لاس رسیدونکی لینک

 
په عراق کې د وسله والو یو کمانډر د امریکايي پوځ په حمله کې وژل شوی
تازه خبر

په عراق کې د وسله والو یو کمانډر د امریکايي پوځ په حمله کې وژل شوی


د عراقي پولیس سرچینو او عېني شاهدینو وویل د بغداد په مشرقي برخه کې د النجبا ډلې مرکزي دفتر ډرون په دوو راکټونو وویشتله
د عراقي پولیس سرچینو او عېني شاهدینو وویل د بغداد په مشرقي برخه کې د النجبا ډلې مرکزي دفتر ډرون په دوو راکټونو وویشتله

امریکايي ځواکونو د عراق سرښار بغداد کې د وسله والو هغه کمانډر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ووژلو چې په وروستیو وروځو کې په امریکايي ځواکونو د حملو الزام پې لګول شوی و. امریکايي چارواکو دا خبره روېټرز خبري ادارې ته کړې ده.

د عراقي پولیس سرچینو او عېني شاهدینو وویل د بغداد په مشرقي برخه کې د النجبا ډلې مرکزي دفتر ډرون په دوو راکټونو وویشتله.

پولیس او د وسله والو سرچینو وویل په حمله کې د مرکز دننه یو موټر ولګېدلو او څلور کسان ووژل شوو چې په کې د ډلې مقامي کمانډر او د هغه یو مرستیال شامل و. د صحت چارو مامورینو په حمله کې وژل شویو کسانو د شمېرې تصدیق وکړو.

د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو نه پس په شام او عراق کې په امریکايي ځواکونو لږ تر لږه 100 د ډرون او د راکټونو حملې شوې دي.

د داعش وسله والې ډلې د مخنیوي دپاره امریکې 2500 عسکر په عراق او 900 ځواکونه په شام کې ګمارلي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حملې په اړه د عراق د وزیراعظم پوځي ترجمان په یو بیان کې وویل د عراق مسلح ځواکونه نړیوال اتحاد په عراقي امنیتي ادارې د "غېرمنصفانه" حملې ذمه وار بلي.

په بیان کې النجبا داسې ملېشا ډله بلل شوي چې د عراقي قواو په څېر د وزیراعظم شیعه السوډاني په اجازت فعالیت کوي.

امریکايي چارواکي وویل د حملې مقصد هغه موټر ویشتل وو چې ملېشیا کمانډر په کې ووژل شو او دغه هدف ترلاسه کړی شو.

د ملېشې په وېب پاڼه شایع شوي وډیو کې په لمبو کې نغښتی یو تباه شوی موټر لیدل کېږي. روېټرز وايي په ازاده توګه د وډیو تصدیق یې نه شو کولی.

په شام او عراق کې ایران پلوه ډلې په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د عملیاتو مخالفت کوي او امریکا يې ذمه واري بلي.

وزیراعظم السوډاني د ایران په ملاتړ فعالیت کونکو په ځینو ډلو ډیر واک اختیار نه لري خو د حکومت جوړولو دپاره هغه د دغو ډلو حمایت ته ضرورت لرلو او دغو تنظیمونو اوس په واکمن اتحاد کې قوي ډله جوړه کړې ده.

د عراق امنیتي سرچینو ویلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حملې په اړه نور تفصیل نه لري چې چا کړې ده خو حکومت تحقیقات شروع کړي دي.

ملېشیا کمانډرانو په امریکې د حملې الزام ولګولو او د انتقام دړکه یې وکړه. د یوې ځايي ملېشې ترجمان عقیل الموسوي وویل د حملې جواب به ورکوي او "امریکا به په جارحیت پښېمانه کوي."

تېره میاشت په عراق کې په ډرون حمله کې د دریو امریکايي عسکرو زخمي کېدو وروسته امریکايي ځواکونو جوابې حملې وکړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG