لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډانلډ ټرمپ د امریکې په تاریخ کې دریم صدر دی چې اېوان نمایندگا مواخذه کړو


د مواخذې د ووټونو په وخت صدر ټرمپ خپلو پلويانو ته ويلي په دغه کار ډيموکرېټانو خپل سياسي مقام باېللې او ده ته يې هېڅ زيان نه دی رسولې

د امریکې د کانگرس په اېوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د حزب اختلاف ډيموکرېټ ګوند په اکثريت د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په حق کې رای ورکړې. ښاغلی ټرمپ د امریکې په 230 کاله تاریخ کې دریم صدر دی چې مواخذه شو.

د هاؤس آف ريپرېزېنټېټیوز سپېکرې یا مشرې نېنسي پلوسي د خپل ډيموکرېټ ګوند غړو ته خبرداری وکړو چې په دغه تاريخي موقه دې د خوشحالۍ نه ډډه وکړي. هغې زیاته کړه د صدر مواخذه د خفګان خبره ده.

"دا ډېره د خفګان خبره ده چې صدر ټرمپ داسې کارونه وکړل چې زمونږه سره بله لاره نه وه بغېر له دې چې مواخذه يې کړو."

په هاوس کې د صدر ټرمپ د مواخذې په سر د ووټونو سره د صدر په ضد د دريو مياشتو راهسې روانې پلټنې پای ته ورسېدلې.

د صدر خلاف د مواخذې دغه پلټنې راز افشاکونکي تن يا وېسل بلور د څرګندونو نه پس پېل شوې وې. راز افشا کونکي ویلي وو چې صدر ټرمپ د جولای په مياشت کې د يوکرېن صدر ته په ټېلي فون ويلي وو چې امريکا به ورله تر هغې قریباً 400 ميلينه ډالر پوځي امداد نه ورکوي ترڅو چې يې د ده د سياسي مخالف جوباېډن د زوي پلټنې نه وي کړې.

ډيموکرېټ ګوند ګڼي صدر ټرمپ په دغه کار د خپلو اختياراتو نه غېر قانوني ګټه ترلاسه کوله او د امريکې جمهوريت په خطر کې غورځولی دی.

بېګا په هاؤس کې د صدر ټرمپ د مواخذې وروسته د عدالتي کمېټۍ مشر اېډم شېف وویل " په امريکا کې هېڅ څوک هم د قانون نه اوچت نه دي، ډونلډ جی ټرمپ په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د درغلۍ په خاطر زمونږه ملي امنيت قربان کړی، او هم يې په انتخاباتو کې بهرني مداخلت ته لاره ورکولو هڅې کړې په دغه جرمونو کې پکار وه چې هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړی شي،".

د ده په ضد د مواخذې د ووټونو په وخت صدر ټرمپ خپلو پلويانو ته ويلي په دغه کار ډيموکرېټانو خپل سياسي مقام باېللې او ده ته يې هېڅ زيان نه دی رسولې،

" په نني غېر قانوني او د نفرت ډکو ووټونو سره بې کار ډيموکرېټانو د امريکايې اولس د رايو سرغړونه کړې او دغه د دوي لپاره يو سياسي ځان وژنه يا خودکشي ده".

هرڅه که د کانګرېس په ايوان کې زيات تره ډيموکرېټانو د صدر ټرمپ د مواخذې په حق کې راې ورکړې خو په دغه اېوان کې د صدر ټرمپ د ريپبلېکن ګوند غړو د صدر ټرمپ پوره ملاتړ کړی،

ډګ کالنز په هاوس کې د ريپبلېکن غړی دی وايې،"په حقيقت کې دوي د صدر په ضد هېڅ نه شي ثابتولی، صدر هېڅ غلط يا غېر قانوني کار نه دی کړی چې مواخذه يې اوشي".

په امريکا کې شوې سروې نه ښکاره شوې ده چې د صدر ټرمپ په اړه نه يواځي سياسي پارټۍ پخپلو کې وېشل شوي بلکه امريکايي اولس هم د صدر ټرمپ په اړه د تقسيم ښکار دی، د نظر پوښتنو ترمخه 43 ٪ امريکايې اولس د صدر ټرمپ ملاتړ کوي او د امريکايې اولس نيمايې برخه د صدر ټرمپ د مواخذې په حق کې دي.

څيړونکي وايې صدر ټرمپ په سېنټ کې اکثريت لري او په هاوس کې د ډيموکرېټانو په مواخذه کولو سره به هغوي د صدر ټرمپ په لرکولو کې بريالي نه شي خو دغه به د صدر ټرمپ په کاغذونو يو نه ورانېدونکی داغ پرېږدي.

XS
SM
MD
LG