لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې د استاذې په وېنا د مسلمان زده کوونکي په وهل کېدو غصه راپارېدلې



د انساني حقونو تنظیمونه وايي په کال ۲۰۱۴ کې مودي د بي جی پي ګوند د حکومت جوړېدو راهسې په هندوستان کې د مسلمانانو خلاف نفرت زیات شوی دی
د انساني حقونو تنظیمونه وايي په کال ۲۰۱۴ کې مودي د بي جی پي ګوند د حکومت جوړېدو راهسې په هندوستان کې د مسلمانانو خلاف نفرت زیات شوی دی

په سوشل ميډیا د هندوستان د یو غیر حکومتي سکول وډیو خپره شوې چې ښښي د سکول د یوې استاذې په هدایاتو ځينې ماشومان د خپل کلاس یو مسلمان زدکونکی په څپېړو وهي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په سوشل ميډیا خپره شوې وډیو د هندوستان د اترپردېش ریاست په نیها پبلېک سکول کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ رېکارډ شوې ده.

وډیو ښښي د سکول د استاذې ترپتي تیاګي په وېنا د دویم ټولګي ماشومان وار په وار خپل هم جماعت مسلمان ماشوم په څپېړو وهي چې په ظاهره دغه ماشوم ته سبق د نه یادولو سزا ورکول کېږي.

د استاذې د اقدام په پراخه کچه غندنه شوې ده.

په وډیو کې د ۶۰ کلنې استاذې غږ هم اورېدل کېږي چې په کې مسلمانانو نه د نفرت تاثر اخیستل کېږي. داسې ښکاري چې هغه وايي پکار ده چې ټول مسلمانان زده کوونکي ووهل شي او کورونو ته ستانه کړی شي.

تیاګي چې د سکول پرېنسېپله یا مشره هم ده، د یو شاګرد نه پوښتنه کوي چې مسلمان ماشوم ولې په نرمۍ وهي او بیا ورته وايي چې په سخته يې نه شی وهلی؟ تیاګي د مسلمان ماشوم په اړه وايي اوس یې مخ سور شو اوس يې په ملا ووهه.

دغه وډیو د مسلمان شاګرد د پلار یو خپلوان په خفیه توګه جوړه کړې او د سماجي او د ماشومانو د حقونو فعالانو په چټکتیا شریکه کړې. وډیو په اېکس، پخواني ټوېټر، شریک شوې ده او په اېکس د استاذې د ګرفتارۍ دپاره مهم شروع شوی دی.

د مظفرنګر د پولیس مشر ستیاناراین پراجاپت وویل متعلقه چارواکو ته د پېښې په اړه اطلاع ورکړی شوې او د استاذې خلاف به اقدامات کولی شي.

تیاګي د خالي په ورځ وویل سیاستدانانو د یوې وړې خبرې نه لویه مسله جوړه کړې ده.

تیاګي وویل د حزب اختلاف کانګرس پارټۍ د مشر راهول ګاندهي په شمول لویو سیاستوالانو بغیر د څه ضرورته د پېښې په اړ تويټونه کړي دي. هغې وویل ماشومانو ته به په سکول کې سبق ښودل ګران شي که چېرې دا ډول واړه واقعات وایرل کېږي.

راهول ګاندهي په اېکس خپل پېغام کې وویل د معصومو ماشومانو په ذهنونو کې د نفرت زهر کرل کېږي او د سکول په شان د مقدس ځای نه د کرکې بازار جوړول یو استاذ دې ملک سره د دې نه نور زیات څه بد نه شي کولی. هغه زیاته کړه چې دا د خاورو هغه تېل دي چې د وزیراعظم نرندره مودي واکمن بهارتیا جنتا پارټي پې د هندوستان هر کونج په اور لګولی دی.

تیاګي ماشوم ته د سزا دفاع کړې او ویلي يې دي چې دا د ماشوم د نظم او ضبط دپاره ضروري وه.

تیاګي وویل په خپل اقدام څه شرم نه محسوسوي ټول کلی يې د یوې ښې استاذې په حېث پيژني او ټول خلک به یې حمایت کوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ تیاګي په یو وډیو کې وویل چې د هغې د اقدام بنیاد په مذهبي تعصب نه و. هغې وویل دغه ورځ خپله نه شوه ودرېدلی چې ماشوم ته سزا ورکړي نو نورو شاګردانو ته يې وویل چې مسلمان زده کونکی ووهي. هغې ومنله چې غلطي يې کړې.

په اېکس که یو خوا د تیاګي د ګرفتارۍ غوښتنه کېږي نو بلخوا يې حمایت هم کېږي. د خالي، شنبې، په ورځ د بي جی پي د یونین وزیر سنجی یو بلیان تیاګي سره ولیدل او د حمایت ډاډ یې ورکړو.

د مسلمان ماشوم پلار محمد ارشار وویل زوی يې ویرېدلی او اوس به بل سکول ته لېږي. هغه وي او ای ته وویل چې د ټولنې د مشرانو په مشوره يې د سکول د استاذې خلاف پولیس ته شکایت کړی دی خو مقامي هندو مشران په دباو اچوي چې شکایت بېرته واخلي او د استاذې سره مفاهمت وکړي.

ارشاد وویل هغه د هندوانو په اکثریتي علاقه کې اوسېږي او په داسې حال کې چې مسلې فرقه ایز شکل اختیار کړی هغه ویره محسوسوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ حکومتي چارواکو سکول وتړلو. د تعلیم یوې مقامې چارواکې شبنم شوکلا وویل سکول د تعلیم د محکمې په مېعار نه پوره کېدو او سیل یا ويې تړلو. شوکلا نور اقدامات به د تحقیقاتو وروسته اخیستل کېږي.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي په کال ۲۰۱۴ کې مودي د بي جی پي ګوند د حکومت جوړېدو راهسې په هندوستان کې د مسلمانانو خلاف نفرت زیات شوی دی.

د وزیراعظم مودي نه په دې اړه د امریکې د دورې په مهال د جون په میاشت کې وپوښتنه وشوه نو هغه وویل هندوستان هېڅ یوې ټولنې په ضد د تعصب ځای نه لري.

د لي یونېورسټۍ پروفېسر اپوروانند وویل د مسلمانانو ماشومانو د نسلونو راهسې په سکولونو کې د تعصب سره مخامخ کېږي خو د ۲۰۱۴ حالات ډیر زوال پزیر شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG