لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کانگرس کې د صدر ټرمپ د مواخذې په لړ کې ووټونه کېدونکي دي


په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به د شورو، چهارشنبې، په ماښام د مواخذې په مادو ووټونه په داسې وخت کېږي چې صدر ټرمپ به په مشېگن ریاست کې د انتخاباتو په لړ یوې غونډې ته وینا کوي
په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به د شورو، چهارشنبې، په ماښام د مواخذې په مادو ووټونه په داسې وخت کېږي چې صدر ټرمپ به په مشېگن ریاست کې د انتخاباتو په لړ یوې غونډې ته وینا کوي

د امریکې د کانگرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په لړ کې ووټونه اچول کېږي. صدر ټرمپ به د امریکې د تاریخ دریم صدر وي چې د مواخذې او په ممکنه توگه د چوکۍ نه د لرې کېدو مقدمې سره به مخامخ کړی شي.

د ایوان نمایندگان د ضابطې دلاندې ایوان به لومړی د مواخذې په مادو شپږ گنټې بحث کوي او بیا به پرې ووټونه کېږي. ډیموکرېټک پارټي چې په هاوس کې اکثریت لري په صدر ټرمپ د واک اختیار د ناجایز استعمال او د کانگرس د مخه نیولو په الزاماتو مواخذه یا هغه د صدارت دپاره نااهله کول غواړي.

د مواخذې په مادو کې د واک اختیار ناجایز استعمال په اړه ډیموکرېټک گوند وايي صدر ټرمپ د یوکرېن نه غوښتنه کړې وه چې د کال ٢٠٢٠ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې دې مداخلت وکړي او بیا چې کله کانگرس په دې لړ کې تحقیقات کول نو صدر ټرمپ د کانگرس مخه ونیوله او د مامورین یې بیانونو ورکولو او دستاویزاتو وړاندې کولو نه نه پرېښودل.

صدر ټرمپ او د هغه واکمن ریپبلېکن گوند د مواخذې دغه مادې ردوي. صدر ټرمپ وايي هیڅ غېر قانوني چلند یې نه دی کړی.

په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به د شورو، چهارشنبې، په ماښام د مواخذې په مادو ووټونه په داسې وخت کېږي چې صدر ټرمپ به په مشېگن ریاست کې د انتخاباتو په لړ یوې غونډې ته وینا کوي.

په هاوس کې د ډیموکرېټک گوند د اکثریت له امله داسې ښکاري چې د مواخذې مادې به اکثریتي رای ترلاسه کړي او منظورې به شي خو د کانگرس په ایوان بالا یا سنېټ کې د ریپبلېکن گوند اکثریت لري نو داسې نه ښکاري چې د مواخذې په حق به زیاتې ورکړی شي او په نتیجه کې به یې صدر ټرمپ په خپلې چوکۍ پرځای پاتې شي.

په هاوس کې د ووټ نه وړاندې صدر ټرمپ په ټوېټر د خپل دریځ دفاع وکړه. هغه د مواخذې په بهیر نیوکې وکړي او ویې وېل هیڅ غلط کار یې نه دی کړی. "زه پرېشانه نه یم."

صدر ټرمپ د هاوس سپېکرې نېنسي پلوسي ته د شپږو پاڼو یو خط هم لیکلی او خپله دفاع یې کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ مېرمن پلوسي ته لیکل شوي خط کې صدر ټرمپ وویل ډیموکرېټک گوند د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې مداخلت کوي، د امریکې جمهوریت خرابوي او د انصاف مخه نیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG