لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او جوبایډن د کرونا وېکسين په سر په یو بل ټکونه کړي 


صدر ډانلډ ټرمپ او جوبایډن
صدر ډانلډ ټرمپ او جوبایډن

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ هغه حریف جوبایډن د لېبرډی په موقع خپلو تقریرونو کې د کرونا وایرس د وېکسین په سر د یو بل په خبرو ټکونه کړي دي.

صدر ټرمپ وویل جوبایډن او د نایب صدارت دپاره د ډېموکرېټک پارټۍ امېدواره کماله هېرېس دې د کرونا وېکسین په اړه د خپلو غېر ‌‌ذمه وارانه بیان بازۍ په سر په بیړنۍ توګه بخښنه وغواړي. د سږ کال په نومبر کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدارتي امیدوار او ګوند مایک پېنس د نایب صدارت دپاره نامزد کړی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په پېنسلوېنیا ریاست کې پلویانو ته وویل هغه غواړي چې سبا پورې دې د کرونا وایرس تیار شي خو که وېکسین تیار هم شي نو خلک به پرې اعتماد نه کوي ځکه چې د وایرس په اړه صدر ټرمپ وار په وار غلط بیاني کړې ده.

د دې نه وروسته د خواريکښو د یونینونو يو تنظیم دستورې ته وېنا کې جوبایډن وویل صدر ټرمپ تر اوسه پورې خلکو ته حقیقت نه دی وېلی.

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې یوې خبري غونډې ته وویل د "سیاسي دروغونو" برعکس وفاقي حکومت منظور کړی وېکسین به ډیر محفوظ او موثره وي.

صدرټرمپ او جوبایډن د کرونا وېکسین په اړه خبرې د لېبر ډی یا د خواریکښو د ورځ په موقع کولې. په امریکا کې لېبرډی د سپټمبر په اوومه نېټه لمانځل کېږي.

د وی او ای رپورټ وايي دواړو صدارتي امیدوارانو د کرونا وایرس او ددې په ضد د وېکسین په اړه به داسې حال کې خبرې کولې چې د ناروغو د مخنیوي د امریکې د حکومت اداره سېنټرز فار ډيزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن وايي د کرونا وایرس له امله په امریکا کې هره ورځ ۱۰۰۰ کسان مړه کېږي.

په پېنسلوېنیا کې د خواریکښو دستورې ته د وډیو کانفرنس په زریعه وېنا کې جوبایډن وویل صدر ټرمپ امریکايي اقدار نلري او خپلو او د ملګرو کاروباري مفاداتو د نقصان د ویرې یې د کرونا وایرس په اړه سم ګامونه نه اخیستل.

صدر ټرمپ د کرونا وایرس په مهال د خپل حکومت کار کردګي وستایله، ویې وېل اقتصاد په کامیابۍ بیا بحال شوی دی او که چېرې جوبایډن صدارتي انتخابات وګي نو چین به دا ملک (امریک) واخلي.

په عېن حال کې د ريپبلېکن ګوند د نایب صدارت امیدوار او موجوده نایب صدر مایک پېنس او د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدواره کماله هېرس د ګل، دوشنبې، په ورځ په وېسکانس ریاست کې په انتخابي مهم کې مصروف وو. په دغه ریاست کې د دواړو ګوندونو ترمنځ مقابله سخت بلل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG