چارواکي وائي په ختيز افغانستان کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه درې امريکائي عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دهغوي دغه عسکر دزيارت په ورځ په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوي دي.
يو امريکائي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط په دغه اړه وئيلي دي وژل شوي ټول امريکايان وؤ
بل لوري ته چارواکو وئيلي دي يو افغاني عسکر په ډزو سره يو امريکائي پوځي او سيمه ييز ترجمان هم وژلى دى.
په جنوبي ولايت قندهار کې يو افغان عسکر ديوې ودانۍ دچت څخه په مشين ګن يو امريکائي عسکر او او يو افغان ترجمان وژلى دى.
ددفاع په اړه يو لوړپوړي امريکائي چارواکي ددغه پيښې په اړه وئيلي دي بريدکوونکى هم وژل شوى او پيښه کې درې ائتلافي عسکر ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې موجودې يوې امريکائي اډې کې دقران پاک دسوځيدو دشکمنې پيښې او په نزدې مياشتو کې ديو امريکائي عسکر لخوا دښځو او ماشومانو پشمول داولسي وګړو دوژنې وروستو په افغانستان کې دبهرنو ځواکونو په ضد بريدونو کې چټکتيا راغلې ده او دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په افغان پوځ کې شاملو عسکرو هم په بهرنو ځواکونو يو شمير بريدونه ترسره کړي دي.
کابل :ډزو او بمي چاؤدنه کې څلور امريکائي عسکر وژل شوي دي