لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د قاري حسين نوم د ترهگرو په فهرست کې شامل کړې


امريکا د قاري حسين نوم د ترهگرو په فهرست کې شامل کړې
امريکا د قاري حسين نوم د ترهگرو په فهرست کې شامل کړې

امريکا د پاکستاني طالبانو ديو مشر قاري حسين نوم امريکا ته دمطلوبو ترهگرو په فهرست کې شامل کړى دى.
د امريکې دخارجه محکمې لخوا دزيارت په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دتحريک طالبان پاکستان دمشر قاري حسين نوم يې دترهه گرو په تور لسټ کې شامل کړى دى.
دخارجه محکمې مطابق ددغه گام څخه وروستو به قاري حسين ته دفنډز يا مرستو دورکړې په مخنيوي کې مدد ترلاسه کيږي او دامريکائي وگړو لخوا به هم هغه سره دهر رقم رابطو په ساتلو پابندي وي.
دخارجه محکمې په بيان کې وئيل شوي دي قاري حسين دټي ټي پي مهم مشر دى او دتنظيم لخوا دترهه گرو دتربيتي عمل دڅارنې فرائض سرته رسوي.
دبيان له مخې دقاري حسين تر انتظام لاندې دچليدونکو ځانمرگي بريد کوونکو په تربيتي کيمپونو کې دهر عمر ځانمرگو ته تربيت ورکولى شي او دهغه لخوا ددغه مقصد لپاره کم عمره گڼ شمير ماشومان هم بهرتى کولى شي.
بيان کې وئيل شوي دي په پاکستان کې دترسره شوؤ گڼو ځانمرگي بريدونو دمشروالۍ ترڅنگ قاري حسين اردني ډبل ايجنټ همام محمد ابو ملال البلادي ته هم تربيت ورکړى ؤ چې البلادي دکال 2009م په 30م ستمبر يې دافغانستان په خوست ولايت کې دامريکې په پوځي اډه ځانمرگى بريد ترسره کړى ؤ او اووۀ امريکايان يې وژلي وؤ.
له دې وړاندې امريکا تحريک طالبان پاکستان هم دغيرملکي ترهه گرو دتنظيمونو په فهرست کې شامل کړى ؤ.
دامريکې دخارجه محکمې ددغه اعلان څخه د مخه پاکستاني ميډيا ادعا کړې وه چې قاري حسين دډرون په يو بريد کې وژل شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG