لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د مزایلو پروګرام د مرستې په سر امریکې په چينايي او روسي کمپنو پابندۍ اعلان کړې 


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل کومو څلورو کمپنو چې د ایران مزایلو پروګرام ته حساسه ټېکنالوجي او نور سامان منتقل کړی د اینده دوو کلونو دپاره پرې د امریکې د حکومت امداد او امریکې ته صادرات بند کړی شوي دي
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل کومو څلورو کمپنو چې د ایران مزایلو پروګرام ته حساسه ټېکنالوجي او نور سامان منتقل کړی د اینده دوو کلونو دپاره پرې د امریکې د حکومت امداد او امریکې ته صادرات بند کړی شوي دي

د امریکې حکومت د جمعې په ورځ د هغو چینايي او روسي کمپنو په ضد اقتصادي بندیزونه اعلان کړل چې واشنګټن وايي د ایران د مزایلو پروګرام کې یې مرسته کړې ده.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل کومو څلورو کمپنو چې د ایران مزایلو پروګرام ته حساسه ټېکنالوجي او نور سامان منتقل کړی د اینده دوو کلونو دپاره پرې د امریکې د حکومت امداد او امریکې ته صادرات بند کړی شوي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د چین په دوو کمپنو، چېنګدو بېسټ نیو مېټیریلز او زیبو اېلم ټریډ او د روس په نېلکو ګروپ او جواینټ سټاک نومې کمپنو د شورو، چهارشنې، په ورځ لګول شوي دي.

مایک پامپېیو وویل د بندیزونو دلارې په د ایران د مزایلو پروګرام مخه نېسي او د چینايی او روسي کمپنو په ډول به هغه خارجي رسد کوونکي په هدف کوي چې ایران د مزایلو پروګرام ته مواد او ټېکنالوجي ورکوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې خپل ملک د ایران اېټمي معاهدې نه وویستلو. دغه معاهده په کال ۲۰۱۵ کې امریکې او شپږو نورو ملکونو ایران سره لاس لیک کړې وه. د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم تیارولو عمل ودرولو او په هېواد لګول شوي د مغربي ملکونو اقتصادي بندیزونه نرم کړی شول.

صدر ټرمپ د ایرآن اېټمي معاهدې مخالف دی وايی لوظنامه د اېټمي وسلې په تکل کې د ایران مخه نه نیسي.

ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.

معاهدې نه د وتلو وروسته امریکې په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړي دي.

د ای اېف پي رپورټ وايي د صدر ټرمپ انتظاميي دا عزم هم په ډاګه کړی دی چې په هغو ملکونو او کمپنو هم پابندۍ لګوي چې د واشنګټن د ایران تګلارې سره سم چلند نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG