لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن خپلې کومې وعدې پرځای کړي او کومو کې پاته راغلی؟


د امریکا صدر جو بایډن د جنوري په شلمه واک اختیار ته ورسېد
د امریکا صدر جو بایډن د جنوري په شلمه واک اختیار ته ورسېد

د امریکا صدر جو بایډن به د واشنګټن په وخت د شورو/چهارشنبې په ماښام کانګرس ته خپله وینا وکړي. تمه ده چې هغه به په دې وینا کې خپلې هغه لاس ته راوړنې هم یادې کړي کوم چې په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې یې حاصلې کړي دي.

جو بایډن هم د امریکا د نورو صدارتي کاندیدانو غوندې تېر کال پخپل انتخابي مهم کې ګڼ شمېر وعدې کولې. امریکا کې دا رسم دی چې د نوي صدر د کار سل ورځې پوره کیږي، نو د هغه لوی کارونه، لاس ته راوړنې، او په وعدو باندې درېدل، د مېډیا لخوا ارزول کیږي.

دا دی د بایډن د صدارت هم سل ورځې په پوره کېدو دي او په دې سلو ورځو کې هغه خپلې زیاتې وعدې پر ځای کړي او په خپلو ځینو وعدو کې پاته راغلی دی.

د صدارتي انتخاباتو د کمپېن وعدې، جدا د دې چې د کومو پالیسیو پورې اړه ولري، په عمومي توګه په درېیو مهمو برخو وېشل کیږي.

یوه برخه وعدې هغه آسان کارونه دي چې بایډن په ډېرې سادګۍ سره د خپل کار په هماغه لومړۍ ورځ، د حکمنامو په لاسلیکولو کولی شول. د اپرېل تر ۱۵مې نېټې پورې، بایډن نهه څلوېښت (۴۹) مختلف قسمه حکمنامې او رسمي یادداشتونه دستخط کړي دي چې د مخکېنیو درې واړه ولسمشرانو – ډانلډ ټرمپ (۳۶)، بارک اوباما (۳۴)، او جورج ډبلیو بوش (۱۲) – نه زیاتې دي.

بایډن تر اپرېل تر پنځلسمې نېټې، یو کم پنځوس صدارتي حکمنامې امضا کړي دي
بایډن تر اپرېل تر پنځلسمې نېټې، یو کم پنځوس صدارتي حکمنامې امضا کړي دي

دوېمه برخه وعدې هغه دي چې کول یې لږ څه سخت دي مګر بیا هم واک اختیار یې یوازې د انتظامیې په لاس کې دی. دا د نورو پالیسیو بدلول او نوې پالیسیانې یا تګلارې معرفي کول دي چې عملي کول یې یو څه وخت غواړي، مګر بیا هم یوازې انتظامیې پورې اړه لري او د کانګرس اجازت ته ضرورت نلري.

درېیمه برخه هغه سترې وعدې دي چې بایډن ویلي و د دوو لویو ګوندونو/پارټیو ترمنځ تعلقاتو ته نوې بڼه ورکوي. بایډن وعده کړې وه چې هغه به په کومو مسئلو کې چې هېواد ته مهم وي، ډېماکراټان او رېپبلېکنان د همکارۍ دپاره یوځای کوي.

د ګڼ شمېر تګلارو په حواله چې بایډن کومې وعدې کړې وې، د لومړۍ برخې په وعدو باندې یې اکثره عمل وکړ، او د دویمې برخې وعدو یې هم ځیني عملي کړې، خو د درېیمې برخې وعدو په پوره کولو کې اکثره پاته راغلی دی.

قامي سلامتیا

بایډن وعده کړې وه چې د امریکا له متحدینو ترڅنګ درېدلو سره به په نړۍ کې د امریکا حیثیت او موقف اعاده کړي. هغه د خپل صدارت په اولو میاشتو کې، د ناټو له ملکونو او په پاسفیک خطه کې د امریکا له شریکانو سره د امریکا د تعلقاتو ترمیمولو او بهتره کولو دپاره کار پیل کړ.

د ناټو له شریکانو سره د امریکا دتعلقاتو بهتره کول د بایډن بله وعده وه
د ناټو له شریکانو سره د امریکا دتعلقاتو بهتره کول د بایډن بله وعده وه

بایډن دا وعده هم کړې وه چې امریکا به بېرته د ایران په جوهري لوظنامې کې شامله کړي. د دې کار دپاره مذاکرات پیل شوي، خو تر اوسه یې کامیابي نده لیدل شوې.

بایډن دا وعده هم کړې وه چې په افغانستان کې به جګړه په ذمه وارانه توګه ختموي. د خپل صدارت په درېیمه میاشت، هغه اعلان وکړ چې د سټمبر تر یوولسمې به له افغانستانه د امریکا ټول پوځیان راوباسي.

کوېډ-۱۹ (کرونا وبا)

بایډن د خپل کار په اوله ورځ، د جنوري په ۲۰مه، اعلان وکړ چې د وفاقي حکومت په ټولو ودانیو کې د ماسک اچول ضروري دي. یو خط یې د صحت عالمي ادارې ته هم واستاوه چې ویل یې امریکا بېرته په دې ادارې کې شاملیږي. ټرمپ امریکا د صحت نړېوالې ادارې نه ایستلې وه.

ّپه امریکا کې تر اوسه د سل میلینه نه زیاتو کسانو ته د کرونا وېکسین لګول شوی دی
ّپه امریکا کې تر اوسه د سل میلینه نه زیاتو کسانو ته د کرونا وېکسین لګول شوی دی

د دې ترڅنګ، بایډن د کرونا وبا په اړه چې کومې وعدې کړې وې، هغه یې پر ځای کړي او آن تر هغه یې ډېر کار کړی دی. اول یې وعده کړې وه چې په سلو ورځو کې به د کرونا وېکسین سل میلینه خوراکونه/ډوزونه لګول کیږي. تر اوسه د دې دوه برابره وېکسینونه لګول شوي دي. همدا رنګه د بایډن انتظامیې د ډله ییزه وېکسین لګولو سل (۱۰۰) لوی مرکزونه پرانیستي دي. خو د سکولونو د بیاپرانیستنې په برخه کې یې وعدې زیاتې ندي پرځای شوي، ځکه دا د ځایي انتظامیو په واک اختیار کې دی.

موسمي بدلون

صدر بایډن د موسمي بدلون او د نړۍ د تودوخي په اړه چې کوم مسایل و، د هغو په آسانه برخه یې فوري عمل وکړ. د خپل کار په اولو اتو ورځو کې یې اعلان وکړ چې امریکا به بېرته د پېرس تړون کې شامله شي، یو لړ صدارتي حکمنامې یې جاري کړې چې د زهرجنو ګېسونو سره تړاو لرونکې منصوبې یې ودرولې – لکه د کي سټون اېک اېل پایپ لاین – او ویې ویل چې له کانګرس نه به وغواړي چې د هایډروفلورو کربن د تولید کمولو په باب یو نړېوال تړون تصدیق کړي.

د امریکا په کوربه توب، د موسمي بدلون سرمشریزه غونډه په وېرچوال یا آنلاین بڼه ترسره شوه
د امریکا په کوربه توب، د موسمي بدلون سرمشریزه غونډه په وېرچوال یا آنلاین بڼه ترسره شوه

د زیارت/پنجشنبې په ورځ بایډن خپله بله وعده پوره کړه او د موسمي بدلون بین الاقوامي ناسته یې جوړه کړه چې په کې په آنلاین بڼه د مختلفو ملکونو مشرانو برخه اخیستې وه. بایډن وعده وکړه چې امریکا به تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ګرین هاوس یا زهرجنو ګېسونو د خورولو کچه نیمه راټیټه کړي.

د وسلو کنټرول

که ساده یې ووایو، په امریکا کې د وسلو د کنټرول په اړه بحثونو کې څه لاس ته راوړل آسانه ندي. د اپرېل په سر کې، وایټ هاوس اعلان وکړ چې د ګوسټ ګنز په جوړولو محدودیت لګول یې سفارش کړي دي. ګوسټ ګنز هغه وسلې دي چې خلک یې پرزې یا مختلفې حصې جدا جدا اخلي، او بیا بغیر د کوم سېریل نمبر، ترې نه وسله جوړوي.

بایډن وعده کړې وه چې د وسلو د کنټرول یوه مسوده به کانګرس ته لیږي، مګر د دې پر ځای یې د استازو اېوان د هغو دوو قانوني مسودو ملاتړ وکړ کوم چې د وسلو اخیستونکو په بکګراونډ چېک او د وسلو د انتقال په اړه پېش کړی شوی و. دا دواړه بېلونه په استازو اېوان کې پاس شول، مګر په سينټ کې یې مخه ونیول شوه.

مهاجر/پناه غوښتونکي

بایډن د خپل کار په اوله ورځ هغه پابندۍ چې ټرمپ د ځینو ملکونو نه امریکا ته د خلکو په سفر لګولې وې، هغه یې لېرې کړې او له امریکا نه د مهاجرو د جبري ویستلو دپاره یې شرایط هم سخت کړل. هغه د امریکا او مکسیکو ترمنځ بارډر باندې د دېوال جوړولو منصوبه چې ټرمپ پیل کړې وه، هم ودروله.

بایډن دا کوشش هم وکړ چې د مهاجرو جبري ویستلو باندې سل ورځې بندیز ولګوي، خو دا فیصله یې یو عدالت منسوخه کړه.

بایډن د خپل کار په اوله میاشت کې کانګرس ته د مهاجرت د مسایلو اړوند یوه مسوده هم ولېږله چې د ډېرو ناقانونه او بې اسنادو مهاجرو دپاره د امریکا د شهري توب اخیستلو لاره هواروي، او داسې یو پروګرام یې هم اعلان کړ چې له مخې یې امریکا ته د یو شمېر راغلو ناقانونه مهاجرو ماشومان بېرته د هغو له والدینو سره یوځای کوي.

ټرمپ پخپل وخت کې یوه ضابطه لګولې وه چې تازه مهاجر یې د سرکاري خدماتو نه د ګټې اخیستو منعه کول. بایډن دا ضابطه لغوه کړه.

خو د دا چې بایډن وعده کړې وه چې امریکا کې به د مهاجرو د قبلېدو کچه زیاتوي، په دې وعده کې سخت پاته راغلی دی. اول وعده شوې وه چې تر ۲۰۲۲ کاله به دا کچه ۶۲۵۰۰ ته لوړه شي، خو انتظامیې تېره هفته دا شمېره صرف پنځلس زرو (۱۵۰۰۰) ته راټیټه کړه.

نسل پرستي/نابرابري

بایډن د صدر په توګه د خپل کار په اوله ورځ یوه حکمنامه لاسلیک کړه چې په وفاقي حکومت او د دې حکومت په خدماتي سیسټمونو کې یې د نسلي برابرۍ د هراړخیزې ارزونې امر کړی دی.

بایډن همدا راز په لومړیو څو میاشتو کې څو صدراتي حکمنامې جاري کړې چې هدف یې د جنسیت، جېنډر، او نورو ځانګړنو له مخې د تفریقي چلند مخنیوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG