لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: پاکستان دې په خپله خاوره د ترهگرو خلاف اقدامات وکړي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اقتدار سنبالولو ١١ میاشتې ورسته قامي سلامتیه لپاره د خپل حکومت تگلاره اعلان کړه او په پاکستان یې غږ وکړو چې په خپله خاوره دې د ترهگرو خلاف کوټلي اقدامات وکړي

د گل، دوشنبې، په ورځ خپله وینا کې صدر ډانلډ ټرمپ وویل د هیواد په دفاعي بجټ (بودیجه) کې به اضافه کوي او سږ کال به د مسلح ځواکونو لپاره د کانگرس نه د ٧٠٠ ارب ډالرو غوښتنه کوي.

هغه وویل د امریکې د تیر حکومت د غفلت په وجه داعش په منځني ختیځ کې په پراخه کچه علاقو قبضه وکړه خو دغه سيمې ١٠٠ په ١٠٠ فیصد بیرته اخیستل شوي دي.

په افغانستان کې، صدر ټرمپ وویل، د امریکې عسکرو مخه کومې مصنوعي نېټې نه ده نیولي. دا په غیر مستقیمه ډول د هغه د پیش رو صدر براک اوباما تگلارې ته اشاره وه چې افغانستان نه یې د امریکايي ځواکونو د انخلا لپاره یوه نیټه مقرر کړې وه.

صدر ټرمپ وویل امریکايي حکومتونو د هیواد نه بهر د نورو ملکونو په بیا رغونه کې خپل کردار ادا کولو خو خپل کور یې د نظر نه غورځولی و. خو هغه دا خبره تکرار کړه چې د امریکې د حکومت وړمبۍ ذمه واري د خپل اولس خدمت دی.

هغه وویل د امریکې تیرو حکومتونو د شمالي کوریا د ایټمي پروگرام نه سترگې اړولې وې او ایران سره یې ډیره خرابه معاهده کړې ده. هغه دا خبره تکرار کړه چې د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي.

صدر ټرمپ وویل د هیواد د سرحدونو امنیت به نور هم سختوي، امریکې ته د خلکو د راتگ نظام به نور مضبوطوي او د امریکې د وزیرو ورکولو لپاره د لاټرۍ یا د خڅڼي نظام به ختموي.

صدر ټرمپ وویل امن په طاقت کې دی نو ځکه به د هیواد ځواکونه به نور هم مظبوطوي او مسلح ځواکونو ته په نورو مالي وسایلو ورکولو جمود به ختموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG