لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اوباما د ملگرو ملتونو غونډې ته تقریر


صدر ولادیمیر پوټن سره د صدر اوباما ملاقات په داسې مهال کیدونکی دی چې واشنگټن په شام کې د روس د پوځ د موجودگۍ په اړه اندیښمني څرگنده کړې ده. د وائټ هاوس ترجمان جاش ارنسټ ویلي شام سره د روس پوځي امداد داسې چال دی چې نتیجه به يي په ناکامۍ تمامیږي
صدر ولادیمیر پوټن سره د صدر اوباما ملاقات په داسې مهال کیدونکی دی چې واشنگټن په شام کې د روس د پوځ د موجودگۍ په اړه اندیښمني څرگنده کړې ده. د وائټ هاوس ترجمان جاش ارنسټ ویلي شام سره د روس پوځي امداد داسې چال دی چې نتیجه به يي په ناکامۍ تمامیږي

د امریکا صدر براک اوباما به نن د گل یا دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا د جنرل اسمبلۍ سالانه غونډې ته وینا کوي.

د وائټ هاوس یو چارواکې ویلي صدر اوباما به په خپل تقریر کې په منځني ختیز کې د داعش وسله والې ډلې خلاف د اجتماعي اقداماتو پورته کولو په ضرورت زور اچوي.

صدر اوباما به ایران او د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ د ایران ایټمي پروگرام په اړه ترسره شوي معادې ذکر هم کوي.

د وائټ هاوس چارواکې ویلي صدر اوباما به ددغه معاهدې ذکر د دې مثال په توگه کوي چې نړي واله ټولنه د هغه هیواونو احتساب کولی شي چې د نړي والو قوانینو خلاف ورزي کوي. او ددې مثال په توگه به يي هم کوي د نړي واله همکاري او د اصولو سفارتکاري څه قسمه نتیجې ترلاسه کولی شي.

په شام کې د صورتحال په اړه به صدر برا ک اوباما داعش خلاف د نړي والې ټولنې لخوا د مشترکه کوښښونو او د شام د صورتحال د سیاسي حل په ضرورت زور اچوي.

د صدر اوباما د حکومت مامورین وايي د شام د کړکیچ سیاسي حل تر هغه پورته نشې راویستل کیدی تر څو صدر بشارالسد په حکومت کې وي.

امکان دی چې صدر براک اوباما به نیویارک کې د گل یا دوشنبې په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن سره ملاقات کې هم د شام په صورتحال خبرې اترې کوي.

صدر ولادیمیر پوټن سره د صدر اوباما ملاقات په داسې مهال کیدونکی دی چې واشنگټن په شام کې د روس د پوځ د موجودگۍ په اړه اندیښمني څرگنده کړې ده. د وائټ هاوس ترجمان جاش ارنسټ ویلي شام سره د روس پوځي امداد داسې چال دی چې نتیجه به يي په ناکامۍ تمامیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG