لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او روس په شام کې په اختلافونو خبری کړیدي.


 د شام راتلونکي په سر په ویانا کې روانه ننۍ غونډه کې د امریکا او روس په شمول د سعودي عرب او ترکي خارجه وزیرانو هم ګډون کړی
د شام راتلونکي په سر په ویانا کې روانه ننۍ غونډه کې د امریکا او روس په شمول د سعودي عرب او ترکي خارجه وزیرانو هم ګډون کړی

د امريکا د خارجه چارو سېکتر جان کېري او د روس خارجه وزیر سرګې لاوروف نن د شام د جګړی سیاسي حل پر سر په ویانا کې خبری اتری کړیدي. نن د دغه ملاقات وړاندی که څه هم دواړه خارجه وزیرانو ډیر په اخلاص يوبل له لاسونه ورکړل خو ميډياته يې څه تبصره ورنه کړه. د شام راتلونکي په سر په ویانا کې روانه ننۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو استاذو په شمول د سعودي عرب او ترکي خارجه وزیرانو هم ګډون کړی.

د سعودي خارجه وزير عدیل الجبېر ددغه غونډې وړاندې وېلي د روس لخوا په شام کې مداخلت دغلته حالات نور هم خراب کړي. هر څه که په شام کې روس او امريکا دواړه عمليات کوي خو د شام د لانجې په اړه د دواړو خيالات جدا دي.

که څه هم د امریکا په مشرۍ کې جوړ اتلاف او روس دواړه په شام کې د هواېي پوځ موجودیت لري خو دواړه بیا د شام د لانجې جدا لارې ګوري. روس د شام صدر بشر الاسد سیاسي او پوځي ملاتړ کوي اخوا بیا امریکا او اتلافیان ګڼي د شام د لانجې سیاسي حل کې به د صدر اسد هېڅ کردار نه وي.

تیره ورځ د امریکا د خارجه چارو سېکتر جان کېري په جرمني کې د هیواد خارجه وزیر سره د ملاقات وروستو وېلي وو دوي غواړي د شام د روانې مسلې سیاسي حل راوباسي یو داسې حل چې د شام د اولس په خوښه وي.

د امریکا په مشرۍ کې جوړ اتلاف په شام کې د صدر اسد مخالفه ډلو پوځي مرستې کوي او دغه ګام د اسلامک سټېټ تندروه ډلې پرضد جوړ کمپاېن برخه بلي. خو روس بیا د صدر اسد په مرسته کې د هغه مخالفه ډلې هم په نخښه کړیدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG