لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ شام څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو دفاع کړې


د شام په باغوز کلي کې په یوه ودانۍ د سیرین ډېموکرېټک فورسز بیرغ لیدل کېږي
د شام په باغوز کلي کې په یوه ودانۍ د سیرین ډېموکرېټک فورسز بیرغ لیدل کېږي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې فیصلې دفاع کړې چې ترمخه به یې امریکايي ځواکونه د شمالي شام څخه وځي خو د امریکايي صدر د فیصلې مخالفین وايي د امریکايي اقدام په نتیجه کې به د سیرین ډېموکرېټ فورسز او د داعش وسله والې ډلې خلاف جنگ ته نقصان ورسېږي.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل وخت راغلی چې امریکا د "نه ختمېدونکو جنگونو" نه ځان راوباسي...مونږ به هله جنگ کوو چې زمونږ په گټه وي او مونږ به د گټې دپاره جنگېږو."

صدر ټرمپ وویل ترکي، د ترکي صدر ارجپ طیب اردوان، شام، ایران، عراق او روس ته پکار دي چې د صورتحال حل راوباسي او فیصله وکړي چې د دوی په گانډ کې قید د داعش وسله والو سره څه کوي. "دوی ټول د داعش نه نفرت کوي، د تیرو څو کلونو راسې دښمنان دي. مونږ ٧٠٠٠ مېله لرې یو او داعش به وچقوو که چېرې زمونږ خوا ته راغلل."

امریکې اعلان کړی دی چې د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته به ترکي زر په شمالي شام کې عملیات پېل کړي.

وایټ هاوس وویل داعش ته د ماتې ورکولو وروسته به امریکايي ځواکونه په عملیاتو شرکت نه کوي او نه به هم په نژدې سیمه کې موجود وي. وایټ هاوس وویل دا خبرې د صدر ټرمپ او صدر اردوان ترمنځ د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټېلې فون شوي.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په مالي توگه د امریکې دپاره گرانه وه چې د کرد ځواکونو ملاتړ جاري وساتي. صدر ټرمپ وویل کردان د امریکې ترڅنگ وجنگیدل خو امریکې ورته په لویه کچه پېسې او سازاوسامان ورکولو.

د سیرین ډېموکرېټک فورسز د شمالي شام څخه د امریکې د فیصلې غندنه وکړه او ویې وېل امریکې د ترکي سره د کړې لوظنانې دلاندې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.

د اېس ډی اېف یو ترجمان ویلي شمالي شام ته د ترک ځواکونو ورتگ په نتیجه کې به په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځته شي.

ترکي گڼي چې اېس ډي اېف د کردستان د کرستان ورکرز پارټي یا پي کی کی برخه ده چې د ترکي په جنوب مشرقي برخو کې د کردانو دپاره د زیاتو حقونو دپاره جنگیږی.

د داعش خلاف جنگېدو دپاره امریکې په شام کې ١٠٠٠ عسکر پرځای کړي وو چې د صدر ټرمپ د فیصلې وروسته به روایستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG