لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کووېډ-۱۹ علاج دپاره په بېړني توګه د وینې د پلازما کارولو اجازت ورکړ


د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې دا فیصله یې "یو واقعي تاریخي اعلان" بلله، د کروناوایرس بیمارانو ته د وینې د پلازما ورکولو په برخه کې د وفاقي انتظامیې جاري شوې اجازت نامه وستایله. هغه وویل چې په دې سره به د کرونا وایرس د "بې شمېره" بیمارانو ژوند وژغورل شي.

د یادوني وړ ده چې دا پلازما، د هغو بیمارانو له وینې اخیستل کیږي کوم چې د کروناوایرس بیماري یې تېره کړي وي او بېرته صحتمند شوي اوسي. داسې پلازما ته (Convalescent Blood Plasma) وايي او په هغه کې د وایرس ضد مواد (انټي باډیز) زیات وي.

صدر ټرمپ او د امریکا د صحت وزیر الېکس ازر خبریالانو ته په یو پرېس کنفرنس کې وویل، د اتیا (۸۰) کلونو د عمر نه کښته د کروناوایرس په هغو بیمارانو کې چې مصنوعي سا اخیستنې ته یې ضرورت نه و، یوه میاشت پس له هغه چې پلازما یې اخیستې ده، د مړینې د شمېرو کچه ۳۵ فیصده راټیټه شوې ده.

د امریکا د صحت وزیر الېکس ازر وویل،"مونږ د داسې دوایي د جوړولو په امید کې یو چې د مرګ کچه ۳۵ فیصده راټیټه کړي. د کروناوایرس د بیمارانو په علاج کې دا یو ستر ګام دی."

صدر ټرمپ، او ورسره څنګ ته ولاړ د اېف ډي اې مشر ډاکټر سټېفن هان (د اګست ۲۳مه، ۲۰۲)
صدر ټرمپ، او ورسره څنګ ته ولاړ د اېف ډي اې مشر ډاکټر سټېفن هان (د اګست ۲۳مه، ۲۰۲)

د صدر ټرمپ د دې خبرو نه وړاندې، د امریکا د خوراکي موادو او دوایانو د کنټرول ادارې اعلان وکړ چې د کروناوایرس فعاله بیمارانو ته یې د کروناوایرس د صحتمنده شویو پخوانیو بیمارانو د پلازما ورکولو اجازت ورکړی دی، خو دا ټکی د یادولو دی چې دا یوازې اجازت ورکول دي او دا معنا نلري چې د امریکا د دوایانو د کنټرول ادارې دې د پلازما کارول سل په سلو کې تایید کړي اوسي.

یوه ورځ مخکې له دې، صدر ټرمپ په خپل ټویټر پانې دعوه وکړه چې "ډيپ سټېټ، یا هر بل څوک چې دی، د خوراکي موادو او دوایانو د کنټرول په اداره کې د دوایانو د کمپنیو دپاره په دې کې ډېر مشکلات جوړوي چې هغوی د واکسینونو او علاجونو د ټېسټ دپاره خلکو ته رسایي پیدا کړي."

صدر ټرمپ پخپل ټویټ کې دا هم ولیکل چې "ښکاره خبره ده چې هغوی په دې امید دي چې د نوامبر تر درېیمې پورې نتیجه وځنډوي. باید په تېزوالي او د ژوند په ژغورلو ترکیز وشي."

په دې خبره کې د ټرمپ اشاره د امریکا صدارتي انتخاباتو ته وه چې په هغه کې د ډېموکرېټ ګوند له کاندید جو بایډن سره سیالي کوي.

د امریکا د خوراکي موادو او دوایانو د کنټرول ادارې (اېف ډي اې) مشر ډاکټر سټېفن هان خبریالانو ته ویلي، د اویا زره هغو بیمارانو له جملې نه چې د صحتمند ګرځېدلو پخوانیو ناروغانو پلازما ورکول شوې وه، د شلو زرو کسانو کېسونه دوی څېړلي او د هغو څېړنو او نورو مطالعاتو نه پس دې نتیجې ته رسېدلي چې په امریکا کې د کروناوایرس بیمارانو ته د وینې د پلازما ورکولو بېړنۍ اجازت نامه دې جاري کړی شي.

هغه وویل، "د بیمارانو د ژوندي پاته کېدو په امکان کې ۳۵ فیصده اضافه یوه ډېره غټه کلینکي ګټه ده. مونږ لیدلي چې په ټول ملک کې ډاکټران د دې درملنې زیاته غوښتنه کوي."

په یو شمېر بیماریو کې، لکه په اېبولا او ډیفټریا کې د پلازما نه د دوایي په توګه کار اخیستل مصوونه ګڼل شوي دي، خو ساینسدانان، په شمول د ځینو هغو ساینسدانانو چې د امریکا حکومت ته کار کوي، د کروناوایرس مریضانو په علاج کې د پلازما د کارولو په برخه کې ډېر محتاطه دي او وایي چې ګډې وډې نتیجې لري او تر اوسه داسې څه ندي ثابت شوي چې دا دې د کروناوایرس یا کووېډ-۱۹ خلاف ګټور وي.

د کروناوایرس عالمي وبا تر اوسه په امریکا کې شاوخوا پنځه میلینه او اووه لکه کسانو ته لګېدلی او نږدې یو لک و اوه اویا زره یې وژلي دي، چې د کروناوبا له امله د مړینې دا کچه، د هر بل ملک نه ډېره ده.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټ: پاکستان کې په تيره يوه میاشت کې 68 امنيتي عسکر وژل شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG