لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م.م نه: افغانستان کې د ټيټې کچې  تاوتریخوالی په جگړه اوښتی


د ملګرو ملتونو (م.م نه) د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، په افغانستان کې د زیاتېدونکو جنګ جګړو له امله یاد هیواد یو ځل بیا په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی. د م.م نو په حساب افغانستان د جگړې څخه په وتلو هېوادونو کې شامل ؤ.

" اوچا" په دې رپوټ کې ویلي " د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال ستراتیژیکي ارزونې افغانستان د جګړې له حالته د وتلي هیواد له کچې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په کچه کې شامل کړی دی".

" اوچا " وایي، افغانستان کې د جګړې پراخیدل چې په کابل کې یې د مذهبي تاوتریخوالی بڼه هم لرله د جګړې په دواړو خواو کې په زیات شمیر خلک ټپیان کړي دي".

د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۱۲۹۰۰ نښتې شوي چې د ۲۰۰۸ م کال په پرتله پنځه ځله زیاتې دي.

اوچا وایي دا پدې معنی چې د ۲۰۰۸ کال په پرتله سږکال په افغانستان کې پنځه ځله زیاتې جګړې شوي دي.

دوي په خپل یوه نوي راپور کې ویلي دي، یوازې د جولای له میاشتې د سپټمبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې په منځنۍ کچه هره ورځ تر اتیاو پورې نښتې او جنګ جګړې پیښې شوي دي، چې په تیرو شپږ کلونو کې په دغه هیواد کې ترټولو ډیرې ثبت شوې نښتې دي.

د " اوچا" د دغه رپوټ پر بنسټ سږکال په افغانستان کې د دې ادارې روغتیايي همکارانو د ۶۹۰۰۰ ټروما پیښو د ثبت رپوټ ورکړی چې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې پرتله په دغو پیښو کې ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

د پولې پورې غاړې په پاکستان کې بیا د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راغلی.

څو ورځې وړاندې د ګلوبل ټیروریزم انډیکس په نامه د یوې نړیوالې ادارې په راپور کې راغلي وه چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي د قربانیانو په شمېر کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.

د جي ټي آی په راپور کې دا هم راغلی و چې په پاکستان کې په تیر ۲۰۱۶ کال کې لږ تر لږه ۹۵۶ کسان د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې وژل شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG