لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که اقتصاد پریشاني خپره کړې نو ساینس پوهانو د کرونا وایرس په لړ کې د امید خبره کړي


په داسې حال کې چې په امریکا کې ریاستي حکومتونه په ورو ورو کاروبارونه پرانځي په اړه هم بحثونه کولی شي چې که چیرې د یوې کمپنۍ کارکونکي د کرونا وایرس مريضان شي نو په داسې صورت کې دغه کمپنۍ تر څومره حد پورې قانوني تحفظ ورکړی شي
په داسې حال کې چې په امریکا کې ریاستي حکومتونه په ورو ورو کاروبارونه پرانځي په اړه هم بحثونه کولی شي چې که چیرې د یوې کمپنۍ کارکونکي د کرونا وایرس مريضان شي نو په داسې صورت کې دغه کمپنۍ تر څومره حد پورې قانوني تحفظ ورکړی شي

په داسې حال کې چې کرونا وایرس په ټوله دنیا کې اقتصاد ته نقصان رسولی او د معاشي بدحالۍ په اړه یې پریشاني خپره کړې ده نو ساینس پوهانو د کرونا وایرس د علاج په لړ کې د پرمختک او امید خبره کړې ده.

د امریکې حکومت ویلي چې کوښښ کوي چې زر تر زره یو دوا د کرونا وایرس د علاج دپاره مريضان ترلاسه کړي شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د دغه دوا ازموینو ښودلي چې دا به د کرونا وایرس نه د صحت یاب کېدو وخت اوسط ً د ۱۱ او ۱۵ نه څلورو ورځو ته راکم کړي. ای پي وايي د کرونا وایرس د علاج په لړ کې دغه خبر په داسې حال کې راغلی چې د امریکې تر خطرناک حد پورې کموالی شوی دی چې شرح یې څلور اشاریه اته فیصد ده.

دغه اقتصادي کموالی په تیرو درېو میاشتو کې موندل شوی دی چې کچه د ګریټ ډپرېشن یا عظیمې اقتصادي بدحالۍ نه زیاته ده. او په اقتصاد کې ثبات په خاطر ې دامرېکې مرکزي بېنک ویلي د لنډې مودې د سود شرح به د راتلونکي څه وخت دپاره صفر ساتي.

صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې وفاقي حکومت به د سماجي واټن یافاصلې دپاره په خپلو هدایاتو کې توسیع نه کوي. د سماجي فاصلې دپاره د هدایاتو نېټه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ختمیږي.

صدر ټرمپ دا هم وویل چې اینده هفته به خپل حکومتي سفرونه شروع کوي او اېریزونا ریاست ته به ورځي.

د سږ کال د نومبر په دریمه نېټه کېدونکوي صدارتي انتخاباتو دپاره انتخابي هلې ځلې به په راتلونکو څو میاشتو کې شروع کړی شي، ډانلډ ټرمپ وویل. په دغو انتخاباتو کې هغه د دویمې دورې دپاره امیداوار دی. په ووټونو کې د ريپبلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ حریف د ډیموکریټک پارټۍ جوبایډن دی چې د امرېکې نایب صدر هم پاتې شوی.

ای پي خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي چې د امریکې په زندانونو کې د کرونا ۲۷۰۰ ټېسټونه شوي وو چې پکې ۲۰۰۰ مثبت ختلي دي چې ښايي په امریکا کې اوس هم د کرونا وایرس داسې ډیر کېسونه موجود دي چې موندل شوي نه دي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې ریاستي حکومتونه په ورو ورو کاروبارونه پرانځي په اړه هم بحثونه کولی شي چې که چیرې د یوې کمپنۍ کارکونکي د کرونا وایرس مريضان شي نو په داسې صورت کې دغه کمپنۍ تر څومره حد پورې قانوني تحفظ ورکړی شي.

او په نیویارک کې په یو فیونرل هوم کې په ټرکونو کې د ۵۰ کسانو مړي موندل شوي دي چې ښايي منتظمین تر اوسه په ښار کې د کرونا وایرس د مړو په کفن دفن کې مصروف دي. فیونرل هوم په امریکا کې د مړو د کفن او ښخوولو انتظام کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG