لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او د قطر امیر د امریکې او طالبانو په خبرو کې په پرمختگ غږیدلې دي


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد چې طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي د جمعې په ورځ یې وویل هغه د ناروی سفر هم کړی دی
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد چې طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي د جمعې په ورځ یې وویل هغه د ناروی سفر هم کړی دی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني د امریکې او طالبانو په مذاکراتو کې د پرمختگ په اړه په ټېلې فون خبرې کړي دي.

دغه خبر د قطر حکومتي خبري ادارې رپورټ کړی دی.

او په قطر کې د طالبانو ترجمان سهیل شاهین اېسوسي اېټډ پرېس خبری ادارې ته د جمعې په ورځ وویل امید کوي چې د امریکې سره د خبرو د ورستۍ ناستې په اخېره کې به معاهدې ته ورسېږي.

سهیل شاهین وویل په امکاني معاهده کې به په افغانستان کې اوربند او د طالبانو او نورو افغان ډلو ترمنځ د مذاکرات ماده شامله وي. ای پي وايي د سهیل شاهین د خبرو نه دا نه وه واضحه چې ایا طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته راضي شوي او که د وړاندې په څیر به د افغان مامورینو سره په غیر حکومتي کچه خبرې کوي.

ای پي وايي امریکايي او طالب استازو په ورستیو ورځو کې د یو شمیر هغو هیوادو سفرونه کړي دي چې د افغانستان د امن په بهیر کې ککړ دي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد چې طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي د جمعې په ورځ یې وویل هغه د ناروی سفر هم کړی دی. هغه وویل ناروی به د طالبانو سره د معاهدې وروسته په بین الافغاني مذاکراتو کې مرسته کوي.

طالبانو تر دا وخت د افغانستان حکومت سره نیغ په نیغه مذاکراتو ته ډډه کړې ده او د کابل حکومت بې اختیاره بولي. ای پي دا هم وايي چې دا هم نه ده معلومه چې د زرگونو په شمیره طالب وسله وال چې د هیواد په گوټ گوټ کې پراته دي، د امریکې سره کومه معاهده به ومني او که نا؟

بلخوا، د صدر اشرف غني دفتر وايي د امریکا اؤ طالبانو ترمینځ د سولې د تړون حتمي متن (مسوده) په تیره یوه یا دوو ورځو کې نه دی ترلاسه کړی.

د ولسمشر دفتر البته وي او ای ته دا منلي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیر ځل په کابل کې د سفر په وخت د ولسمشر سره د طالبانو سره د تړون متن شریک کړی و خو د تړون حتمي متن د ولسمشر دفتر ته نه دی ورکړل شوی.

د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا ته یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پخلی کړی چې دسولې دتړون متن څو ورځې وړاندې سپارل شوی خو دغه سرچینې نه ده په ډاګه کړې چې سوله د کومو نکاتو په اساس کیږي؟

سرچینې ویلي د تړون په متن کې طالبانو دپاره په واوینو یا کامو کې د “امارت” نوم هم کارول شوی چې افغان دولت له دغه نامې سره اختلاف لري.

تر دې وړاندې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې دمذاکراتو څخه باخبره سرچینو دعوې کړي چې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې تړون په دې خبره کیږي چې امریکا به افغانستان څخه دټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلانوي.

د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې په معاهدې د پرمختگ خبرې په داسې حال کې کېږي د سپټمبر دمیاشت په اتمه نیټه د افغانستان د نوي صدر د انتخاب دپاره ټانکې کېدونکي دي خو اېسوسې اېټډپرېس وايي ډیر خلک د انتخاباتو په اړه بې باورۍي څرگندوي.

په صدارتي انتخاباتو کې د صدر اشرف غني د مقابلې دپاره ١٨ امیدواران ولاړ دي خو ډیر میدواران کمپاین نه چلوي. او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قامي سلامتیه دپاره د اشرف غني پخواني صلاحکار او د په انتخاباتو کې د هغه حریف حنیف اتمر د خپل کمپاین د ځنډولو اعلان وکړو.

او د انتخابي کمپاین په لومړۍ ورځ په کابل کې د امرالله صالح په دفتر د طالبانو په حمله کې لږ تر لږه ٢٠ کسان ووژل شو. ښاغلی صالح د اشرف غني د نایب په توگه په صدارتي انتخاباتو کې امیدوار دی. هغه په حمله کې بچ پاتې شو.

هم دا هفته طالبانو خبردار وکړو چې افغانان دې په صدارتي انتخاباتو کې پرخه وانخلي.

اي پي وايي دا گنگوسې هم کېږي چې که چېرې امریکا او طالبان کومې لوظنامې ته رسې نو ممکنه ده چې صدارتي انتخابات وځنډیږي. او دا ځکه هم چې زلمي خلیلزاد ویلي دغه انتخابات د سولې په بهیر کې په ممکنه توگه خنډان راولاړولی شي.

خو صدر اشرف غني د صدارتي انتخاباتو د ځنډ خبره رد کړې ده.

ای پي وايي په کابل کې د صدارتي امیدوارانو ډېرې پوسټرې نه لیدل کېږي، ښار ځینې اوسیدونکې د انتخاباتو د ځنډیدو سره کوم مشکل نه لري او ځینې بیا د طالبانو د دړکو په اړه اندیښمن دي.

د ای پي ترمخه، یو صدارتي امیدوار محمد شهاب حکیمي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل ممکنه ده چې د صدارتي انتخابات د نگراۍ دپاره موقتي حکومت پرځای کړی شي ځکه چې د هغه په قول موجوده حکومت په شفافه او پرامنه ډول د ټاکنو کوولو صلاحیت نه لري.

د سپمټمبر د نیټې نه وړاندې صدارتي انتخابات دوه ځله ځنډول شوي او تیر کال صدر اشرف غني د انتخاباتو خپلواکه کمېشن په پارلیماني انتخاباتو کې د بد انتظامۍ په سبب گوښه کړو. پارلماني انتخابات د دیو کلونو د ځنډ وروسته تیر کال وشول.

په افغانستان کې د انتخاباتو د څارنې یوې ادارې ویلي ٥٧ فیصد افغانان وايي دوې په صدارتي ټاکنو برخه نه اخیستل غواړي. دي ټرانسپېرنټ الیکشن فاونډیېشن اف افغانستان یا په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو ادارې، وویل د راتلونکو صدارتي انتخاباتو په اړه یې د ٥٠٠٠ خلکور رای اخیستي او زیاترو په ووټونو کې د برخه نه اخیستلو خبره کړې ده. اداره وايي د خلکو دغه رایو د انتخاباتو د قانونیت په اړه پوښتنې راپورته کوي او زیاتره وايي د شفافیت د نشت والي، بې امنۍ او د طالبانو د دړکو په سبب په ټاکنو نه شرکت نه کول غواړي.

ای پي وايي اشرف غني یوازنی امیدوار دی په ازاده توگه خپل کمپاین چلوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې په پکتیا کې یوې جلسې ته وویل افغانان یو مظبوط جمهوري هیواد غواړي. "مونږ طالبېستان نا، افغانستان غواړو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG