لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکې لیکس امریکائې سفارتي معلومات شائع کړې


د وکې لیکس باني جولیښن اسانج
د وکې لیکس باني جولیښن اسانج

وکې لیکس ویب پاڼې د امریکې سفارتکارۍ په حقله انتهائي حساس معلومات په خپله ویب پاڼه باندې شائع کړې دي چې پکښې د افغانستان، ایران، پاکستان، سعودي عرب او یو شمیر نورو هیوادونو سره د امریکې سفارتي تعلقاتو او امریکائي سفارتکارانو په نظرونه څرگند شوې دي.

په انټرنیټ شائع شوې دستاویزات اصل کې د امریکې خارجه دفتر یا سټیټ ډپارټمنټ او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې پرځائې امریکائې سفارتکارانو په منځ کې سفارتي خط او کتابت یا ډپلومیټک کیبلز دي چې پکښې سفارتکارانو د نورو هیوادونو مشرانو او پرمختگونو په حقله بحث او مباحثه او تجزيي په سوچا ډول څرگندې کړې دې.

واشنگټن د معلوماتو د شائع کولو غندنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ ویئلې د معلوماتو د شائع کیدو په وجه د هاغه خلکو ژوندونه او کار د خطر سره مخ کیږي د چا نومونه چې افشا کړی شوې دي. د وکې لیکس لخوا د معلوماتو د خوریدو یوه ورځ وړاندې د امریکې مشر سرکاري وکیل د وکې لیکس باني جولیئن اسانج ته خط کې لیکلې ؤ چې د معلوماتو شائع کول به د امریکې د قانون خلاف ورزي وي.

د امریکې سفارتي خط او کتابت په حقله وکې لیکس ٢٥٠،٠٠٠ حساس دستاویزات شائع کړې دي. د وکې لیکس په ویب پاڼه د ښکاره کیدو وړاندې دغه دستاویزات نیویارک ټائمز، د برطانيي گارډیئن او د جرمني ډر شپیگل مجلې ته ورکړې ؤ.

په شائع رپورټونو کې وویل شوې د کال ٢٠٠٧ راهسې امریکا په خفیه توگه کوششونه کوي چې پاکستان کې د څیړنې یوې بټۍ نه په اوچته کچه صفا یورینیئم لرې کړی شي ځکه چې امریکائې چارواکې گڼې دغه یورینیئم د غیر قانوني ایټمي بم جوړولو کې پکار کړی شي.

د افغانستان په حقله رپورټو وائي چې افغان صدر حامد کرزۍ انتهائي کمزوری او د بدگمانۍ ښکار دی. هم د افغانستان په حقله یو کیبل یا خط کې کابل کې د امریکې سفارتخاني د امریکې خارجه دفتر ته لیکلې دې چې تیر کال افغان نائب صدر احمد ضیا مسعود د متحده عرب اماراتو سفر کړی ؤ. د نشۍ توکو خلاف کارکونکې امریکائې چارواکو ته معلومه شوه چې احمد ضیا مسعود سره ٥٢ میلینه ډالرې وي خو د هغه نه دا تپوس ؤ نه کړی شو چې دا پیسې د کوم ځائې نه راغلې دې او یا دا چرته اوړلی کیږي.

احمد ضیا مسعود دا خبر ردکړی دی چې د افغانستان نه بهر يي پیسې اوړلې دي.

په یو بل دستاویز کې د حامد کرزي روور، احمدولي کرزۍ، او د امریکائې چارواکو په منځ کې د لیده کاته حال بیان کړی شوی دی. دستاویز وائي د امریکائې چارواکو د ایقین ؤ چې احمدولي نه یواځې دا چې په بډو رشوتونو کې ککړ دی بلکه د نشۍ توکو په کاچا کې هم لاس لري. احمد ولي کرزۍ دا الزامات رد کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG