لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي نوي صدر ته د اقتدار انتقال به په منظمه ډول ترسره کیږي


د اقتدار د انتقال په اړه صدر ټرمپ خپل بیان په داسې حال کې ورکړو چې د هغه په حق کې احتجاج کوونکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو. پولیس وايي د اړي ګړي په لړ کې یې ۵۲ کسان ګرفتار کړي او ۱۴ پولیس افسران زخميان شوي دي
د اقتدار د انتقال په اړه صدر ټرمپ خپل بیان په داسې حال کې ورکړو چې د هغه په حق کې احتجاج کوونکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو. پولیس وايي د اړي ګړي په لړ کې یې ۵۲ کسان ګرفتار کړي او ۱۴ پولیس افسران زخميان شوي دي

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ خپل دریځ تکرار کړی چې د نومبر د صدارتي انتخاب "نتېجې سره بېخي متفق نه یم" خو د دې باوجود به نوي منتخب صدر ته د واک انتقال په منظمه ډول ترسره شي.

د اقتدار د انتقال په اړه صدر ټرمپ خپل بیان په داسې حال کې ورکړو چې د هغه په حق کې احتجاج کوونکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو. پولیس وايي د اړي ګړي په لړ کې یې ۵۲ کسان ګرفتار کړي او ۱۴ پولیس افسران زخميان شوي دي.

په کانګرس کې دغه پېښه په داسې مهال وشوه چې د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي توګه د تاییدوولو دپاره د نایب صدر مایک پېنس په مشرۍ کې د کانګرس خصوصي غوڼده شروع وه. غونډه د احتجاج له امله وځنډول شوه.

کله چې امنیتي ادارو حالات بیا قابو کړل نو د کانګرس غونډه بیا شروع شوه او د امریکې د ټولو ریاستونو نه د الیکټورل کالج د ووټونو شمېر وشو او د واک من ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په مقابل کې په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن د بریا په رسمي توګه د قانون مطابق منظوري وشوه.

د جوبایډن ترڅنګ د کماله هېرس د نایب صدرې په توګه انتخاب تایید شو. دواړه به د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ د تېر کال د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د درغلۍ الزامات پورې کوي او په دې لړ کې یې په عدالتونو کې یو شمېر مقدمې هم کړي چې زیاتره ناکامه شوي او مامورین وايي صدر ټرمپ د زیاترو الزاماتو ثبوتونه نه لري.

په کانګرس کې د اړې ګړي وروسته صدر ټرمپ خپل بیان کې وویل "ما همیشه ویلي یوازې د قانوني ووټونو شمېر یقیني کوولو دپاره به مونږ خپل جنګ جاري ساتوو."

صدر ټرمپ وویل "په صدارتي تاریخ کې عظیم ترین" دوره سر ته رسیږي خو د هغه په قول امریکا بیا یو عظیم قوم جوړولو دپاره دا د هغوی د جنګ شروعات دي.

د صدر ټرمپ بیان د سوشل میډیا دپاره د هغه مشیر ډېن سکاوېنو جاری کړو ځکه چې په د کانګرس په ودانۍ کې د اړي ګړي په سر ټوېټر او فېس بک د هغه اکاونټونه ځنډولي وو.

د امریکا ناېب صدر ماېک پېنس چا چې د کانګرس د دغه ګډې غونډې مشري کوله د الیکټورل کالج د ووټونو نتیجه اعلان کړه چې ترمخه یې جو باېډن ۳۰۶ او ټرمپ ۲۳۲ رایې ترلاسه کړي. ۶

‌صدر ټرمپ د تیرو څو میاشتو راهسې بې د کومو ثبوتونو د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګولي چې له سببه یې خپل پلویان په غصه کړي. نوموړي تیره ورځ په امریکا کې شوي تشدد غندنه هم نه ده کړې.

د امریکاد ایوان نمانېدګانو سپیکرې نېنسي پلوسي تیره ورځ د کانګرس په ودانۍ د صدر ټرمپ د پلویانو د ورننوتلو وروسته وویل:‌٫٫ نن زمونږ په ډېموکرېسۍ یو شرمناک برید شوی. دا د حکومت په لوړه کچه تحویل شوی وو. خو دا کار به مونږ د خپلو زما وارو نه په شا نه کړي، چې د جوباېډن د انتخاباتو پخلی وکړو.

په سېنټ کې اکثریتي مشر مچ مېکانل ویلي ، د قانون سازانو لخوا د رایو د تصدیق په کار یو ٫٫ناکامه بغاوت٬٬ شوی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG