لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر ترکیې ته خبرداری کړی چې په شام کې دې پوځي عملیات نه کوي


د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټالټنبرګ سره مشترکه خبري کانفرنس کې بلېنکن په شام کې د ترکي د پوځي عملیاتو په اړه وویل امریکا یې مخالفت کوي
د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټالټنبرګ سره مشترکه خبري کانفرنس کې بلېنکن په شام کې د ترکي د پوځي عملیاتو په اړه وویل امریکا یې مخالفت کوي

د امریکي خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نېټو اتحادي ملک ترکيې ته خبرداری کړي چې په شام کې د ترکيې پوځي عملیات به سيمه د بې ثباتۍ د خطر سره مخامخ کړي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه بلېنکن ترکيې ته په شام کې د پوځي عملیاتو په ضد خبرداری د شورو، چهارشنبې، په ورځ ورکړو.

بلېنکن په ترکيې غږ وکړو چې د کال ۲۰۱۹ د اوربند د کرښو پابندۍ ته دې دوام ورکړي.

د بلېنکن د خبرداري نه وړاندې د ترکيې صدر رجب طیپ اردوان ویلي وو چې د شام دوه شمالي ښارونه د وسله والو نه د هغه په قول صفا کول غواړي.

د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټالټنبرګ سره ګډ خبري کانفرنس کې بلېنکن په شام کې د ترکي د پوځي عملیاتو په اړه وویل امریکا یې مخالفت کوي.

هغه وویل د امریکې تشویش دا دی چې په سیمه کې نوې جګړه به مخالفو کردارونو لپاره د بې ثباتۍ نه د ګټې ترلاسه کولو موقع برابر کړي.

د داعش وسله والې ډلې ته ماتی ورکولو دپاره امریکې د شام کرد ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ترکیه د شام کرد ځواکونه د پي کی کی نومې بېلتون خوښې ډلې برخه او ترهګر ګڼي.

بلېنکن وویل امریکا په شام کې د خپلو همکارانو د لارې د داعش خلاف جګړې ته دوام ورکړی دی او نه غواړي چې د وسله والې ډلې خلاف دغه کوښښونه د خطر سره مخامخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG