لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر عارف وزیر د وژنې په ضد نړېوالې ورچول مظاهرې شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهم مشر عارف وزیر د وژنې په ضد په پاکستان او افغانستان کې د مظاهرو نه ځانله نړیوالې ورچول (ان لاین) احتجاجي مظاهرې شوې دي.

په څرګند تاریخ کې لومړی ځل دی چې پښتانه دا ډول ورچول نړېوالې احتجاجي مظاهرې کوي.

هسې خو ان لاین غونډې د تېرو څو کلنو راهسې روانې دي خو د کوډ-19 وبا په ورځو کې ورچول مظاهرې رواج جوړېږي. څو ورځې وړاندې د بارتانیې لیبر ګوند هم دیوم مۍ یوه آن لاین مظاهره جوړه کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مظاهرې تر درې ساعتو پورې روانې وې چې د “زوم” ټیکنالوجۍ په لاره پکې د پښتنو ځیني سیاسي مشران او فعالان شریک وو.

د پښتون کونسل کنیډا یو غړي جوهر لونګین وي او ای ډیوه ته وویل دغه ان لاین مظاهره د فیس بک د لارې په ټوله نړۍ کې د څلویښت زره نه زیاتو کسانو وکتله.

د پښتون کونسل کنیډا صدر سراج خان ډیوه ته په لیکلي ځواب کې وویل په دې تاریخي مظاهره کې د امريکه ،برتانيه ،جرمني ، فرانس ،هالينډ ، روس ،سوېډن ،مډل اېسټ ،افغانستان ،او پاکستان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او نورو ملتپالو ګډون وکړو.

وي او ای ډیوه دغه مظاهره دفیس بک لارې هم څارله, چې ورته د نورو نه علاوه په ځانګړي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ، د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر، بشر پالې ګلالۍ اسماعیل، دپي ټي ایم دپاکستان، اروپا او شمالي امریکا مشرانو ویناګانې وکړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ ورچول مظاهرې شوي
پښتون ژغورنې غورځنګ ورچول مظاهرې شوي

د عارف وزیر د وژنې په ضد د ورچول مظاهرې تابیا په کنيډا کې دپښتنو یو تنظیم پښتون کونسل کنیډا او پښتون ژغورنې غورځنګ کنیډا څانګې کړې وه.

مظاهره چیانو د عارف وزیر د وژنې ذمه واري د پاکستان په امنیتي ادارو ور اچولې، خو د پاکستان ادارو دا ډول تورونه پخوا تل رد کړي دي.

بلې لوري ته په فیس بک په یوه ویډیو وینا کې د پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتين ويلي د عارف وزير د قتل مقدمه به د پوځ او د رياست د مشرانو خلاف درج کوي.

ښاغلي پښتين وويل، ايف ای آر به د ادارو د مشرانو خلاف کوي ځکه چې د هغه په وينا دا هر څه د پوځ او د رياست د سربراهانو په ښوونه کيږي. د منظور پښتين دې تازه تور ته د پوځ لخوا سمدټکه ځواب نه دی ویل شوی خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير شېبلي فراز ویلي:

"زه په دې حقله هیڅ معلومات نه لرم، چې تفصیل تر لاسه کړم نو په دې اړه به بل وخت معلومات درکړم".

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر تېره ورځ ويلي وو، د پېښې تحقيقات يې پيل کړي او په ورځ دوه کې به د پلټنو تفصيل ولس ته ښکاره کړي.

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د دې غورځنګ د مخکښ او د قومي‌ اسمبلۍ د غړي علي وزیر د تره زوی وو.

په عارف وزیر د مۍ په لومړۍ نېټه په واڼه کې ناڅرګندو کسانو وسلوال برید کړی وو. هغه په سخت ژوبل حالت کې د مۍ په 2مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړه او د په 3مه د واڼه په غوا خوا سیمه کې پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

See all News Updates of the Day

امریکې د خېبرپښتونخوا له پوليس او اېف سي سره د شپږو لکو ډالرو مرستې کړي

اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي، پاکستان کې د امريکې مرستيال مشر اېنډريو شوفر د پېښور سفر کړی، پوليسو ته یې د درې نيم لکو ډالرو حفاظتي او امنيتي سامانونه ورکړي او اېف سي ځواک د وړتيا سېوا کولو دپاره یې د دوه نيم لکو ډالرو منصوبې اعلان کړی دی، نوموړي د قبايلي ضلعو له ځوانانو او ښځو سره هم ليدلي دي.

امریکايي سفارتخانې په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي، د شوفر د پېښور د سفر هدف د پولو د ساتنې په لړ کې امريکايي عزم نوی کول، او خېبرپښتونخوا کې د پولې د پورې غاړې څخه دراندازۍ مخنيوی، او وسله والو ضد جګړه کې د پاکستان دپاره د امريکايي ملاتړ ژمنه کول وو.

ويل شوي شوفر د پېښور تاريخي قلعه بالا حصار ته ورغلی، د اېف سي يا فرنټير کور ځواک له مشر سره یې ليدلي، او د شپې په مهال د عملياتو د وړتيا سېوا کولو دپاره یې اېف سي ځواک دپاره د دوه نيم لکه ډالرو منصوبې پېل کولو اعلان کړی دی.

ویل شوي، نوموړي د خېبرپښتونخوا پوليس مشر [آی جي] اختر حیات ګنډا سره هم ليدلي او هغه ته د درې نيم لکه ډالرو حفاظتي او امنیتي سامان ورکړی دی.

د اګست په میاشت کې د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي وو، د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او له پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې په پوليسو د زياتو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

خېبرپښتونخوا کې سږ کال په پوليس تر ټولو خونړی بريد په 30مه جنورۍ شوی وو.

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس شمېرو ترمخه تېر کال په 2022م کې صوبه کې 55 پوليس اهلکار او په 2021م کې 44 پوليس وژل شوي وو. چارواکي وايي دا هغه شمېرې دي کومو پوليسو ته چې شهدا پېکج ورکړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليسو ویلي وو، د کال 2006م نه راپدېخوا کال 2009م د خېبرپښتونخوا پوليس دپاره تر ټولو خونړي کال وو، په دغه کال 209 پوليس وژل شوي وو.

د پوليس شمېرو ترمخه تراوسه پورې ټولو زياتې پوليس وژنې په پېښور کې شوي 358 پولیس وژل شوي، په دويم نمبر ډېره اسماعيل خان کې 221 او بنو کې 211 پوليس وژل شوي دي.

سفارتخانې ويلي، شوفر د 25م او 26م ستمبر د پېښور په سفر کې خېبرپښتونخوا کې په ورګډو شوو قبايلي ضلعو کې د ژوند او روزګار ښه کولو په لړ کې د يو اېس اېډ په مرسته د څلور لکه 70000 ډالرو د پروګرامونو څخه ګټه پورته کوونکو ځوانانو، ښځو، لږکيو او معذوره خلکو سره هم ليدلي دي.

ويل شوي، نوموړي د خېبرپښتونخوا د سوداګرو او مذهبي لږکيو د مشرانو سره هم ليدلي دي.

طالبانو په افغانستان کې د پاکستان مخالف 200 وسله وال نيولي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د پاکستان خلاف د پولې له پورې غاړې نه بريدونه کوونکي 200 مشکوک وسله وال یې نيولي او د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره یې نور کلک ګامونه پورته کړي دي. دغه خبره پاکستاني چارواکو وي او اې ته کړې ده.

افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د غړو د نيولو تفصيلات یې تېره اوونۍ له اسلام اباد څخه کابل ته تللي پلاوي سره شريک کړي دي.

د پاکستاني پلاوي د کابل د سفر نه دوه اوونۍ وړاندې په شپږم ستمبر چترال کې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړې څخه په پاکستاني پوستو وسله وال بریدونه شوي وو. د پاکستان پوځ په يادو بريدونو کې د څلورو امنیتي عسکرو او 12 حمله کوونکو وژلو ويلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

يو چارواکي چې له مطبوعاتو سره د خبرو اختيار یې نه لرلو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، طالبانو د چترال د بريدونو نه په واپسۍ د ټي ټي پي 200 غړي نيولي او هغوی اوس په زندان کې دي.

هغه زياته کړې، طالبان د ټي ټي پي غړي د پاکستان د پولو نه لرې منتقل کوي. خو چارواکي زیاته کړې، "مونږ د نتيجې ترلاسه کولو نه وړاندې د اقداماتو د اثراتو انتظار کوو هغوی ته به د دغو اقداماتو دپاره نور وخت ورکول وي".

طالبانو د ټي ټي پي د غړو د نيولو په حواله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي، حکومت یې د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې کارېدو اجازه نه ورکوي.

ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د کورني امنیت په لړ کې د خپل قوت مطابق مرستې کولی شو او پاکستان په دغه خبره پوهه دی.

د کابل په سفر د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني کوله او لوړ پوړي پوځي افسران هم ورسره مل وو.

هغه وخت اسلام اباد کې چارواکو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره خبرې د ډاډ وړ بللې وې.

د ګل، دوشنبې په ورځ د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ نه د ترکي يو ټي وي چېنل پوښتنه کړې، ایا طالبان د افغانستان له خاورې څخه د ټي ټي پي د هلوځلو د ختمولو دپاره مخلص دي؟ هغه په ځواب ې ویلي، "مونږ دلته د طالبانو د حکومتي ادارو جج کولو يا د هغو په حواله فېصلې کولو له نه يو راغلي".

په افغانستان کې د طالبانو مشر هېبت الله اخند زاده خپل ځواکونه د پاکستان خلاف حملو څخه منع کړي، حملې یې حرامې او غېر اسلامي ګرځولي دي.

کابل کې په تازه خبرو خبر پاکستاني چارواکي وي او اې ته ویلي، اخند زاده افغان ولس ته هم حکم کړی چې د ټي ټي پي سره مرسته نه کوي او نه ورته د پاکستان خلاف تش په نوم جهاد دپاره مالي مرستې ورکړي او په افغانستان کې یې د ټي ټي پي په چندو ټولولو هم بنديز لګولی دی.

د رپوټونو ترمخه په چترال کې د ټي ټي پي د بريدونو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي وو ګڼو افغان جنګیالو هم په دغو حملو کې برخه اخستې او د هغو پرضد د کارروايۍ کولو دپاره یې په کابل کې د واکمنو سره شواهد شريک کړي وو.

وروسته ټي ټي پي هم خپلو وسله والو ته ويلي وو ځان سره دې افغان وګړي نه دي ملګري کوي د کوم څه نه چې څرګنديږي په ټي ټي پي د طالبانو د حکومت فشار دی.

افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله داسې تورونه لګولي چې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

اقتصادپوهان: پاکستان کې چې 40 فیصده خلک زیات غریبان دي علت یې د حکومتونو نه پاملرنه ده

غربت

نړیوال بېنک وایي په پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده برخه د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي او په دې کې یو کروړ 25 لکه نوره اضافه شوې. اقتصادپوهان وایي تر ټولو زیات غربت بلوچستان او پښتونخوا کې دی چې لوی علت يې د حکومتونو پاملرنه نه کول دي.

د اقتصادپوھانو په نظر په ملکي کچه د زیاتېدونکې ګرانۍ، د بنیادي اډاڼې د نشتوالي او کمزورو اقتصادي پالیسو له وجې د عامو خلکو ژوند اغېزمن شوی دی، وایي د دې بنیادي وجوهات د حکومتونو نه پاملرنه او په دغو سیمو کې د امن و امان خرابي ده ځکه زیات غربت په وړو صوبو کې دی.

اقتصادپوه پروفېسر سجاد خان وایي د ملګرو ملتونو او د امریکې د پرمختیا د ادارې يو اين ډي پي غوندې د پاکستان خپل سرکاري اعداد شمار دا ټول دا ښکاره کوي چې دا دوه صوبې په غربت کې د ټولو نه زياتي دي:

"د دې نه علاوه [دا صوبې] په انساني ترقۍ کې د ټولو نه لاندې دي او د خېبر پښتخوا بلوچستان او نورو لويو صوبو تر منځ فاصله ده او په هره اشاره کې هغه دوه صوبې [سیند او پنجاب] مخکې دي".

نړیوال بېنک ويلي په پاکستان کې د منځنۍ درجې د خلکو امدن د کال 2018 راهسې 34.5 فیصده کم شوی او د یو کس په سر ورځنۍ آمدني 3.20 ډالره ته راکوزه شوې ده.

په رپوړټ کې ویل شوی یو کروړ 25 لکه نور خلک د غربت د کرښې لاندې تللي او په مجموعي توګه 9 کروړه او 60 لکه خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.

اقتصادپوهان وایي دا د حکومت ذمه واري ده چې بې وزله او غریبو خلکو ته د مرستې لاس ورکړي.

د پېښور پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر سلیمان وایي، حکومت لګيا دی يا زمونږ کوم چارواکي دي هغوي دغو څیزونو ته پاملرنه کوي او د لوړې طبقې خلکو ته د مرستو ورکولو کوشش کوي:

"د هغوی [لوړې طبقې] نه په مناسبه طريقه ټيکس نه را غونډېږي، هميشه زه وايم چې د ټیټې طبقې خلکو ته مرسته د لوړې طبقې خلکو نه په ټيکس اخستو کې ورکولی شي او دا د اکنامکس اصول هم دي".

د ملګرو ملتونو د پرمختیا اداره وایي په پاکستان کې زیات غربت په بلوچستان صوبه کې څه باندې 65 فیصده، په خیبر پښتونخوا کې 50.7 فیصده، په سیند کې څه باندې 50 فیصده او پنجاب کې تر ټولو کم څه باندې 25 فیصده ریکارډ کړی دی.

اقتصادپوهان وایي د یو هیواد د اقتصادي پرمختیا دپاره منځنۍ درجه یا مډل کلاس خلک یو ځانګری حثیت لري او دوی د ملک په ترقۍ کې مهم کردار لوبولی شي. اقتصادپوه ډاکټر سجاد خان وایي:

"په هندوستان کې پنځوس شپيته کروړه ميډل کلاس دي هغوی پيسې ورکوي په تعليم، هغوی ځي شاپنګ کوي هغوي څيزونه هم اخلي نو ځکه ټول ملکونه غواړي چې په هندوستان کې سرمايه کاري وکړي، هلته دي کارخانې ولګوو هلته دې ايکسپورټ وکړو هغوي باندې دې خپل څيزونه خرڅ کړو نو".

نړیوال بېنک وایي د تېرو شلو کالو راهسې په سوېلي اېشیا کې د یو کس امدني څلور فیصده زیاته شوې ده خو پاکستان چې د سوېلي اېشیا په هیوادونو کې یې مخکې تر ټولو زیاته د یو تن په سر امدني لرله په دې سیمه کې تر ټولو وروستو پاتې هېواد جوړ شوی دی.

د پاکستان نادرا ادارې نرښځیانو ته د شناختي کارډ جاري کولو عمل بیرته پیل کړ

په پاکستان کې د بشري او نرښځیانو د حقونو د مبارزينو د سخت احتجاج وروسته د پاکستان د شناختي کارډونو جاري کوونکې ادارې نادرا نرښځیانو ته د شناختي کارډ جاري کولو عمل بېرته پېل کړی دی.

د سږ کال په مې مياشت کې د پاکستان وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د قانون 2018م د ځینو مادو خلاف د پرېکړې له ورکولو وروسته نادرا نرښځیانو ته د قامي شناختي کارډ جاري کولو عمل درولی وو او اوس بیرته پیل کړی دی.

په پاکستان کې د نرښځیانو د تنظیم «ټرانسجنډر رايټس کنسلټنټس» مشره نایاب علي‌د نادرا د د فېصلې هرکلی کوي، خو وایي د نرښځیانو ټولنې چې دا تېرې درې مياشتې د شناختي کارډونو بغېر تېرې کړي دي هغه ډېرې بوږنوونکې وې:

"شناختي کارډ يو داسې څيز دې چې د ډېرو بشري حقونو سره تړلی دی. روزګار، تعليم او انصاف ته د رسایۍ حق د شناختي کارډ د لارې ترلاسه کېږي او نادرا د شناختي کارډ د حق په تروړلو سره مونږ بې وطنه کړي وو او اوس رياست مونږ يو ځل بیا خپل شهريان ومنلو".

د پاکستان د شناختي کارډونو قامي ادارې نادرا تېره ورځ جاري کړي نوټيفيکېش کې ویلي چي د نرښځیانو د اندراج عمل د ودرولو لپاره جاري کړی شوی حکم یې بېرته اخستی دی.

د نادرا د ولسي اړیکو یا د بپلک انګېجمنټ د څانګې مشرې رِدا قاضي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې وېلي، نادرا په اييني توګه نرښځیانو ته د جنس د بدلون سره د شناختي کارډ چاپ کولو پابنده ده.

په پاکستان کې د موټر چلولو د لایسنس، د صحت اسانتياوو ته د لاسرسۍ نه علاوه په بېنک کې د کهاتو د پرانستلو لپاره شناختي کارډ لرل لازم دي او د ووټ د حق کارول هم بې له قامي شناختي کارډه ممکن نه دی:

د پاکستان پیپلز ګوند پخواني سنېټر او د بشري‌ حقونو فعال فرحت الله بابر هم د نادرا د پرېکړې هرکلی کړی او وایي شناختي کارډ د رایې کارولو لپاره د هر بالغ شهري‌ لپاره لازم دی:

"د نرښځیانو سره چې شناختي کارډ نه وي لکه څنګه چې وفاقي شرعي عدالت پرېکړه کړې ده او دا د ؤوټ د حق کارولو لپاره لازم دې نؤ دا داسې ده چې لکه نرښځیان د ؤوټ د حق څخه هم محرومه کړې شول ".

د پاکستان پارليمان د نرښځیانو د حقونو د تحفظ لپاره په کال 2018 کې د نرښځیانو د حقونو د تحفظ په نوم قانون منظور کړی وو چې چي مقصد یې نرښځیانو ته قانوني شناخت ورکول او د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د هغوی پېژندګلوي باوري جوړول دي.

په پاکستان کې له نرښځیانو سره د غېرمساوي چلند او د دوی د بنيادي بشري حقونو د سرغړونو له کبله زياتره نرښځیان په کوڅو کې خېراتونه غواړي او په ودونو ښادیو کې د ګډا نڅا ترڅنګ حتا په جسم خرڅولو مجبوره کېږي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکي‌ تنظیم د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د تېرو څلورو کلونو په مهال نزدې 92 نرښځیان وژل شوي دي.

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب سوالونه پورته کړي، طالبان وایي دا څوکۍ د دوی حق دی

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې د سېکرټري جنرل په هغه رپورټ بحث وشو چې موضوع يې د افغانستان اوسنی وضعيت او په نړيوال امنيت د دې اغېز وو. په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ تاوتريخوالی هم پېښ شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل استازي منيراکرم د افغانستان په اوسمهاله استازي نصيراحمد فايق نيوکې وکړې او ویې ويل، يو تن څوک چې د افغانستان د استازيتوب ادعا کوي، د هغه اعتبار د پوښتنې وړ دی:

"د هغه کوم حکومت نشته، استازی نه لري، اسناد نه لري۔ دا يوه تېروتنه ده چې امنيتي شورا دغه تن د افغانستان په استازيتوب رابللی، څوک چې غلط معلومات او کرکه خپروي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي بايد دا خبره په پام کې ونيسي، دا يوه لويه تېروتنه ده، بايد ازاله يې وشي".

دا تاوتريخوالی هغه وخت پېښ شو چې کله د پاکستان استازي منيراکرم د نصير احمد فايق وروسته خبرې وکړې. په دغه موضوع مو د ښاغلي نصیر احمد فایق څخه د هغه رایه واخسته، هغه په لبکلې بڼه د وي او اې ډیوه خبریال رحمان بونېري ته وویل:

"هغه پاروونکي، غیر مسلکي او د ټولو ډیپلوماتیکو اخلاقو خلاف په ما برید وکړ، او زما د ملت حاکمیت او بشپړتیا یې زیانمنه کړه، په پاکستان کې یې په ترهګرۍ کې د افغانانو د لاس لرلو تور ولګاوه، د نورو ویناوالو برعکس یې د افغانستان وضعیت خراب کړ".

په 15م اګست 2021م په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروستو په دولتي کچه لا هم د طالبانو استازيتوب په ملګرو ملتونو کې نشته۔ هغیي د يو خط له لارې په قطر دفتر کې د طالبانو وياند سهېل شاهين نومولی وو خو د ملګرو ملتونو نهه کسيزه کميټۍ لا هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او نصيراحمد فايق، چې د تېر دولت مرستيال استازی دی، په ځينو غونډو کې د افغانستان استازيتوب کوي.

نصيراحمد فايق بيا وويل هغه د افغانستان د ولس استازی دی، وایي هغه ولس چې د ځينو هېوادونو د دوه مخو پاليسو او مداخلت په نتيجه کې نن د دغه حالاتو سره مخ دی، خو د هېوادونو نومونه یې یاد نه کړل. هغه وويل:

"ځينې هېوادونو دا ادعا کوي چې د ترهګرۍ ښکار دي خو همدغه هېواد بيا په افغانستان کې د يوې بلې ترهګرې ډلې ملګرتيا هم کوي".

له دې وړاندې نصيراحمد فايق په خپلو خبرو کې وويل هغه د امنيتي شورا د ټولو غړو مننه کوي چې په افغانستان کې د روانو حالاتو او په خصوصي توګه د نجونو او مېرمنو او د بشري حقونو په ځای کولو لپاره يې د ډاډ څرګندونې وکړې.

فايق وويل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مېرمنو او نجونو په تګ راتګ، په تعليم او د ژوند په بېلابېلو برخو په کردار لوبولو بندېز دی۔ هغه وويل د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو وضعيت ښه شوی نه دی، د بشري حقونو سرغړونه روانه ده او افغانستان د انساني بحران سره مخ دی:

"97 فيصده خلک د غربت ښکار دي، 15 میليونه خلک د لوږې سره مخ دي، د خطرو باوجود د هېواد نه د کډوالۍ لړۍ روانه ده. د طالب چارواکو د ترهه ګرو ډلو سره اړيکې دي او نن هم د القاعده او تحريک طالبان پاکستان په شمول 20 ترهګرې ډلې هلته موجودې دي کوم چې د منطقې او نړۍ د امن لپاره لوی خطر دی".

د افغانستان په حالاتو د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ځانګړې غونډه:

د سه شنبې- نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غړو، پرته له روس او چین، په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو د بې رحمانه جبر په کلکه غندنه وکړه او په ټولو غړو هیوادونو یې غږ وکړ چې د افغانستان د مشرتابه سره د حساب ورکولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو پر دې غونډه نیوکې کړې دي او وایي حکومت یې په تېرو دوو کلونو کې د امنیت په ګډون په ډېرو برخو کې کار کړی خو وایي په دې غونډه کې یواځې "پر دوو وړو او کورنیو مسئلو خبرې شوې چې هغه د ښځو کار او تعلیم دی".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل ځانګړې استازې روزا اوتنبايويا وويل د 15م اګست 2021م وروستو طالبانو 50 داسې حکمونه جاري کړي چې په عمومي ژوند کې د مېرمنو برخه ختمه کړي:

"په دغه ګامونو کې نجونه د شپږم ټولګي پورته او د پوهنتون له تعليمه بې برخې کول، له لوبو لرې ساتل، له دولته د ښځو بيخي بهر ساتل او ډېر مېرمنو ته د روزګار نه ورکولو ګامونه شامل دي".

د ملګرو ملتونو د د مېرمنو د څانګې يو اېن وېمن مشرې سيما باهوس وويل په افغانستان کې طالبانو داسې ګامونه پورته کړي چې مېرمنې يې له بنيادي بشري حقونو څخه بې برخې کړې دي.

مېرمن باهوس زياته کړه افغان مېرمنو ورته ويلي په دغه هېواد کې بنديان دي چې په تيارو کې ژوند کوي، تر خپلو کورونو محدودې دي او د راتلونکي په اړه هېڅ طمع نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د روس مرستيالې استازې انا ايوسټيجنيوا وويل دوي د ملګرو ملتونو د مېرمنو د څانګې د مشرې خبرې په غور واورېدلې خو د روس استازې په افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا د مېرمنو او نجونو سره د روان سلوک غندنه ونه کړه.

هغې پر امريکا او ناټو ځواکونو نيوکې وکړې او ویې ويل روس غواړي د کابل سره اړيکې پر ځای کړي۔ روس د طالبانو يو پلاوی، د انډونيشيا، ترکي او نورو اسلامي هېوادونو غړي رابللي او دغه غونډه به د جمعې په ورځ کېږي.

د چين استازې يواځې دومره وويل طالب چارواکي بايد د مېرمنو د حقونو احترام وکړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ياد وړ ده چې چين په دې ورستيو کې په افغانستان کې نوی سفير هم ټاکلی دی۔

د چين استازې دا هم وويل امريکا دې د افغان حکومت کنګل کړې اته اربه ډالره بېرته ورکړي چې د ولس په کار راوستل شي۔

په دغه غونډه کې د پاکستان مستقل استازي منيراکرم هم د افغانستان د کنګل شوو پېسو بېرته افغانستان ته د ورکولو غوښتنه وکړه او ویې ويل د دې ګام سره به د افغان ولس ستونزې تر څه حده کمې شي.

هغه د امنيت په اړه وويل په افغانستان کې امنيت ښه شوی خو وایي وسلواله ډله داعش د منطقې او نړۍ لپاره لوی خطر دی، بايد ملګري ملتونه د دې ټولو ستونزو د هواري لپاره مستقله تګلاره وټاکي.

منيراکرم تور ولګاوه چې په پاکستان کې مېشت غېرقانوني افغان کډوال په ترهګرۍ کې ککړ دي، وایي دوی د ترهګرو ډلو سره اړيکې لري، بايد بېرته وطن ته ولېږل شي:

"په پاکستان کې دا وخت څلور مليونه افغان کډوال مېشت دي او نړۍ دې د دوي د بېرته استولو لپاره کردار ولوبوي".

په دغه غونډه کې د امريکا استازي وويل امريکا د افغان ولس د مرستې لپاره تر دې دمه څلور اربه ډالره خرچ کړي او په راتلونکي کې به هم د افغان ولس مرستې روانې ساتل کېږي خو هغه په افغان اوسمهاله چارواکو غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د بې ګناه ولس او پخواني سرتېرو وژنه بنده کړل شي:

"د ولس سره توپيري چلند دې ودرول شي او د بشري حقونو سرغړونه دې هم بنده کړل شي۔ هغه وويل د دې ټولو ستونزو د هواري لپاره بايد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا يوه ګډه پاليسي جوړه کړي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس [ټویټر] د ملګرو ملتونو غونډې ته په غبرګون کې لیکلي، د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر عمومي بخښنه، امن او ارامۍ، اقتصادي پرمختګ او په ټول هېواد کې د تعلیم په پراختیا خبرې نه دي شوي او یواځې د ښځو پر کار او تعلیم بحث شوی دی چې وایي دا د افغانستان داخلي‌ موضوع ده.

مجاهد وایي پکار وه چې په ملګرو ملتونو کې د تور د طالبانو د مشرانو د تور نوملړ د ختمولو، د بنديزونو د لرې کولو او د دوی د حکومت په رسميت پېژندلو او په ملګرو ملتونو کې افغانانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه خبرې شوې وای.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG