لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چې د ملا کورله راغله نوچغه يي کړه، ګوټا زور وکړو


د اسلام اباد هائیکورټ وداني
د اسلام اباد هائیکورټ وداني

وايي چې پخوا د کرونده ګرو په يو کلي کې په څارو د ګوټا نومې مرض راغلی و هره ورځ به په کلي کې د خلکو غوا ، مېښې او گډې وزې مړې کېدلې.

د کلي خلکو به هره ورځ د مونځ نه وروسته د جمات ملا ته وېل چې د ګوټا د مرض د ختمېدو لپاره خصوصي دعاګانې دې وغواړي خو د جمات ملا به د دوي په غوښتنو غوږ نه ګرو.

يوه سحر چې ملا پاسېد د جمات د تللو تياری یې کولو چې مېرمنې يې ورته دغم خبر واورولو. " د عبدالرحمان پلاره! د پيو مستو کار مو وران شو، بېګا زمونږه هغه تندۍ مېښه مړه شوه."

ملا غريب چې دغه يوه مېښه يي ټوله اثاثه وه، ډېر خفه شو خو په زړه زړه کې ملامته هم و چې کاش په وخت يي د خپل کلي د غريبو خلکو غم خوړلی وی او د ګوټا مرض د ختمېدو لپاره يې خصوصي دعاګانې او منښتې کړی وی نونن به يي خپله مېښه نه مړه کېدلې.

هغه سحر چې ملا د سحر مونځ ختم کړو نو په خپلو مقتديانو يي غږ اوکړو،" هلکه ستاسو خبره سمه ده والله چې ګوټا اوس زور اوکړو راځئ چې په جمع د دې مرض د ختمون لپاره دعاګانې وکړو."

د پاکستان نه رپوټونه وايي چې له يوې مودې راهسې خلک په عدالتونو کې د استخباراتي ادارو په ضد خواستونه کوي چې بې ګناه خلک د عدالتي فېصلو نه بغېر په زور عدم پته شي، د خلکو شخصي ژوند خوندي نه دی ددوي ټيلي فونونه او مېسېجونه استخباراتي ادارې په غېر قانونه ډول ثبتوي خوعدالت تر اوسه د پاکستان د استخباراتي اېجنسيو په ضد کوټلې فېصله نه ده کړې.

قدرت ته ګوره چې د شورو، چارشنبې، په ورځ د اسلام آباد د هايي کورټ جسټس شوکت عزيز او د هغه نور ملګري ججانو پخپله د استخباراتي ادارو د څار د لاندې راغلل نو په عدالت کې يي د لا درکه خلکو د مقدمې د اورونې په وخت د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه نه ګيله وکړه چې د دوي استخباراتي ادارې د خلکو په شخصي ژوند کې غېر قانوني مداخلت کوي .

د جج صاحب دغې غوښتنو سره ماته د ملا دغه قيصه راياده شوه چې کله يي خپل سرله راغله نو وېل، ګوټا زور وکړو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG