لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: له افغانستانه د عسکرو د راوتلو کار تر نیمایي زیات ترسره شوی


امریکایي قواوو افغانستان کې خپل مرکزونه یو په بل پسې د افغانستان حکومتي قواوو ته سپاري.
امریکایي قواوو افغانستان کې خپل مرکزونه یو په بل پسې د افغانستان حکومتي قواوو ته سپاري.

د امریکا پوځ اندازه لګوي چې د افغانستان نه د راوتلو کار یې تر نیمایي زیات تکمیل کړی دی. د انخلا دې تېزۍ ته په کتلو سره داسې ښکاري چې دا لړۍ د ستمبر یوولسمې نېټې له معیاده چې صدر بایډن په اپرېل میاشت کې ټاکلی و، ډېره تېزه پر مخ روانه ده.

د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ چې په افغانستان کې د امریکایي قواوو د فعالیت څارنه پر غاړه لري، د نهې/سې شنبې په ورځ وویل: «د امریکا سنټرال کمانډ (سېنټکام) اندازه لګوي چې مونږ د ټولې انخلا د پروسې څه باندې پنځوس فیصده تکمیل کړې ده.»

سېنټکام همدا راز ویلي دومره مواد چې د C-17 طیارو له قریب پنځه سوه (۵۰۰) بارونو سره برابر و، له افغانستانه انتقال کړي او له دیارلسو زرو نه زیات سامانونه یې د نابودولو دپاره، د دفاع وزارت لاجسټیک ادارې ته سپارلي دي.

قریب شل کاله پس له هغه چې امریکایي قواوې افغانستان ته داخلې شوې، د امریکا صدر جو بایډن سږکال امر وکړ چې د همدې آینده ستمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي. کله چې ښاغلي بایډن په اپرېل میاشت کې دا امر وکړ، نو هغه وخت په افغانستان کې د امریکا او نېټو څه کم لس زره عسکر په افغانستان کې موجود و چې په هغو کې دوه نیم زره (۲۵۰۰) یې امریکایي عسکر و.

د نېټو سېکټري جنرل د ګل/دوشنبې په ورځ د اټلنټیک کاونسل په یوه دستوره کې څرګنده کړه چې د افغانستان نه د خارجي عسکرو د راایستلو فیصله له ځانه سره «خطرې» هم لري، خو زیاته یې کړه چې نېټو د افغانستان امنیتي قواوې داسې جوړې کړي او تعلیم یې ورکړی چې د خپل ملک د امنیت ساتلو ذمه واري پخپله واخلي.

د امریکا په مشرۍ د نېټو ځواکونو راایستل، دا وېرې راپارولي چې کیدای شي په افغانستان کې داخلي جنګونه سېوا شي او له کنټروله ووځي.

د مئې میاشتې له اولې نېټې راهیسي، چې کله امریکا په رسمي توګه د خپلو عسکرو د راویستلو اعلان وکړ، تر اوسه پورې افغانستان کې د یو لړ حملو په نتیجه کې ګڼ شمېر عام افغانان وژل شوي، او طالبانو د ملک په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ولسوالۍ قبضه کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو وعده ورکړې چې افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې جاري وساتي او د افغانستان هوایي ځواک سره هم مرسته وکړي. د افغانستان هوایي قواوې تر ډېره اندازه ملکي ټېکه دارانو ته اړتیا لري کوم چې د دوی طیارې او هېلیکاپټرې مرمت کوي او د ضرورت سامانونه یې ورته برابروي. دا چې په دې برخه کې به د افغان هوایي ځواک اړتیاوې څنګه پوره کړی شي، په دې برخه کې سوالونه شته چې جواب یې ندی ښکاره.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د نهې/سې شنبې په ورځ، د افغانستان د جنګي طیارو د مرمت او ضروري سامانونو په اړه خبریالانو ته وویل: «هغه پرېکړې تر اوسه ندي تکمیل شوي، خو مطمین اوسئ چې مونږ په دې برخه کې کار کوو. مونږ دې ته متوجه یو چې د طیارو د بحاله ساتلو دپاره ضرورت شته، او په دې هم ښه پوهيږو چې دا مسئله افغان هوایي ځواکونو او خاصو قواوو ته څومره مهمه ده.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG