لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې درې ریاستونه اهم ګڼل کېږي


صدر ټرمپ چې د صدارت د دویمې دورې دپاره په انتخاباتو کې ولاړ دی د ګل، دوشنبې، په ورځ یې په سېنفرډ فلورېډا کې انتخابي جلسې ته تقریر وکړو. جو بایډن په اوهایو ریاست کې و.

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې درې هفتې وخت پاتې دی او د واک من ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ او د نومبر په دریمه نېټه کېدوونکو ووټونو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف جوبایډن دواړو توجه په فلوریډا، اوهایو او پېنسلوېنیا ریاستونو کې په حمایت ترلاسه کوولو ده.

صدر ټرمپ چې د صدارت د دویمې دورې دپاره په انتخاباتو کې ولاړ دی د ګل، دوشنبې، په ورځ یې په سېنفرډ فلورېډا کې انتخابي جلسې ته وویل یوه کرپټ سیاسي طبقه په هر حال کې ځان بیا اقتدار ته رسول غواړي "خو مونږ د دوی په لاره کې ولاړ یوو."

صدر ټرمپ وویل جو بایډن د ډېموکرېټک پارټۍ واک اختیار سوشلسټانو، مارکسسټانو او د ګس لاس نظریه لروونکو سخت دریځو ته ورکړی دی.

به کرونا وایرس د ناروغه کېدو او په هسپتال کې د څو ورځو تېرولو نه پس په فلورېډا کې دغه د صدر ټرمپ لومړۍ انتخابي جلسه وه. د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د فلوریډا په جلسه کې د زرګونو په شمېر کې کسان موجود وو خو ډیرو لږو خلکو پکې ماسکونه لګوولي وو.

کله چې صدر ټرمپ فلورېډا ته په لاره وو نو د هغه معالج ډاکټر شان کانلي وویل د صدر ټرمپ د کرونا وایرس ورستي تېسټ منفي وو او دا چې هغه نورو خلکو ته وایرس نشي منتقل کولی. بلخوا پخوانی نایب صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په اوهایو کې و. د اوهایو په ټولیډو ښار کې د موټرو په کارخانه کې د کارکوونکو غونډې ته جوبایډن وویل د امریکې ولس خپلې سترګې خلاصې کړي دي. هغه وویل امریکایانو ولیدل چې د کرونا وایرس، اقتصاد کړکېچ، نسلې عدم مساوات او په نړیواله څه وکړی شول. هغه زیاته کړه امریکایان اوس بدولون غواړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ بایډن په فلوریډا کې او صدرټرمپ په پېنسلوېینیا کې جلسو ته وېنا کوونکي وو.

د رییل کلیر پالېتېکس ادارې ترمخه جوبایډن په پېنسلوېنیا کې په صدر ټرمپ د اووه فیصد پواینټ بری لري. دا ریاست په انتخاباتو کې ډیر اهم ګڼل کیږي. د ادارې ترمخه په فلورېډا کې جوبایډن په صدر ټرمپ د درې اشاریه اووه فیصد برتري لري.

خو صدر ټرمب دغه نظر پوښتنې رد کړې او د ګل، دوشنبې، په ورځ یې په فلورېډا کې جلسې ته وویل د څلور کاله په مقابل کې دا وخت یې خلک زیات حمایت کوي.

په اوهایو ریاست کې د دواړو امیدوارانو مقابله برابر ګڼل کېږي. د کال ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې صدر ټرمپ د ډېموکرېټک پارټۍ هغه مخالفې هېلري کلنټن ته به اته فیصد پواینټونو ماتی ورکړی و. په فلورېډا او پېنسلوېنیا کې هم صدر ټرمپ هېلرې کلنتڼ ته ماتی ورکړی و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG