لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی امریکائې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوی


پاکستانی امریکائې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوی
پاکستانی امریکائې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوی

د امریکې د انصاف وزارت چارواکې وائې د سرښار واشنگټن سره نزدې د ریل گاډې په سټیشنونو باندې د حملو په سازش کې پاکستاني نژاد امریکائې کس نیول شوی دی.

چارواکې وائې فارق احمد، چې عمر يي ٣۴ کاله دی، د اپریل د میاشتې راهسې واشنگټن سره نزدې د سب وی یا ځائې ریل گاډې سټیشنونو تصویرونه اخستل او د یو شمیر بمې حملو منصوبه بندي يي کوله.

فاروق احمد د شورو په ورځ نیول شوی دی. په هغه الزام لگول شوی دی چې د ترهگرۍ د حملو منصوبه سازې يي کوله او ترهگر تنظیم ته يي مالي امداد ورکولو.

د سپینې مانړۍ ترجمان رابرټ گیبز وئیلې چې د قاروق احمد د منصوبې په وجه عام وولس ته څه خطر نه ؤ رامنځته شوی او تحقیقاتي ادارو د هغه په سرگرمو باندې ډیر د نزدې نه نظر ساتلی ؤ.

رابرټ گیبز وئیلې صدر باراک اوبامه ته د فاروق احمد د نیول کیدو په حقله معلومات ورکړی شوې ؤ.

په فاروق احمد باندې لگول شوې الزاماتو کې ویل شوې دي چې هغه د واشنگټن سره نزدې ارلنگټن، ورجینیا ریاست، کې د گاډې سټیشنونو وډیو فلمونه جوړول او ددغه ځایونو څارنه يي کوله. په هغه دا الزام هم لگول شوی چې د یو شمیر داسې خلکو سره لیده کاته کړې چې د هغه خیال ؤ چې د القاعده سره تړون لري.

فاروق احمد په پاکستان کې پیدا شوی او د امریکې شهریت يي ترلاسه کړی دی. په هغه باندې د لگول شوې الزاماتو په بنیاد د جرم ثابتیدو په صورت کې ورته ٥٠ کاله د قید سزا ورکړی کیدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG