لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې جنګي بېړیو د تایوان سمندري تنګي سفر کړی



د امريکا 7th لا اووم فليټ په يو بيان کې ويلي د يو ايس ايس اينټيټم او يو ايس ايس چانسلر وېلا بېړۍ د معمول په تګ راتګ دغلته ورغلي او زياته کړې يې ده يادې بېړۍ په يو داسې لار تېرې شوي چې د يو هېواد په سمندري حدود کې هم نه راځي
د امريکا 7th لا اووم فليټ په يو بيان کې ويلي د يو ايس ايس اينټيټم او يو ايس ايس چانسلر وېلا بېړۍ د معمول په تګ راتګ دغلته ورغلي او زياته کړې يې ده يادې بېړۍ په يو داسې لار تېرې شوي چې د يو هېواد په سمندري حدود کې هم نه راځي

د امریکې دوو جنګي بېړیو د تایوان د سمندري تنګي سفر کړی چې تایوان ته د امریکې د کانګرس سپېکرې نېنسي پلوسي د دورې نه پس په سیمه کې لومړي امریکايي ګام دی.

امریکايي سمندري بېړیو د اتوار، يکشنبې، په ورځ تایوان تنګي نه ووتلې.

نينسي پېلوسي د اګست په شروع کې د تايوان سفر کړی و او د امريکا دا وروستی ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی چې په ياد سمندري تنګي کې د روان کړکېچ له سوبه دا رنګ هلې ځلې ډېرې شوې دي.

د امريکا 7th لا اووم فليټ په يو بيان کې ويلي د يو ايس ايس اينټيټم او يو ايس ايس چانسلر وېلا بېړۍ د معمول په تګ راتګ دغلته ورغلي او زياته کړې يې ده يادې بېړۍ په يو داسې لار تېرې شوي چې د يو هېواد په سمندري حدود کې هم نه راځي.

د نينسي پېلوسي د دورې وروستو چين خپلواکه جزيرې تايوان ته د سزا ورکولو په خاطر په ياده سمندري تنګه کې يو شمېر پوځي مشقونه پيل کړي.

چين د يادې دورې نه پس د تايوان سمندري تنګې ته ګڼ شمېر جنګي بېړۍ لېږلي او د تايوان په چار چاپېره اوبو کې يې ګرځولي. د دې سره سره يې جنګي الوتکو او د اوږد مزل کونکي ميزايلو هم مظاهره کړې ده.

چين ياده جزيره نه يواځې خپله ملي خاوره بللي او تايوان خپل رياست بلي بلکې د هر يو بهرني حکومتي وګړي يادې سيمې ته د ورتګ مخالفت کوي.

امريکا د ازاد سمندري تګ راتګ او هلو ځلو په ترڅ کې په دوامداره توګه خپل سمندري جهازونه سيمې ته لېږي. دا 160 کېلوميټره پلنه سمندري تنګه تايوان د چين نه بيلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG