امريکائي ورځپاڼې وال سټريت جرنل خبر ورکړى دى چې د امریکې د استخباراتي ادارې سی ائی اې پاکستان کې د ډرون بریدونو په بابله قوانین سخت کړي دي.
وال سټریټ زیارت په ورځ خبر ورکړی دی چې پاکستان کې په ډرون حملو قانون وروسته د دې سخت کړل شو چې د امریکې سفارتي او پوځي چارواکو شکایتونه وکړو چې زیاتو حملو د پاکستان او امریکې تعلقات خراب کړی دي.
په راپور کې ویل شوي د نوي قوانین د پشي هغه اختلافاتو نتېجه چې سي ائې اې د یو څو بندیزونو سره د جنگیالو پرضد بریدونه جاری ساتل غواړي خو د پوځي او سفارتي چارواکي پاکستان سره د امریکې تعلقاتو فکر اخستې دی.
ورځپاڼه زیاتوي چې د ډرون بریدونو پحقله شوي بدلونونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د برید په اړه فېصلې کولو کې زیات اختیار ورکول پاکستانی مشرانو ته د برید وړاندې اطلاع او کله چې پاکستانی مشران د امریکا په سفر وي هغه وخت کې بریدونه نه کول شامل دي. وال سټريت جرنل د یو نامعلومه امریکایي چارواکي د خلې لېکلي چې د دغه بدلونونو مطلب دا نه دې چې سي ائې اې نه ډرون بریدونو اختیار اخستل شوې دې بلکې په دغه بریدونو په اړه په فېصلې کې زیات خلک شامل کړل شوي دي. د پاکستان حکومت او ځېني سیاسي گوندونه امریکا نه د ډرون بریدونو د بندولو غوښتنه کوي او دریځ وړاندې کوي چې په دغه بریدونو کې دجنگیالو په گډون بې گناه اولسي وگړي وژل کېږي .
په تيرو وختونوکې د ډرون په بريدونو کې د پاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود ، الیاس کشمېرې ، قاري حسېن او د ازبک طالبانو د غورځنگ مشر طاهر یلدش په شمول گڼ شمير مقامي او دالقاعده سره تعلق لرونکي تندروه کمانډران وژل شوي دي.
وال سټریټ : د ډرون بریدونو کې د بهرنیو چارو وزارت ته زیات اختیار ورکړل شوی
