د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د جمعې په ورځ د بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه درې تندلاري وژل شوي دي.
د ځایي استخباراتي چارواکو وينا ده د جنوبي وزیرستان په بگهار کلي کې د ډرون لخوا په یو گاډې دوه مېزائیل داغل شوي دي. په سم لاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په وژل شوؤ کې دالقاعده يا مقامي تندلارو کوم لوړپوړى مشر هم شامل دى که نه؟
له دې وړاندې هم دامريکائي ډرون لخوا د هاغو جنګيالو پر ضد چې باور کيږي طالبانو، القاعده او نورو ترهه ګريزو تنظيمونو سره اړيکې لري بريدونه ترسره شوي.
امريکا په نزدې ورځو کې دپاکستان په پوځ شمالي وزيرستان کې د موجودې حقاني ډلې د جنګيالو په ضد دعملياتو پيل کولو لپاره فشار سيوا کړى، امريکائي چارواکي وائي د حقاني دډلې جنګيالي په ګاونډي هيواد افغانستان کې موجودو امريکائي پوځيانو باندې له بريدونو وروستو بيرته په په شمالي وزيرستان کې قائمو خپلو خوندي ځالو کې پټيږي.
جنوبي وزيرستان : د ډرون بريد کې درې جنگيالي وژل شوي
1