لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پوځي اډو په سر د امریکې او د طالبانو خبرې د جمود ښکار دي


د جولايي په میاشت کې د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت مسولې اېلیس ویلز په دوحا قطر کې د طالب استازو سره ولیدل
د جولايي په میاشت کې د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت مسولې اېلیس ویلز په دوحا قطر کې د طالب استازو سره ولیدل

په افغانستان کې د امن په موضوع د امریکې او د افغان طالبانو خبرې په جنگ ځپلې هېواد کې د امریکايي پوځي اډو په سره د جمود سره مخامخ شوې دي. دا خبره د طالبانو پخواني غړي وحید مژده کړې ده.

ښاغلي مژده وویل "امریکا غواړي چې طالبان لږ تر لږه دوه پوځي اډې ومني، باگرام او شورابک، خو طالبان دا منلوته تیار نه دي." هغه زیاته کړه طالبان یوازې په دومره شمېره کې د امریکايي عسکرو شتون مني چې په افغانستان کې د امریکايي سفارتخانې تحفظ وکړی شي.

د امریکې پوځ پخواني کرنیل کرسټوفر کولېنډه چې سږ کال یې په دوحا، قطر، کې د طالبانو سره غیر رسمي خبرې کړي تیره میاشت یې د وي او ای سره مرکه کې وویل چې طالبان د امریکې جنگي عسکرو ته د یرغلگر قوت په نظر کتنه ک وي نو ځکه یې انخلا غواړي
د امریکې پوځ پخواني کرنیل کرسټوفر کولېنډه چې سږ کال یې په دوحا، قطر، کې د طالبانو سره غیر رسمي خبرې کړي تیره میاشت یې د وي او ای سره مرکه کې وویل چې طالبان د امریکې جنگي عسکرو ته د یرغلگر قوت په نظر کتنه ک وي نو ځکه یې انخلا غواړي

د امریکې د فاع وزارت پېنټگان ترجمان لېفټېننټ کرنل کون فاکنر د وحید مژده د خبرې په اړه خپل دریځ کې وویل چې د سفارتي مذاکراتو په اړه تپوس باید د امریکې د خارجه وزارت یا سټس ډپارټمنټ نه وکړی شي.

سټیټ ډپارټمنټ په سمدستي توگه په دې اړه خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

په واشنگټن کې لوړ رتبه سرچینو وي او اي ته د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې په افغانستان کې په یوه خاص کچه امریکايي عسکر پرځای ساتل د امریکي حکومت لوېه ترجیح ده.

د امریکې پوځ پخواني کرنیل کرسټوفر کولېنډه چې سږ کال یې په دوحا، قطر، کې د طالبانو سره غیر رسمي خبرې کړي تیره میاشت یې د وي او ای سره مرکه کې وویل چې طالبان د امریکې جنگي عسکرو ته د یرغلگر قوت په نظر کتنه ک وي نو ځکه یې انخلا غواړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وداني
په قطر کې د طالبانو د دفتر وداني

کرنل کولېنډه وویل که د طالبانو د نظر نه وکتل شي نو دوی وايي چې په افغانستان کې امریکايي جنگي ځواکونه نه لیدل غواړي.

کرنل کولېنډ وویل طالبان د خارجي ځواکونو دلاسه د افغان قواو تربيي ته په دې خبره رضامندي وښودله چې په هېواد کې نوی حکومت پرځای شوی وي او طالبان پکې هم ونډه لري.

د جمعې په ورځ د وي او ای سره خبرو کې کرنل کولېنډه وویل داسې څه معلومات نه لري چې امریکا غواړي د طالبانو سره د لوظنامې ورسته په افغانستان کې دوه پوځي مرکزونه ولري.

د طالبانو سره په ابتدايي رابطه کې د کرنل کولېنډه ترڅنگ د پاکستان دپاره د امریکې پخوانۍ سفیره رابن رافیل هم وه. ددې ورسته د جولايي په میاشت کې د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت مسولې اېلیس ویلز په دوحا قطر کې د طالب استازو سره ولیدل.

ویل کیږي چې دغه ملاقات د طالبانو ددې غوښتنې سره سم و چې طالبان پکې د امریکې سره نیغ په نیغه خبرې غواړي. طالبانو تر دا وخت افغان حکومت سره د مذاکراتو وړاندیزونه رد کړې دي او ورته "گوډاگی" حکومت وايي.

افغان صدر اشرف غني څو څو واري طالبانو ته د خبرو اترو تجویزونه ورکړې دي.

وحیدن مژده وویل د قیدیانو ازادول د طالبانو بله لویه غوښتنه ده.

رویټرز خبري اداره وايي طالبانو د مذاکراتو دپاره د دریو یا څلورو غړو یوه ډله تیاروي چې د امریکې سره نورې خبرې وکړي. رویټرز وايي طالبان غواړي چې د ډلې قیدیان دې ازاد کړی شي.

طالبان په افغانستان کې د شریعت عملي کول هم غواړي خو ویل کیږي چې دا غوښتنه یوازې د ولسي مقبولیت دپاره کوي.

وحید مژده وايي طالبان د افغانستان د موجوده آئین یا اساسي قانون د ٨٠ فېصد نه زیاته برخه مني خو طالبان دا وايي چې موجوده آئین د امریکې د ایشغال دلاندې لیکل شوی دی.

رابن رافېل، په پاکستان کې د امریکې پخوانۍ سفیره او د سي ايي اي پخواني افسره
رابن رافېل، په پاکستان کې د امریکې پخوانۍ سفیره او د سي ايي اي پخواني افسره

خلیل الله صافي په افغانستان کې د امن دپاره کوښښونه کوي او په هېوادن کې د امن په اړه د یو شمیر غونډو انتظام هم کړی دی د دې خبره سره اتفاق کوي چې طالبان د افغانستان موجوده آئین تسلیموي.

د واړه اختر په موقع د افغان حکومت او د طالبانو د طرفه د ډزبندۍ ورسته په افغانستان کې څو ورځې امن و او ددې په نتیجه کې په هېواد کې د امن امیدونه راپورته شوې دي.

خو ددې ورسته تشدد بیا پېل شو او طالبانو حملې شروع کړې چې له امله یې افغان امنیتي ځواکونو د فشار دلاندې راغلل.

ښاغلی صافي وايي د تشدد یا وجه دا هم کېدی شي چې طالبانو دا ښودل غوښتل چې د دوو زرو علماو ددې فتوې په دوی څه اثر نه دی کړی چې پکې ځانمگري حملې غیر اسلامي ټاکل شوې وې:

خو ځینې نور څېړونکي وايي د امریکې سره مذاکراتو وړاندې طالبان خپل پوزیشن مضبوطول غواړي.

په افغانستان کې چې کومې دوه پوځي امریکا ساتل غواړي په هغو کې باگرام او شورابک شامل دي.

باگرام د کابل په شمال کې شا او خوا شپېته کلومېټره لرې پروت د امریکایانو تر ټولو لوې پوځي هوايي مرکز دی او قریباً هر ډول هوايي جهازونه پکې کوزیدی شي. لوړ رتبه امریکايي چاوراکي د افغانستان په سفر وړمبی باگرام ته ځي او بیا په هېلې کاپټرو کې کابل ته لاړ شي. د امریکې ددفاع وزیر جېم میټس دا میاشت کابل ته سفر کړی و او په باگرام ښکته شوی و.

د شورابک پوځي مرکز په هلمند ولایت کې دی چرته چې دا وخت افغان او امریکايي ځواکونه مشیته دي. هلمند د جنگ ځپلې هېواد تر ټولو نا ارامه ولایت دی او د خارجي ځواکونو تر ټولو زیاته مرگ ژوبله هم هلته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG