لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن به د خپلې کابینې ړومبني غړي د نهې په ورځ اعلان کړي


د امریکا منتخب صدر جو بایډن په پام کې لري چې د خپلې کابینې ړومبني غړي، د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان کړي. دا خبره د بایډن یو نږدې همکار د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړه چې برحاله صدر ډانلډ ټرمپ پخپلو رېپبلېکنانو زور راوستی چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه د عدالتي قضیو په برخه دې له هغه سره مرسته وکړي. ټرمپ کوشش کوي چې عدالتونو ته په شکایت وړلو سره په صدارتي انتخاباتو کې خپله ماته په بریا بدله کړي، مګر دا لاره آسانه نه ښکاري.

د وایټ هاوس دپاره د جوبایډن آینده د دفتر مشر ران کلېن د اې بي سي چېنل سره په مرکه کې د دې خبرې له څرګندولو ډډه وکړه چې بایډن به په لومړي ګام کې د کومو ادارو دپاره مشران اعلانوي. خو منتخب صدر بایډن تېره هفته وویل په دې فېصلې ته رسېدلی چې د خزانې وزیر به یې څوک وي. هغه دا هم وویل چې د ادارو د مشرانو په ټاکلو کې به "له ترقيخواه نیولې تر منځلاري ائتلافونو پورې... د ډېموکرېټ ګوند ټولو عناصر" په پام کې وساتي.

خو په عین وخت کې چې بایډن د امریکا د شپږڅلوېښتم صدر په توګه د واک اختیار اخیستو او د جنوري په شلمې سوګند پورته کولو ته آمادګي نیسي، ټرمپ لا تر اوسه دې ته غاړه نده ايښې چې په انتخاباتو کې یې ماته خوړلې ده. د اتوار/یکشنبې په ورځ صدر ټرمپ چې د واک موده یې په ختمېدو ده، په ټویټر کې ولیکل چې، "مونږ به د جعلي ووټونو غټې شمېرې پیدا کړو... رېپبلېکنانو، کلکه مبارزه وکړئ."

خو تر اوسه پورې په عدالتونو کې د ټرمپ دعوې بې ګټې پاته شوې دي. د هغه کمپېن ۳۴ داسې مقدمې چې ویل یې په حساسو ایالتونو کې په ووټونو او ووټ شمېرلو کې ټګۍ شوي دي، یا یې دا مقدمې بایللي او یا ورنه تېر شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG