لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر بایډن او د صدر پوټن ملاقات شروع شو


د امریکا او روس چارواکو په وېنا د صدر جوبایډن او صدر پوټن دا ملاقات به ممکنه ده چې تر د څلورو یا پنځه ساعتو پورې دوام ولري
د امریکا او روس چارواکو په وېنا د صدر جوبایډن او صدر پوټن دا ملاقات به ممکنه ده چې تر د څلورو یا پنځه ساعتو پورې دوام ولري

د امریکې صدر جوبایډن د روس صدر ولادېمیر پوټن سره په جنیوا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملاقات شروع کړو. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه اړیکې د تاوتریخوالي ښکار دي.

د امریکا او روس چارواکو په وېنا د صدر جوبایډن او صدر پوټن دا ملاقات به ممکنه ده چې تر د څلورو یا پنځه ساعتو پورې دوام ولري.

د ټاکلي شوي ترتیب له مخې به اول صدر بایډن او صدر پوټن اوویني چې پکې به د دواړو هېوادونو خارجه وزیران اېنتني بلېنکن او سرګی لارو هم موجود وي او ددې وروسته به ټاکل شوې ډلې نور بحث وکړي.

صدر بایډن جینېوا ته له رسېدو وروسته د نهې/سې شنبې په ورځ پوټین سره د خپل ملاقات په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «زه همیشه آماده یم.»

بل اړخ ته د روس صدر ولاډمیر پوټین د اېن بي سي نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي چې د روس او امریکا تعلقات اوس دومره خراب شوي دي چې په دې وروستیو کلونو کې داسې حد ته نه و راټیټ شوي.

د صدر بایډن د انتظاميي یو لوړ پوړي چارواکي په جینېوا کې خبریالانو ته ویلي دي چې په ددې ملاقات یو اهمه نتیجه به دا وي چې د سفیرانو په اړه شوې فېصلې بېرته واخستی شي.

د یادونې وړ ده چې د اړیکو په تاوجنو کېدو د امریکا سفیر سلیوېن او د روس سفیر اناتولی اېنتونوف دواړه د روان کال په اوله کې خپلو هېوادونو ته واپس کړی شوي وو. ټاکلی شوې ده چې په جینېوا کې به دغه دواړه سفیران هم موجود وي

د دواړو ترمنځه اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شولی کله چې د اپرېل په میاشت کې بایډن لس (۱۰) تنه روسي سفارتکاران له امریکا وشړل او د روس په هغو شپږو تېکنالجي کمپنیو یې پابندۍ ولګولې کومو چې د پوټین استخباراتي ادارو سایبري پروګرام امداد یې کولو. دغه پروګرام د سولاروېنډز په نوم د معلوماتي ټېکنالجی د یوې کمپنی هېک کولو کې ښکېل ګڼل کیږي.

د مئې په میاشت کې، د امریکا دوه کاروبارونه – کلونیل پایپلاین، چې د امریکا جنوب ختیځو ایالتونو ته تیل انتقالوي، او دویم د غوښو د کاروبار جې بي اېس نومې کمپني د سایبر یا انټرنېټي حملو ښکار شوې. په واشنګټن کې داسې باور کیږي چې د دې انټرنېټي بریدونو رېښه په روس کې وه.

ویلی شوي دي چې دغو دواړو امریکایي کمپنیو د خپلو کاروبارونو د بیا بحاله کولو دپاره څو میلینه ډالره هېکرانو ته ورکړي دي که څه هم د امریکا امنیتي ادارو وکړی شول چې د کلونیل پایپلاین کمپنۍ لخوا هېکرانو ته ورکړل شوې پېسې یو څه بېرته هغې کمپنۍ ته وروګرځوي.

د بایډن د انتظاميي چارواکي وايي چې د صدر بایډن هدف به دا وي چې وګوري هغه کوم اړخونه دي چې امریکا او روس پرې شریک کار کولی شي او قامي مفاد او امریکايي اقدار هم په نظر کې وساتلی شي، د کومې په ضد چې روس هلې ځلې کوي.

وایټ هاوس د خالي/شنبې په ورځ څرګنده کړه چې د روس او امریکې د ولسمشرانو له ملاقات وروسته به صدر جو بایډن یوازې یو پرېس کنفرنس ته خبرې وکړي. د امریکې پخواني صدر جو بایډن چې کله په ۲۰۱۸ کې له صدر پوټین سره په هېلسېنکي کې لیدلي و، د هغه ملاقات نه پس دواړه ولسمشران څنګ ترڅنګ یوځای خبري کنفرنس ته خبرې کړې وې. خو دا ځل به داسې نه وي.

هغه وخت، صدر ټرمپ د خپلو استخباراتي ادارو د وینا خلاف، دا ویلي و چې د پوټین په دې خبره هېڅ شک نه لري چې ویل یې روس د امریکا د ۲۰۱۶ کال په صدارتي انتخاباتو کې مداخلت نه و کړی.

صدر بایډن له پوټن سره خبرو نه وړاندې په اېنګلېنډ کې د جي-۷ ډلې د مشرانو په اوه څلوېښتمه غونډه کې ګډون وکړو او بیا یې په براسېلز کې د نېټو او یورپي اتحاد له مشرانو سره وکتل. پوټین سره یې لیدنه، یورپ ته د بایډن د سفر وروستی پلان دی او د ملاقات نه پس به امریکا ته ستنیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG