لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ډانلډ ټرمپ په یوکرین د فشار اچول کېدو نه خبر و، د هغه د وکیل مرستیال وايي


لېو پارنس
لېو پارنس

په داسې حال کې چې د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې دوه بنیادي مادي د کانگرس ایوان بالا یا سېنټ ته لېږل شوي دي او امکان دی چې اینده هفته پرې بحث شروع شي، د هغه د شخصي وکیل مرستیال ویلي صدر ټرمپ خبر و چې په یوکرین په دې مقصد فشار اچول کېږي چې یوکرېن دې د صدر ټرمپ سیاسي حریف خلاف د بدعنوانۍ تحقیقات اعلان کړي.

لېو پارنس د امریکې اېم ایس اېن بي سي ټېلې وژن ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل صدر ټرمپ ته "ښه معلومه وه چې څه روان دي."

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل رپورټ کې د پارنس دا قول رپورټ کړی دی پارنس پکې وايي هغه د خپل ټول ژوند په قسم وايي "ټرمپ په کره توگه د هر څه نه خبر و چې روډي جولیاني په یوکرېن کې څه کول."

د پارنس د خبرو نه وړاندې صدر ټرمپ دا خبره رد کړې چې خپل شخصي وکیل روډي جولیاني یې په دې مقصد یوکرېن ته لېږلی و چې د کال ٢٠٢٠ په صدارتي انتخاباتو کې د هغه حریف او د ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار جو بایډن د بدناموولو دپاره دې مواد ولټوي.

خو پارنس د ټېلې وژن په مرکه کې وویل صدر ټرمپ "زما د ټول حرکت نه خبر و."

لیو پارنس وویل "ما د روډي جولیاني او یا د صدر د ‏رضا نه بغیر څه نه کول...ما د هغوی کار کوولو."

پارنس وویل د هغه کار دا و چې د یوکرېن مامورنیو سره وویني او د پخواني نایب صدر جو بایډن او د هغه زوي هنټر بایډن خلاف د غبن ثبوته ولټوي. هنټر بایډن د یوکرین برېزمه نومې د تېلو کمپنۍ کې په لوړ معاش دنده ترسره کوله. په دغه مهال صدر ټرمپ د یوکرېن پوځي امداد ایسار کړی و او غوښتل یې چې یوکرېن ته به د کانگرس نه منظور شوی دغه امداد په داسې صورت کې ورکولی شي چې د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي د بایډن پلار او زوي خلاف د تحقیقاتو اعلان وکړي. دغه د صدر ټرمپ د مواخذي یا د هغه د نااهلۍ دپاره بنیادي الزامات دي. یوکرین ته بالاخر پوځي امداد ورکړی شوی و.

د امریکې د ای بي سي ټېلې وژن د وایټ هاوس او کانگرس خبریالې کېترین فالډرز په یو ټویټ کې د شورو، چهارشنبې، په ماښام وویل د جولیاني نه د پارنس د خبرو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه پرې څه نظر لري نو جولیاني وویل هغه څه وېل نه غواړي خو پارنس "په ډیر خراب صورتحال کې دی."

د ټېلې وژن په مرکه کې پارنس وویل د یوکرېن صدر زلنسکي یا نور مامورینو ته وویل شوي وو چې د هغه سره ملاقاتونه وکړي."دا هغه راز دی چې دوی کوښښ کوي چې (خفیه) پاتې شي."

پارنس وویل صدر ټرمپ هیڅ کله هم په یوکرېن کې د ادارې فساد په ختمیدو کې دلچسپي نه لرله بلکې ټوله دلچسپي یې د جوبایډن او د هنټر بایډن په اړه وه.

په مرکه کې چې د پارنس نه پوښتنه وشوه چې صدر ټرمپ ویلي هغه لېو پارنس نه پیژني نو پارنس وویل "هغه دروغ" ويلي. پارنس زیاته کړه چې د جولیاني سره په یوکرین کې څلور پنځه هفته تېرې کړې وې او په دې ټول وخت کې جولیاني د صدر ټرمپ سره په رابطه کې و.

پارنس وویل "زه غواړم چې حقیقت ښکاره شي...دا زمونږ د ملک دپاره اهمیت لري، دا زما دپاره اهمیت لري...ډیرې داسې خبرې کېږي چې صحیح نه دي."

په پارنس او د جولیاني په یو بل مرستیال ايي گور فرمېن باندې عدالت فرد جرم لگولی چې د صدر ډانلډټرمپ انتخابي مهم ته یې په غیرقانوني توگه پېسې ورکړې دي. دواړه دغه فرد جرم ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG