکړو، وه یې وېل د امریکې اقتصاد خراب شوی، د کرونا وایرس په اړه د حکومت تګلاره ناقصه وه او په امریکا کې نسلي تعصب زیات شوی خو صدر ټرمپ وویل هغه د نسلي امتیاز او د نسلي سخت درېځۍ مخالفت او غندنه کوي.

د لومړۍ مباحثې وروسته په مطبوعاتو کې په دواړو صدارتي امیدوارانو دا تنقید کېدو چې د یو بل خبرې یې ماتولې او یو بل ته یې غوږ نه اږدو.

دویمه مباحثه د صدارتي مباحثو کمېشن د نویو اصولو لاندې کېدونکې ده چې پکې به یوازې د هغه امیدوار مایک ازاد وي چې خبرې کوي او د دویم امیدوار مایک به بند وي خو د عمومي بحث په وخت به د دواړو مایکونه ازاد وي.

د دواړو امیدوارانو ترمنځ په سپټمبر کې بله مباحثه هم کېدونکي وه خو د کروناوایرس نه د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمن د ناروغه کېدو په سبب منسوخ کړی شوه. د علاج و وروسته ډاکټران وايي د صدر ټرمپ د کرونا وایرس ټېسټ منفي ختلی دی.

ای پي خبري اداره وايي د جوبایډن هره دوه ورځې وروسته د کرونا وایرس ټېسټ کیږي او تراوسه پورې نه دی ناروغه شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG