لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي په یمن کې يې د حوثیانو د وسلې په ګودامونو حملې کړي دي


د حوثیانو المسیره ټېلې وېژن وویل پينځه حملې د یمن په شمال مغربي صوبه عمران او دوه په صنعا صوبه کې وشوې. د یمن سرښار صنعا هم په صنعا صوبه کې دی
د حوثیانو المسیره ټېلې وېژن وویل پينځه حملې د یمن په شمال مغربي صوبه عمران او دوه په صنعا صوبه کې وشوې. د یمن سرښار صنعا هم په صنعا صوبه کې دی

د امریکې پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په یمن کې د وسلې هغه ګودامونه يې په هدف کړي دي چې حوثي باغیانو به د امریکې په سمندري جنګي جهازونو او په نورو تجارتي جهازونو په حملو کې استعمالول.

د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو ذمه واري په غاړه لري، په یو بیان کې وویل د حوثیانو خلاف اپرېشن کې ګڼ شمېر کره حملې وکړی شوې.

د بیان ترمخه امریکايي ځواکونو ته څه جاني او مالي نقصان ور و نه رسېدو.

د سېنټکام په بيان کې دا ده واضحه کړی شوې چې د حوثیانو د وسلې مبینه ګودامونه په یمن کې په کوم ځای کې وو.

سېنټکام وویل په یمن کې تازه حملې د دې کوښښونو برخه ده چې د ایران حمایت یافته حوثیانو دا صلاحیت ختم کړی شي چې په سیمه کې د امریکې اتحادیانو او پوځي او تجارتي سمندري جهازونو دپاره خطر پاتې نه شي.

د حوثیانو المسیره ټېلې وېژن وویل پينځه حملې د یمن په شمال مغربي صوبه عمران او دوه په صنعا صوبه کې وشوې. د یمن سرښار صنعا هم په صنعا صوبه کې دی.

deewa
deewa

حوثي باغیانو په کال ۲۰۱۴ کې د یمن په نړیوال کچه منل شوی حکومت نسکور کړو او د هېواد د ګڼې ابادۍ زیاتره برخې يې ونیولې.

په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې حوثیان د عدن په خلیج او د سور سمندر په سیمو کې په سمندري جهازونو او په اسرایل حملې هم کوي، وايي دا بریدونه د فلسطیني ډلې حماس سره د یوالي دپاره کوي.

د حوثیانو د حملې په سبب په سیمه کې د تجارتي سمندري جهازونو اهمه لاره متاثر شوې ده چې په جواب کې يې امریکا او کله نا کله برطانیه په حوثیانو حملې کوي.

د اسرایل په لوري د حوثیانو زیاتره مزایل او ډرونز د اسرایل دفاعي نظام ناکاره کوي خو په ډسمبر کې یو مزایل د اسرایل تل ابیب ښار سره نږدې ولګېدو چې د اسرایل د پوځ او د بېړني خدماتو د ادارې ترمخه ۱۶ کسان يې زخمیان کړل.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د تعلیم نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG